مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ښاغلي کمال شاعري


زه د یوه واقعیت له مخې، پر ځان د اوسنیو ډېرو ځوانو شاعرانو پور بولم، چې پردې اعتراف وکړم چې ډېره ښه شاعري کوي او په ځانګړې توګه د پښتو غزل په څڼې اوربل کولو کې یې خپل نقش ښه ترسره کړی دی؛ خو که خوایې نه بدېږي پر هغوی د داد ورکولو تر څنګ یوه نیوکه هم لرم او هغه دا چې له یو شمېر دغسې شاعرانو نه ځان ډېر ژر ورک شي، دا د کومې رخې خبره نه ده بلکې غواړم چې دغه ډول ځوانو شاعرانو ته ورپه زړه کړم چې که د خپل فن تر څنګ له لازم انکسار نه هم کار واخلي او مازې پر یوه پچه ورختلو سره کشمیر ونه ګوري دا به یې د فن او شخصیت دواړو په پخلي کې لا پسې اغېزمن جوت شي.
له هغو ځوانانو نه چې په لږ عمر کې یې د شعر د بام د زینې ډېره برخه په چټکتیا سره ووهله، یو هم ځوان محمدالله کمال دی. زه خو چې پخپله تر کومه حده ددې خبرې عیني شاهد یم، د ښاغلي کمال، له شعر او شاعرۍ سره بې کچه مینه، مطالعې او ممارست، د هغه د شعر ماشوم ډېر ژر د ځوانۍ مرحلې ته ورساوه، زه نه غواړم د کمال بې ضرورته ستاینه وکړم او بې وخته یې د غرور په نیلي سپور کړم، خو تر کومه یې چې حق دی باید هغومره داد ضرور ورکړل شي.
د ښاغلي کمال مینه له غزل سره ده او چې رښتیا خبره وي نو غزل خو د ټولو شاعرانو په متفق علیه پرېکړه د شعري انواعو پاچا ګڼل کېږي، په اوسني غزل کې زه په ځانګړې توګه د ځوانو شاعرانو په غزل کې ډېر څه ګورم چې د غزل په ښکلو او رنګینو الفاظو او تعبیراتو کې یو سیاسي، تاریخي او ټولنیز واقعیت په دومره ظرافت سرا روړل شوی وي، چې د سړي زړه غواړي بیا بیا یې ولولي، چې د شعر لویه کامیابي همدغه جذابیت دی او همدا جذابیت شعر تلپاتې کوي، په دې باب د فارسي ادب نومیالی شخصیت ملک الشعرا محمد تقي بهار څومره ښه وايي:
شعر آن باشد که خیزد از دل و جوشد بلب
باز بر دلها نشیند هر کجا ګوشی شنفت
راځی چې خپله پورته ادعا د ښاغلي کمال په شعر کې وګورو:
ذهن کې دې جوړ کړم بېرته ړنګ شې د کابل په څېر
زړه ستړی دې کړمه اعتماده ته اوس ېرې یې
(... غزل)

دغسې بېلګې د کمال په شعر کې ډېرې دي چې زه یې په همدا یوه بسنه کوم.
چې کله خبره د اسلامي سپېڅلې ګروهې شي، نو هم کمال د تخیل او ښکلا لمن نه خوشي کوي:
یو لښکر د ببر څڼو به را مات شي
د وطن له دنګو غرونو نه و ښارته
ډول به درز وهي سندرې به را واخلي
څڼور غازیان به اوړي یکه زار ته
سمه غر به مینه مینه محبت شي
ښایستونه به رانجه پورې کا یار ته

د سندرو به جادو خوره شي ښار کې
مرګ به ځوړند شي د ژوند په لویه لار کې
(... د شهید آرمان شعر)
د شاعرۍ کمال همدا دی چې موضوع ښه انتخاب شي او بیا په رنګینو، مخیلو او شاعرانه الفاظو کې بیان شي، راځی وګورﺉ دا غزل:
په شونډو کې موسکۍ نغمه سرای را یادوي
ښایست یې عجیبه دی زړه کې خدای را یادوي
دا تور چاینک له مخې لرې کېږده نن آشنا
د لوړ چینار تر سیوري لاندې چای را یادوی
د شنو سترګو خاوندې ته چې ګورمه شم خوښ
د سرو روسانو تېښته کې "دوای" را یادوي
د کلي د خان زوړ واسکټ مې نه شمه لیدای
د ښکلي کابل ستړی نان ګدای را یادوي

یا یې دا غزل؛
لکه بلبل چې په یوه ناره ګلزار ونیسي
داسې د ښکلي یار نغمه د زړګي ښار ونیسي
ستا په راتللو خپه نه یم غرنیه آشنا
خپه په دې یم چې د سمې غله به لار ونیسي

کوډګره حسنه لږ زموږ پر سیمه ګام را واخله
چې پاړوګر د عشق کوڅۍ ښامار ښامار ونیسي
زموږ پر کلي به خوښي دوباره هله راځي
چې د ګودر غاړې منګي کتار کتار ونیسي
نه مو وږمه د بهار حس کړه نه د ښکلي سهار
د محبت څانګې به څه رنګ د ګل بار ونیسي
که دې کاته د محبت وو ښایسته جانانه
کمال به شعر د چامبېلو درته هار ونیسي

کمال په خپل شعر کې اجتماعي موضوعات په ډېره ښایسته، نقادانه، شاعرانه بڼه را اخیستي دي، د دښمني تر سرلیک لاندې شعر یې وګورﺉ:
چې سترګې غړوو نو هرې خواته دښمني ده
د لوړو لوړو غرونو مخکې شاته دښمني ده
خو د شاعرۍ لاره ډېره اوږده وي او جهان یې ویړ، همدا لامل دی چې ادبپوهان نن په دې عقیده دي چې شعر د تعریف په لنډه او تنګه ځولۍ کې نه ځایېږي، نو پر همدې اساس د هر شاعر په مخکې مزلونه دي او چې د کمال په څېر د عمر له پلوه کمکی هم وي، نو هغه خو به ډېر مزلونه وهي. زه باور لرم چې کمال به د شعر او لیکوالۍ که په همدې مینه یې تعقیب کړي لکه دا اوس، ډېره ښه ګانده ولري. حوصلې یې ستړې مه شه.
درنښت
استاد فدا محمد فایض
۱۵/۰۱/۱۳۸۱
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery