مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د کمال د خیالونو جزیره


ما چې غوښتل د ګران محمدالله کمال د خیالونو پر جزیره څه ولیکم، د هېواد د درانه او پاخه شاعر ډاکټر محمد اکبر اکبر پر (مراندې) مې دده د درانه پلار ښاغلي ننګ یوسفزي صیب سریزه را یاده شوه، په هغې کې ښاغلی ننګ صیب لیکي چې یو وخت به که اکبر کوم شعر ویلی ؤ او چا ته به یې وښود نو ویل به یې چې دا یې پلار(ننګ) ورته جوړ کړی دی. خو اوس چې زه کله کوم شعر لیکم نو خلک بیا تبصره کوي چې دا اکبر ورته لیکلی.
ښايي دا به ډېرو لوستونکیو د ښاغلي ننګ یوسفزي لخوا د خپل زوی د هنر او کمال یو ډول ماهرانه ستاینه بللې وي، نه د هغه پر کمال رښتینی اعتراف، خو زه چې اوس د خپل ګران کشر ورور په باب له هماغسې حالت سره مخامخ یم د ښاغلي وکیل صیب ننګ یوسفزي پر رښتینولۍ هم اعتراف کوم او د ګران کمال پر کمال هم چې د خیالونو د جزیرې رازونه را سپړي.
زه د خیالونو د جزیرې پر شعري معیار څه ځکه نه وایم چې ځان په شاعرانو کې نه شمېرم، بل دا چې واقعاً زما د یو وخت د ګوډې ماتې شاعرۍ تر اوج د ګران کمال د شاعرۍ پیل ډېر شاعرانه او ښکلی دی.
ښايي زما پر دې خبره د ډېرو باور رانشي چې کله به کمال ماته خپل کوم نوی شعر وښود، نو د سپېدې ادبي مجله او د شاعرانو ټولګې به مې په ذهن کې را تېرې کړې، چې دا به یې خامخا له کوم ځای څخه را اخیستی وي او لږ لاندې باندې کړی وي، او اوس یې پر ما د شعر په نامه تېروي، کله کله به مې د ادبي غلا په اړه هم تر ژبه لاندې څه تر غوږ ور تېر کړل، خو تندی به یې له غوسې تک تور شو او ټینګار به یې کاوه چې دا مې خپل شعر دی.
رښتیا به یې درته وایم چې ما په خپله ټولنه کې د شاعر او لیکوال بې قدري لیدلې ده، بې وسۍ او بې کسۍ مې یې پر خپل ځان لمس کړې دي، ګران کمال ته مې څو څو ځله په ټینګار ویلي دي چې د شعر او ادب لمن پرېږده، دا له ازغیو ډکه لاره ده چې ژوند به دې وخوري خو سود به پرې ونکړې. خو کمال رښتیا هم د ویلو لپاره څه درلودل او لري یې.
څوک چې په زړه کې څه د ویلو لپاره لري، خامخا به یې وايي، دا به وروسته بیا معلومېږي چې څوک غوږ ورته ږدي او که نه؟
په هر صورت زما خو ډېر وروسته باور راغی چې کمال کومه د خیالونو جزیره موندلې او پکې بوخت دی، دا دی ددغې جزیرې د خیالونو لومړۍ ګېډۍ ستاسو په مخکې ده.
محمدالله کمال زما کشری ورور دی، ښايي دده هره خبره پر ما خوږه ولګي، خو د خیالونو په جزیره کې یې داسې خبرې هم شته چې ښايي په ډېرو خوږې ولګي، زه یې دلته یو دوې لنډې نمونې راوړم:
زه یو داسې انځورګر یم
چې روغ زړونه مې په کار دي
د ښایست انځورګري کړم
څو رنګونه مې په کار دي

خو دا ډېره موده کېږي
چې له مینې تور دي زړونه
نو په داسې حال کې یاره
چېرته نشته دي رنګونه

ځمه ځمه مخ پر وړاندې
لټومه د ګل څانګه
ګوندې خدای یې په لاس راکړي
غنیمت د حسن پانګه

توره شپه کې وړاندې ځمه
بل په لاس کې مې مشال دی
هغه لمر را ځنې ورک دی
چې یې نن درویشتم کال دی
(...انځورګر)

یا یې وګورﺉ دا غزل:
په هجر کې چې کله خوږ جانان را په یاد شي
د وصل په اسره زړه کې یزدان را په یاد شي

بې واره مې له خولې کلمه وځي خدایه خیر!
پر ماین پوښلې لاره چې اوښان را په یاد شي
له تورو غټو سترګو نه چې اوښکې شي را زېر
د ښکلي وطن شړکنده باران را په یاد شي
یوه لحظه د سولې ښاپېرۍ په خیال کې راشي
په بله د جنګونو تور دېوان را په یاد شي
ملاله به اوس چاته ټپې وايي د میوند
چې تښتي الوتکه کې افغان را په یاد شي
زه څوک یم او څنګه داسې خاورې شوم د پښو
اف ګل یم رژېدلی یم خزان را په یاد شي
ناپامه چې د خیال له شمې تاو شم که پتنګ
چې وسوځم کماله بیا خپل ځان را په یاد شي

یا دا چې:
لمر نه دی غلت مو د خوبونو ها تعبیر دی
دا خو اور اخیستی هسکې څوکې د پامیر دی
مه راځه سپرلیه د راتلو لیارې دې نه وینم
تاو ترې تور دېوان دي ښایسته وطن اسیر دی
موږ خو د سهار ستوری په تور افق کې نه وینو
تا بیا د راتلو نیولی څه شانې تدبیر دی
ګل خو د بل بل له سندریزو غاړو ساه اخلي
دلته دي کاغ کاغ نارې تور زاغ مو د باغ میر دی (.... پسرلی)
زړه مې غوښتل چې نورې نمونې یې هم راټولې کړم، خو ماته د ګران کمال د خیالونو ددغې جزیرې هر ګوټ ښکلی دی چې د نمونې انتخاب یې راته ګران دی.
له ستر رب(ج) نه د ګران کمال د هنر او کمال اوج غواړم، په ګوتو او قلم یې برکت شه.
درنښت
محمدزبیر شفیقي
سردار احمد جان کالوني، کرايي کور
د ۱۳۸۱کال د وري ۱۷مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery