مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

کمال د خیالونو په جزیره کې


ښاغلی محمدالله کمال د افغان ادبي بهیر یو فعال غړی دی، له ژبې او ادب سره یې ژور تړون د پاللو په هڅه او هاند کې بریالی وینم، مایې د خیالونو جزیره وکتله، ډېر څه مې په کې فکر ته راغلل؛ مثلاً:
 ژبه یې ساده او معنا سپېڅلې ده؛
 د پښتو شعر اصالت او رسالت په کې خوندي دی- ویاړنه هم لري او حماسه هم؛
 داسې نښې نښانې په کې شته چې د شاعر څه ناڅه ځانګړتیا ښيي؛
 د خوف او رجا تلقین په موازي او برابره توګه کوي؛
 د سرور سندرو ورڅخه ویرنې نه دي هېرې کړې؛ لنډه دا چې د وینا سکه یې د پیغام پشتوانه لري.
سره له دې چې ښاغلی کمال د خوبونو خبرې ډېرې لري، خو چورلټ په خوبونو کې نه اوسېږي. رابطه یې زیاتره له حقیقي عالم سره ده، په بله ژبه، په خوبونو کې اوسېدا یې له ویښې سره نا انډوله نه ده، ښايي همدغه ټکي یې د وینا د زیاتې رنګینۍ مخه ډب کړې وي.
د ښاغلي کمال دغه شعرونه د شکل له مخې په لاندینیو ټولګیو کې دي:
 غزل
 مثنوي
 چارپاره او چند پاره نظمونه
 آزاد نظم

د ښاغلي کمال په ځینو نظمونو کې کیسه ییز هیأت او ماهیت بیخي جوت دی او دغه مواصفه عمدتاً د نظمونو د بریالیتوب متضمنه ده. د شعرونو نمونې یې ځکه نه در کوم چې یو خویې درسته مجموعه ستاسې په وړاندې ده او بل دا چې د خپل یادداشت له پړسولو سره هم چندانې شوق نه لرم.
د خیالونو جزیره د سکښت او سکڼ (ترتیب او تدوین) له پلوه، زموږ د کتابي یا دېواني کلچر د مقرراتو امینه ده، وګورﺉ چې آغاز یې له حمد او نعته کېږي.
د ښاغلي کمال د وینا د شعریت په باره کې زما تأثر دا دی، چې که شعر درد او خوږ وي، نو دده په وینا کې ښه ډېر دی، که شعر د زړه غږ وي نو د خیالونو په جزیره کې نه یوازې د کمال بلکې د ټول افغان ولس د زړه غږونه آزانګې کوي؛ او که شعر یوازې وزن او آهنګ وي، نو هغه هم لري. زه ورته تش دومره یادونه او سپارښتنه کوم، چې په خپله شاعرۍ کې دې له ټولو حواسو کار واخلي.
په درنښت
نورالحبیب نثار
۰۳/۰۴/۲۰۰۲
پېښور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery