مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سریزې پر ځای څو خبرې او مننې



ددې ټولګې په اړه دومره وایم چې زما لومړنۍ تجربې دي، او چې لومړي شعرونه شول نو بیا خو خامخا د ډېرو تېروتنو احتمال یې شته دی، زما یقین دی چې په دې ټولګه کې ډېر داسې شعرونه راغلي دي چې نه نظم وي او نه هم د نظم تر څنګ ورتېر وي، خو د نظم په برخه کې به راغلي وي، ښايي ډېر غزلونه، غزلونه نه وي او د غزل په برخه کې راغلي وي.
زه د خپلو شعرونو په هکله نور څه نه وایم، بس د خپلو مشرانو، محترم استاد فدا محمد فایض صاحت او محترم نورلحبیب نثار صاحب نه له دې امله ډېره ډېره مننه کوم چې زما پدې شعرونو یې په ډېرو لنډو او تنګو شرایطو کې لیکنې وکړې او یو ځل بیا له دوی څخه د زړه له کومي مننه او کور ودانی ورته وایم.
له ګران صالح محمد صالح صاحب نه ډېره ډېره مننه کوم چې ددې کتاب پر پښتیو یې ډېر زحمت وکیښ، ښکلې یې جوړې کړې، پر استعدادونو یې برکت، خدای(ج) دې لوی اجرونه ورکړي.
همدارنګه له خپل درانه ورور محمد زبیر شفیقي نه هم مننه کوم چې په یوازې ځان یې زما د پالنې درانه پېټي اوچت کړي دي، ددې ټولګې په اړه یې دا نظر چې دا شعرونه یې تر خپلو هغو چې د مقدسو ولولو او حساساتو ترجماني یې کوله غوره ګڼلي، زه یوازې دا د یوه مشر د شفقت او مهربانۍ له مخې یو ډول انکسار ګڼم چې د کشر لپاره یې لازم ګڼي.
په پای کې په عام ډول له افغان ادبي بهیر او په خاص ډول له محترم استاد محمدصدیق پسرلي صاحب او محترم پیر محمد کاروان صاحب نه له دې امله ډېره ډېره مننه کوم چې به نېکو مشورو او لارښوونو یې نازولی یم او ځان ددوی د زیاتې مینې او لورېینو پوروړی ګڼم.
په درنښت
محمدالله کمال
۱۳۸۰/ د وري ۳۰مه
پښتونخوا، پېښور
د سهار ورځپاڼې دفتر
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery