مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دوکتور حفيظ الله خوږلن



د مينې يادګار

نه راته نوم او نه نښان پاتې شو
يادګار د مينې لوند ګرېوان پاتې شو

چې په ښېرو دې ځوانيمرګ نه شومه
سخت مې په زړه دغه ارمان پاتې شو
څومره شتمن دې لېونيان د مينې
قيس نه ميراث لوى بيابان پاتې شو
څه بېکسي شوله راپېښه خدايه
زړه هم کوڅه کې د جانان پاتې شو

ستا د غمزو او اشارو له لاسه
نه راته دين او نه ايمان پاتې شو.