مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

کاوون توپاني


د اوبو رنګ

زه چې کوچنى وم، د اوبو په مانا نه پوهېدم
کله مې سترګو اوبه سپينې،
کله ژېړې
کله شنې ليدلې،
او همېشه به مې له ځانه پوښتل
چې اوبه څه رنګ لري؟
خو يوه ورځ
په ښوونځي کې
د کيميا ښوونکي
زموږ ټولګي کې په تخته وليکل:
چې: ( له دوه او اواچ) له جمعې نه اوبه جوړېږي
او اوبه،
رنګ نه لري،
خو په هر لوښي کې چې واچول شي
د هغه رنګ اخلي؛
او اوس
له ډېرو کلو وروسته
لټومه
د کيميا ښوونکى
چې ترېنه وپوښتمه:
تا خو ويل چې اوبه رنګ نه لري،
زموږ د کلي
د ويالې
اوبه نو ولې
سرې
دي؟؟



د مينې اور
لګېدلى مې په زړه د مينې اور دى
سوزېدلى مې د ځوانو هيلو کور دى
ټوله شپه د تورو سترګو تصور کړم
رانه ورک مې د نمجنو سترګو تور دى
د خمار دود مې جګېږي له ليمو نه
ساقي ګوره بيا مې خم درباندې پور دى
په لمن کې ټولوم د تومت کاڼي
خدايه دا څرنګه مينه، څه پېغور دى
حوادث به يې هېڅکله غلي نه کړي
چې په سر کې مې د چا د مينې شور دى
په توبو مې پښې کېښودې زاهده
بيا مې عزم د مغرور اشنا په لور دى.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery