مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

پيلامه



د سقراط په باب دا خبره ويل شوې چې: ((هغه شعر له جنون سره يو شى باله)) ددغې خبرې تفسير په لېونتوب سره نه کېږي، بلکې دا خبره کولاى شو چې د يوه بل ادبپوه او شاعر (مليتون) په يوې جملې سره تفسير کړو هغه وايي: ((څوک چې غواړي شعر ووايي بايد په خپله مجسم شعر وي)). ځکه نو شعر ويل څه اسانه خبره نه ده، هر څوک چې غواړي په ځان د شاعر نوم کېږدي، تر هر څه دمخه بايد هغه د شعر ويلو شعور ولري، د هغه ذهن بايد ددې توان ولري، چې ژوند، ښکلا او اړيکي د خپل ذهن د ازمېښتونو او تجربو په مرسته د شعور او تحت الشعور په دنيا کې وويني څو يې هنري انځور زموږ د احساساتو پر ارامه حالت غوغا راګډه کړي. د يوه ښه شعر، انطباعي رمز په همدغه ټکي کې پروت دى. په پښتو ژبه او پښتني ټولنه کې هم شعر او شاعري ددغه قوم له اند او ژوند، هنر او ښکلا سره تلپاتې ملګرى دى، چې تراوسه يې خورا زياته وده کړې ده، د پښتو شاعري د اوسنۍ پياوړتيا يو دليل دادى چې دغه شاعري لکه د نورو شرقي ملتونو د شاعرۍ په شان داسې کلاسيکه زېرمه لري چې شاعر يې د تاريخ په هر څرخ کې له هغې څخه په کمي او کيفي لحاظ فيض او برکت موندلى شي. حميد ماشوخېل نن سبا نه يوازې د پښتو او پښتني شاعرۍ بلبل يادېږي، بلکې د خپل کمال په سبب يې په ټوله سيمه او نړۍ کې د شعري بهير رښتيني کاروانيان پېژني او نن يې هم دده شعر دده موشګافي ته دده په خپله وينا د حيرت ګوته په غاښ نيولې ده. حميد په رښتيا هم د شعر نعمت يانې هغه تلپاتې لورېينه د پښتنو په برخه کړې، چې په هغې سره د پښتني او انساني اند او ژوند ټول اتموسفير تسخيرولاى شي. د هغه شعر زموږ د شعر او زموږ د شاعر لپاره هغه مثال دى، چې د هغه په مرسته د انسان د ضمير په ائينه کې هم اوښکې ليدلاى شو، هم شبنم او هم خنداوې. ځکه:
د غفلت په خوب ويده خلق يې ناوري
کــــه ((حميد)) نـــارې وهـــي لکه جرس
دېوان (١٢٦) مخ
په همدې ډول د رحمان بابا د شعر فياض سمندر د ژوند د حقيقت او انساني معرفت په حقانيت کې يو بل ډول احساس او کيف لري چې بې ښه او بده پر زړونو او فکرونو اغېزه کوي او د تسليمۍ غاړه يې د شعر هنګامې ته ږدي:
بيا دې مخ دى جار وتلى څه بلا شوه
دا بلا له کومه لورى راپيدا شوه
دا زما په يار کې مهر وفا نه شته
که دنيا واړه بې مهره بې وفا شوه.
د رحمان بابا دېوان (١٧٠)مخ
هو:
له مقدمې راتېرېږو او د ((لوونو فصل)) د کروندو پر درمندونو باندې وراوړو. زموږ د اوسني نسل په اند و ژوند کې دغه فصل داسې فصل دى، چې په عام ډول زموږ د ملت د اوسني عصر حماسه جوړوي، هو حماسه د لوونو حماسه، د درمندونو حماسه، د وينو حماسه او د غربت حماسه، دا ددغه اثر د شعر تګلاره ده او په عمومي لحاظ پر همدې واټ روان انځوريز کاروان دى. په دغه اثر کې د اوسني پښتو ((شعر)) د منشور ټول هغه اړخونه چې د انعکاس قابليت لري او له يوې رڼايي سرچينه اخلي، په ډاګه کېږي، دغه شعري اثر که موږ د يوه منشور په توګه خپلې مخې ته کېږدو، کېدى شي د هرې ضلعې او هر اړخ په ترڅ کې بېلابېل خصوصيتونه مطالعه کړاى شو، په دغه ښکلاييز انځور کې د اوسني شعر ځينې ډېر مهم او د پاملرنې خصوصيتونه ليدلاى شو:
په اوسني شعر کې د پخواني شعر خلاف د يوه انځور مسئله هېڅکله نه ده طرحه، په پخواني شعر کې ډېر ځله داسې عنعنه وه چې يو شعر بايد يو انځور په ګوته کړاى شي، معمولاً په پخوانيو ډېرو ښو شعرونو کې له دغه چال چلند څخه کار اخيستل شوى، مګر د اوسني شعر په ترڅ کې دا خبره ډېره نادره کار ګڼل کېږي. ځکه اوسنى شعر د انځور شعر دى، کېدى شي په يوه شعر کې د انځورونو امېلونه ووينو او کېدى شي د اوسني شاعر په لسو شعرونو کې د پخوانو دېوانونو په اندازه انځورونه ومومو، تر ډېره حده دا خبره ددغې مجموعې د شعرونو په برخه کې هم صدق کوي، راځئ دلته يو څو بېلګې په لنډيز سره لولو:

اشنا د موسېدلو حق له موږ نه دى اخيستى
د خپل او د پردي پر موږ د غم مهرباني ده
زما په وران مالت ورانې جونګړې وران وطن کې
د مرګ او د سرو وينو دم په دم مهرباني ده

د زړه د پرهرونو د ټکور اميد يې نه شته
چې نن په رقيبانو د مرهم مهرباني ده.

که چېرې خبرې ته لږ دقيق شو، نو دې نتيجې ته رسېږو، چې زموږ اوسنى ((شعر)) په تېره بيا د هغه ځوانه برخه لږ دقيقې تشريح او څېړنې ته اړتيا لري، ځکه دغه انځوريزې غوټې تراوسه هم زموږ په قلمونو او زموږ په وحشت ځپلو ارادو نه پرانيستل کېږي، همدا وجه ده چې په پورتنيو دريو بيتو کې يو د ((مهربانۍ)) انځور داسې پېچلې پديده ده چې ددغه شعر په ترڅ کې په څو اړخونو سره کارېدلې ده او هر ځاى خپل خپل انځور ښيي، چې يو اړخ له بل اړخ سره يو رنګي نه لري. په همدغو دريو بيتونو کې هره برخه يو ځانګړى او اوچت انځور موږ ته راښيي په داسې حال کې چې پخوانى شعر او شاعري په دې اندازه انځوريزه نه وه، دا هم ددغه اثر څو نورې بېلګې:

جېلوانه!
دا لمدې لښتې مې په ملا باندې په پام وروه
چې دا مې نوي د اختر کالي دي څيرې به شي
ماڼۍ د باورونو مې تالا ځکه نن ښکاري
ملګري د يوې لارې يو ارمان معامله ګر دي
ليلا که د ښايست د سوداګرو سره لاړه
زموږ په زمانه کې مجنونان معامله ګر دي.

مخکې مو هم اشاره وکړه چې زموږ د ځوان نسل شاعري زموږ د عصر حماسه ده، هغه حماسه چې زموږ په ټوله شاعرۍ کې يې د شکل او محتوا په لحاظ سارى ډېر لږ ليدل کېږي، ځکه زموږ دغه حماسه زموږ د مظلوم ولس، زموږ د شهيد ولس، زموږ مهاجر ولس او زموږ د بريمن ولس ددغه عصر د ژوند هغه څه له ځانه سره لري، چې د مظلوم، شهيد او مهاجر ولس د شاعر د زړه او فکر په ژورو کې حلاجي شوى، انځور شوى او شعر شوى دى. هو هغه څه چې د وينو په زړه کې يې يوازې حساسې سترګې ويني، هغه څه چې د غم د اوښکو د سمندرونو او سېلابونو تر غرونو هغه خوا يې يوازې همدغه ځوان شعر او شاعر ويلي، دغه څه په دغه اثر کې ليدلاى او لوستلاى شو.
دا کلى مه ورانوئ،
ګورئ چې هلته ددې تورې تروږمۍ له غېږې
ساړه زګېروي جګېږي
سوزمن اواز راځي
او اميدوارې ميندې
د انتظار د بڼ د سرو ګلونو لارې څاري
دا کلى مه ورانوئ!
دا کلى مه ورانوئ! (څاڅکى، څاڅکى ٢٣ مخ)

په هر صورت! ددغې مجموعې د شاعرانو پر وړاندې يو مهم مسئوليت هم شته، هغه دا چې: دغه کيفيت چې په دغو اشعارو کې او ددغو شاعرانو په نورو شعرونو کې ليدل کېږي، بايد نور هم لوړ کړاى شي او خپلې شاعرۍ ته بايد نوره هم ښکلا او ځلا د تلپاتې ډالۍ په توګه ور په برخه کړي، نن سبا يو شمېر شاعران زموږ په افغاني ادبي بهير (پښتو او دري) کې داسې هم شته چې بې وخته په وچ غرور څنګه په پچه سپاره شوي، نو بيا يې د کشمير د ليدو او فتحې نارې بې له دې چې د زمان پر وړاندې امتحان ورکړي پورته کړي دي، په دې هيله چې زموږ ځوان شاعر زمان او زماني ازموينه په خپله ايجادي برخه کې له ياده ونه باسي.

په درنښت
پوهنمل خالق رشيد
د کابل پوهنتون د فرهنګي شورا رئيس
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery