مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

عبدالهادي هادي



غزل

دلته وينې هلته وينې ټول وطن زخمي زخمي شو
د ګلابو پاڼې ژاړي چې ګلشن زخمي زخمي شو
د وبا استازى ګرځي پرې کوي مرۍ د حسن
د سپرلو ابۍ شوه بوره هر چمن زخمي زخمي شو
له اسمانه راورېږي دالله(ج) د غضب کاڼي
سمن سر ورته نيولى نسترن زخمي زخمي شو
پسرلى نه و وبا و چې هر باغ کې يې پل کېښود
هره ونه هر يو ګل او هر سمن زخمي زخمي شو
هادي اوس يې نو غمونه ښه په خلاصه ټنډه ګاله
دا خو ستاسو لېونتوب و چې هر تن زخمي زخمي شو.

١٣٦٩/٢/٣٠
کابل

غزل

وخته کوڅه کې وو هر لور لېوني
اوس مو دېره شو لو په کور لېوني

که يې هر څو سرونه پرېکړه جابر
ګوره چې زېږي نوي نور لېوني

خدايه! محفل ورځنې تش شو څه له
شړي مالت نه په هر تور لېوني

هغه د قيس د مدرسې طالبان
دلته ژوندي شولو په ګور لېوني

هادي هغو پورې به ژاړو موږه
چې څو يادېږي دا څلور لېوني.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery