مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

احمد تکل


دا د ګناهو خيرى

ويې مروړه يويې سه
دا د ګناهو خيرى
چا به له پيالو سره غمونه اړولي وي
چا به د نيمرسې ګناهکارې له ټټر نه شراب څښلي وي
دا د بېخوديو استفراق درسره ومينځه
اوه څپې،
اوه ګامه پسې پورته کړه
پرې مينځه...!
دغه د صادقو جنګياليو د عورتو د لامبو خيرى
وروسته د ګناه له يوې تورې شپې
ويې مروړه يويې سه
دې قمارخانو نه د سګرټو پاتې شوي کاغذونه
دا غليظ لوګي
اوه شپې
اوه ګامه پسې پورته کړه
روڼ او پاکيزه کړه د پايتخت ګوګل
له چل و قسمونو نه
له شک او ګمانونو نه.

1369/٣/٩

هيله
جېلوانه!
دا لمدې لښتې مې په ملا باندې په پام اوروه
چې دا مې نوي د اختر کالي دي...
څيرې به شي

١٣٦٩/٣/١
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery