مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

باقي بريال

ژوندي يادونه

د شېبو مياشتو کلونو
پاتې شوى يو انځور دى
لا يې اوس د زړه په سترګو
په تيارو کې ننداره کړم
هلته
دنګ دنګ چنارونه
پورته شوې هسکه غاړه
د ګلابو جونه هسې
پټه خوله په برم ولاړ دي
او
د دوبي په ماښام کې
د اسمان سپين مخې پېغله
د ختيځ د غره له شانه
را اوچته په نخرو شوه
د کلا له دېوالونو
د چنار له هسکو څوکو
دا هغې ته، هغه دې ته
څه بې واره په کتو شوه
د ماښام تياره خوره وه
هلته ستوري په ځلا وو
دلته بل وو مشالونه
زه د شنو ونو د لاندې
د اوبو غاړې ته ناست وم
د مرغانو اوازونو د ماښام چوپتيا
کړه ماته
او
وږمو له هره لوري
ژوند بښونکې سارا وړله
زما خو، ستومانه سترګې
لوبېدلې ښورېدلې
د سپوږمۍ په پلوشو کې
ګوندې دلته يې يادونه
راتازه شي د ليدلو
د هغې سپوږمۍ د وړانګو
چې يې اوس به ننداره کړې
دا سپوږمۍ او چنارونه!
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery