مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

خپلې خبرې

له كله نه مې چې ليك او لوست زده كړى، له هماغه راهيسې مې د شعر لوستلو سره بيسارې مينه وه او دا مينه لا تراوسه هم دوام لري، دهجرت په لومړيو شپو او ورځو كې چې لا دمهاجرو لپاره ښوونځي نه وو، خداى بښلي پلار مې د پښتو او فارسي شعرونو څو كتابونه لرل او ددې لپاره چې ليك او لوست رانه هېر نه شي نوموړي كتابونه يي را باندې بيا بيا ليكل چې له يوې خوا مې ورسره ليك خورا ښه شو خو له بلې خوا مې له شعر او شاعرۍ سره مينه دومره ډېره شوه چې كلونه وروسته مې پخپله د شعر ليكل پيل كړل.
"بلينډې" زما د شعرونو لومړۍ ټولګه ده ددې ټولګې ډېر شعرونه ما دهجرت په شپو ورځو كې ليكلي، ځكه خو به لوستونكي پكې د پرديسۍ درد من احساسات له ورايه درك كړي زه په شعر كې دجلال او جمال دواړو په شتون معتقديم، له تغز له ډك غزل مې ډېر خوښيږي خو له آزاد شعر سره ځانګړې مينه لرم.
دمجاهد په ليسه كې زمونږ د پښتو ادبياتو د ښوونكى شهيد استاد ملنګيار او دهغوى د كشر ورور استاد اسير الله اسير چې زموږ د كيميا ښوونكى و، هڅونې، روزنې او ښوونې زه د پښتو شعر له الف او بې سره بلد كړم.
دمجاهد ليسې نه له فارغيدو سره سم مې 1991 په اوايلو كې دهېواد له وتلي او نوښتګر شاعر پير محمد كاروان سره پيژند ګلو پيدا شوه، هغوى نه يواځې له ماسره دشعرونو د اصلاح په برخه كې ډېره مرسته كړې بلكې دخپل بډاى ادبي كتابتون ګڼ شمېر كتابونه يې زما په واك كې راكړي وو، چې ماتري ډېره ګټه اخيستې.
زه له دې ټولو ښاغلو نه مننه كوم او كه زما په شعرونو كې د ستاينې وړ كوم ټكى وي د همدغو ښاغلو يې بولم.
كه زما دګران ملګري او تكړه ليكوال الياس وحدت هڅونه، زيار او هاند نه واى، دا شعرونه به همداسې زما د يادښتونو په كتابچې كې ناچاپه پاتې وو. ده نه يواځې ددې شعرونو چاپولو ته هڅولى يم بلكه ددې شعرونو په كمپوز، اوډنه او چاپ ته تيارولو كې يې نه ستړي كيدونكې هلې ځلې كړي دي چې د زړه له كومې يې مننه كوم.
خپلې خبرې داستاد پسرلي په دې شعر پاى ته رسوم.

خداى دې پسرليه د پښتو غاړه پرې هسكه كړي
دغه ملغلرې مې پاللي د سيپۍ غوندې
په ټوله شاعرانه مينه
لطف الله مشعل
د دوري دويمه نيټه 1383
زاړه مكروريان، كابل

ډالۍ:
خپل عالم فاضل او اديب پلار خداى بښلي مولوي لعل ګل طوطاخيل ته چې د پښتو لومړى شعر مې دهمدوى لـه مباركې خولې اوريدلى و.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery