مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزلونه

زه او ته چې يو روان په دغه لاره
دا زمونږ درومي کاروان په دغه لاره
کافران مسلمانان له حده ډېر دي
ما ورک کړى دى انسان په دغه لاره
ګلالۍ ! ما اوتا دواړو دي ورک کړي
يو زړګى او يو پېزوان په دغه لاره
دا رڼا اودا برېښنا؟ ځه چې ستنېږو
اشارې کوي اسمان په دغه لاره
مادځان دپاسه چتر ګلې بويه
که راګېره کړې باران په دغه لاره
ترې به وپوښتم چې ولې مرور يې؟
که مې وموندلوځان په دغه لاره
دانسان له سيوري لرې تنهايۍ کې
يا عامر ځي يا پيريان په دغه لاره

2005 فبروري 15
پېښور



يو ژوند دى کرشمې د زمانې لري منګول کې
زمونږ دتسلۍ بلا کيسې لري منګول کې
)مغروره ککرۍ مې په سجدو بلده نه ده(
دروېش زړه مې خودداره خزانې لري منګول کې
که سترګې دې په جنګ کړې نو وسله به خامخا ږدې
دامينه زوروره زولنې لري منګول کې
جامونه د جانان شهلا نظر ته وايه څه دي؟
چې سترګې يې پخپله ميکدې لري منګول کې
داځکه د رنګونو دورشو سندرې وايي
شاعر بويه يو شپون دى چې رمې لري منګول کې
په هاغو لارو نه راځي چې تاته دي معلومې
اجل يو جادوګر دى تلوسې لري منګول کې
رڼا د ملايانو پنډتانو خواکې څه کړي
عامره داڅو تنه دي تيارې لري منګول کې

2005 فبروري 13
پېښور



مرغلرې دي مرجان دي ستا په لاس کې
واړه ستوري داسمان دي ستا په لاس کې
داچې خلک د رحمت امېد له تاکړي
داخوڅاڅکي د باران دي ستا په لاس کې
جواهر څومره ارزښت لري دنياکې
جواهر څومره ارزان دي ستا په لاس کې
دل ازاره طبيعت دى خداى درکړى
زړونه څومره پرېشان دي ستا په لاس کې
پيروکار د اهرېمن درڅخه تښتي
قدرتونه د يزدان دي ستا په لاس کې
مريدان به ډېر واړه درته ښکاره شي
ځکه واړه ستر پيران دي ستا په لاس کې
دوو سترګو کې دې دوه نړۍ خبرې
هنګامې د کل زمان دي ستا په لاس کې
2004 نوامبر 29
پېښور

مجنون به خپل مرشد کړمه خيام به خپل جانان کړم
ملګرو! ما به نه ويل يوه ورځ به مو حيران کړم
ساقي مې دې ته جوړ کړو چې سجدې کوي مزدک کې
اوس واردى د ملا چې ميکدې ته يې روان کړم
يو داسې درد لرمه په زړګوټي کې دننه
رباب که غېږ کې کېږدمه راښکته به باران کړم
باطلې صحيفې او کتابونه تانه پس شول
دحسن تلاوت به دې هر وخت لکه قران کړم
يو پوځ دترابان دى ګل اندامې درپسې دى
کېږدۍ د خپل وجود کې به تا هر چا نه پنهان کړم
جوپه جوپه ياران به نوي نوي راپيداکړم
روان به زه د ځان سره د مشکو يو کاروان کړم
زما دوجود سيورى يې هر ځاى کې راپسې يې
انسانه تانه تنګ شومه ملګري به پيريان کړم

2005 فبروري 25
پېښور



نظر ته مې هر خواته تماشې راغلي دي
که چم ته د کوچيانو قافلې راغلي دي
معلومه شوه فضا ء کې دبارودوبوى کم شوى
په شو نډ و د مر غا نو تر ا نې ر ا غلي د ي
ابادې مودېرې شولې ښايسته موګودرونه
په بيرته نن هاتېرې زمانې راغلي دي
ادمه رباب غېږ ته کړه درخو په انتظار ده
دبام په سر هر خوا ته لوپټې راغلي دي
2005 جنوري 26
پېښور


ارمان مې په منګول دى داسې شپې راغلي دي
جانان مې په څنګل دى داسې شپې راغلي دي
راغلى راترغاړه دى نيازبين د زمانې
تک سپين لکه کابل دى داسې شپې راغلي دي
يو ستوري بل خالونه رڼاګانې رنګ په رنګ
خوشاله چاپېرچل دى داسې شپې راغلي دي
کېږدۍ د حسرتونو يې وجود باندې روښانه
ډېوې په شانې بل دى داسې شپې راغلي دي
ورېښمينې زلفې ګوره نن په تا خورې ورې
عامره ژوند بدل دى داسې شپې راغلي دي

2005 جنوري 26
پېښور
هرڅه به روښانه شي سترګې په جنګ راوله
څوک خو به ستومانه شي سترګې په جنګ راوله
راز دې له سينې څخه شونډوته برڅېره کړه
څه دنيا به ورانه شي سترګې په جنګ راوله
کارددنياګۍ څه دى تا سېځه او ما سېځه
خپله به ښپېمانه شي سترګې په جنګ راوله
سترګې ددنيا څه دي زړه دې خاطرجمه کړه
پرېده چې حيرانه شي سترګې په جنګ راوله
دا توري او زغرې دې ځان سره سنبالې کړه
دابه لږه ګرانه شي سترګې په جنګ راوله

2005 فبروري 27
پېښور
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery