مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

د دې چاپ سريزه

(( د پښتو شعر هندسي جوړښت)) د پوهنيارۍ علمي رتبې لپاره زما تېزس و. د څو کلن تدريس په بهير کې چې کله ما هم پښتو نظم او د هغه بېلابېل ډولونه تشريح کول او يا مې له محصلينو څخه د هغو د تعريف پوښتنه کوله، نو زيات شمېر به په کې ټکني کېدل، د وخت په تېرېدو سره ما پر تشريح سربېره د هغو شکلونه هم ورته پر تخته رسمول، بيا به مې ترې پوښتنه کوله، نو دوى به د هر فورم شکل سم رسموه، خو په ګړني يا ليکني تعريف کې يې بيا هم ستونزې لرلې.
له دې څخه ماته ښه پته ولګېده، چې هر وخت د يوه شي جسم مجسم شي، نو ذهن ته ژر لاره پيداکوي. همدا وجه وه چې د پوهنيارۍ ترفيع لپاره مې همدا موضوع ثبت کړه. له څانګې څخه زما دا موضوع په ښه ډول پاس شوه، د پوهنځي علمي شورا هم په کې څه ستونزه راولاړه نه کړه، خو کله چې د پوهنتون علمي شورا ته لاړه، نو د طبيعي علومو پوهنځيو يو شمېر استادانو، له هغې جملې څخه هم يو دوه تنو، چې د هر چا په علمي ترفيع کې به يې خنډ راولاړوه، سخت مخالفت وکړ، ويې ويل چې: شعر له هندسې سره څه اړه لري؟ او همدارنګه ځينې نور دلايل، خو کله چې زه ور پسې لاړم او ددې اثر په اړه مې معلومات ورکړل، نو د هغوى هم نه يوازې قناعت حاصل شو، بلکې ماته يې وويل، چې دا زموږ لپاره هم جالبه موضوع ده. په پاى کې دې اثر د ترفيع ټول پړاوونه ووهل. تر هغې وروسته مې د چاپ تکل وکړ. په امريکا کې زما يو دوست ښاغلي وزيرګل پښتونيار يې مالي لګښت پر غاړه واخيست او دا اثر چاپ شو. تر چاپ وروسته هم چا چې لوستى و، خوښ شوى يې و، څرنګه چې د پښتو نظم تشريح د ژبو او ادبياتو پوهنځيو د پښتو څانګو يوه مهمه موضوع ده، نو محصلينو ته د يو درسي مرستندوى کتاب کار يې هم ورکړ. زياتو محصلينو واخيست، نو ځکه يې د بيا بيا چاپ څو ځلي اړتيا پيدا شوه، تراوسه پورې دا اثر پنځه ځلي چاپ شوى، خو زه فکر کوم، چې نورو چاپونو ته يې هم اړتيا ده. که څه هم ما غوښتل چې يو څه نور تغيرات هم په کې راوړم، خو اوسمهال راته دا مجال پيدا نه شو. له نورو ادبپوهانو څخه مې هيله ده، چې هم دا اثر کره کړي او هم يې لاپسې وغځوي. له قدرمنو محصلينو څخه مې هم هيله ده، چې د لوستلو او ددې اثر د کارولو په حالت کې، که له کوم ابهام او ستونزې سره مخامخېږي او يا هم د نورې اسانتيا لپاره څه وړانديزونه او نظرونه لري، په ليکلې بڼه دې ماته راولېږي، چې په راتلونکو چاپونو کې يې په کې ځاى پر ځاى کړو.
نور نو دا کتاب او دا هم تاسې قدرمن لوستونکي.


په درنښت
د پوهنيزو مرکزونو د پياوړتيا په هيله
پوهندوى محمد اسمعيل يون
ارګ، د جمهوري رياست ودانۍ
د ١٣٨٧ل کال د کب ٢٢مه نېټه
کابل � افغانستان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery