مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

٥- دوه يزه (مثنوي):
دوه يزه (مثنوي) هغه ډول شعري فورم دى، چې هر بيت يې په خپل منځ کې ګډه قافيه لري (مقفى وي)، د بيتونو شمېر يې ثابت نه دى. په ټولو قافيه والو شعري چوکاټونو کې مثنوي تر ټولو خلاص او لوى شعري فورم دى. شاعر کولاى شي په دې شعري فورم کې خپل مقصد تر وروستي بريده بيان کړي، ځکه نو اکثره شاعران د لويو موضوعګانو د بيان په غرض دا فورم انتخابوي، لکه ابوالقاسم فردوسي چې د شاهنامې د ليکلو لپاره دا فورم وټاکه. په مثنوي کې که شاعر په يوه قافيه کې له ستونزې سره مخ شي، نو بلې ته تللاى شي. په مثنوي کې هر بيت ځانته قافيه لري، کېدى شي ځينې بيتونه يې رديفونه ولري او ځينې يې ونه لري، خو د ټولو بيتونو وزن مشترک وي او د څپو شمېر يې سره مساوي وي. مانا دا چې مثنوي مقفى مشترک الوزنه او د مساوي څپو لرونکى فورم دى.
لکه دمخه چې مو يادونه وکړه په مثنوي کې کېدى شي ځينې بيتونه رديف لرونکي وي او ځينې په قافيه ختم شوي وي، نو په دې صورت کې مثنوي دا شکل اختياروي:
a__________________________
a__________________________

=b____________________________
=b____________________________

c___________________________
c___________________________

همداسې نور بيتونه
او يا هم دا شکل:
=a_________________________
=a_________________________

b_________________________
b_________________________

c_________________________
c_________________________
او همداسې نور بيتونه
دلته به د مثنوي يوه بېلګه راوړو:
ته به راغلې
په سترخوان به مې پرته وچه ډوډۍ وه
بل څه نه وو همېشه وچه ډوډۍ وه

ماشومان مې وو زلخوږي او خوا توري
شول پيکه يې د مخونو روښان ستوري

ما ويل چې بدلوم به دغه حال زه
ټولوم به په څه توګه زر او مال زه

يوه شپه بيا توره شپه وه ډېره توره
زه په غلا پسې روان ومه له کوره

چې له ورايه څه رڼا په نظر راغله
يو طرف ته خېمه ستا په نظر راغله

چې خېمې ته در دننه شوم ژړا وه
ګډه ستا په ماشومانو يو غوغا وه

سوځېدل واړه له لوږې په سره اور کې
د خوړلو هېڅ شى نه و ستا په کور کې

بس يو دېګ و ستا و مخته په اور باندې
ايشولې دې په دغه دېګ کې سپاندې

ماشومان دې تېر ايستل په دې خبره
( چې کتغ دى پخېدونکى ژر تر ژره

د يو څه ساعت لپاره صبر وکړئ
بيا به واړه خپل ځانونه پرې ماړه کړئ)

زما زړه کباب په دغه ننداره شو
ځان له دې کبله ټيټ راته ښکاره شو

چې په کور کې مې پرته سپينه ډوډۍ وي
په سترخوان مې همېشه سپينه ډوډۍ وي

خو د شکر سبق بيا هم له ما هېر شو
فرق د حق او ناحق بيا هم له ما هېر شو

پر ازغنه لاره باندې مې سفر و
سور د يبلو پښو په وينو مې هر پل و

لرې ځاى ته وم روان له لرې ځايه
ګله من ومه په دې سبب له خدايه

چې د پښو څپلۍ يې هم نه وې راکړې
تودې ځمکې مې وې دواړه تلې وړې

په شنه زړه مې پرې کوله اوږده لاره
په عذاب ومه د ژوند له درانه باره

زړه مې غوښت چې زياتي ساه اخيستل بس کړم
مات د ژوند دا زنګ خوړلى شان قفس کړم

خو چې ځان مې جوړاوه و دغه کار ته
هغه وخت وم نږدې شوى يوه ښار ته

ددې ښار په دروازه شوم وردننه
د ارام په اراده شوم ور دننه

چې يو څو قدمه لاړمه په وړاندې
برابرې مې شوې سترګې په تاباندې

په څکېدو وې را روان زما په لورې
په بدن دې وو لاسونه او سر پورې

مګر پښې دې ګوره چاوې قلم کړي
نيم ورنونه دې وو پاتې نيم يې وړي

زما زړه کباب په دغه ننداره شو
زما حال خراب په دغه ننداره شو

ما ويل چې له څپليو يم بېزاره
يبلې پښې مزل کولاى شم په لاره

ښادۍ نه غواړم له پاکه خدايه نورې
زما پښې دې وي زما په جسم پورې

پر ما باندې همغه عجيبه وخت و
شپه او ورځ به مې په سر کې خيال د تخت و

په دې نيت مې ټولې کړې وې لښکرې
مست اسونه تېرې تورې کلکې زغرې

چې په زور د چا تخت ونيسم باچا شم
په دې توګه به تر هر چا سر بالا شم

هر يو لاس به ماته پورته په سلام وي
هر يو سر به ماته ټيټ په احترام وي

خو تر دې خبره وړاندې چې روان شم
په وطن د چا ورګډ لکه توپان شم

ته مې وليدې چې ټول په اوښکو لوند وې
در په دره وې په دواړو سترګو ړوند وې

خپله وېړه پاچاهي دې وه بايللې
د وطن حکمراني دې وه بايللې

هر څه هر څه وو خپل ورور له تا اخيستي
تاج و تخت يې و په زور له تا اخيستي

په دې خيال چې بيا د تخت دعوه ونه کړې
په ده باندې دوباره حمله ونه کړې

ستا له سره يې ستا سترګې وې ايستلې
په ډبره يې ستا سترګې وې ايستلې

زما زړه کباب په دغه ننداره شو
زما حال خراب په دغه ننداره شو

ما ويل داسې منصب دې خداى ميرات کړي
چې د سر دښمنان دومره د چا زيات کړي

چې خپل ورور يې هم کار اخلي له خنجره
دواړه سترګې يې په زور کاږي له سره (٢٤)

په پورتنۍ دوه يزه (مثنوي) کې تاسو وليدل، چې اکثره بيتونه يې بېلابېلې قافيې لري. ځينې بيتونه يې رديفونه لري او ځينې يې نه لري. خو ټول يې يو ګډ وزن تعقيبوي او د څپو د شمېر له مخې سره مساوي دي، خو په مثنوي کې کله کله داسې پېښېدى شي چې د ټولو بيتونو د څپو شمېر کې يې يوه څپه زياته يا کمه شي خو د هربيت مسرې يې د څپو د شمېر له مخې حتمي سره مساوي وي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery