مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

٦- درېيز (مثلث):
هغه ډول شعري فورم دى، چې هر بند يې (درې مسرې) لري. درېواړه مسرې يې متحدالوزنه وي او يو شان قافيه تعقيبوي. په مثلث کې قافيه اساسي او رديف اختياري توکي وي. د مسرو د څپو شمېر يې سره برابر وي. د ســــر بند درېواړه مسرې يې په خپل
منځ کې ګډه قافيه لري. يانې درې واړه مسرې يې قافيه لري، د هر بند دوه لومړۍ مسرې په خپل منځ کې او درېيمه مسره يې قافيه کې له مطلعې او يا د سر د بند له قافيې سره يو شان وي. په ټوليز ډول د دې فورم هندسي جوړښت په دې ډول دى:
a_________________________
a_________________________
a_________________________

b_________________________
b_________________________
a_________________________

د مثلث د بندونو شمېر کېدى شي تر دوو زيات وي، خو که د بندونو شمېر يې هر څومره وي همدا پورتنۍ عمليه پرې تطبيقېږي. دلته به د مثلث يوه بېلګه وړاندې کړو، چې څلور بندونه لري:

څه اوښکې وينې اوري په دې سپينو چنارو
يو شور دى پورته کېږي د اروا له منارو
ژړا مې نه ودرېږي په خوږمنو ولولو

اورونه دي اورونه چې بلېږي په تقدير
بې وسې يو بې هيلې ددې ظلم په تدبير
څه مينه محبت رانه لاهو شول په اورو

د ګل پاڼې مې شولې د جانان د مخ حيا
په تورو سترګو پاتې شوه له ما ټوله دنيا
څه ستړې ستړې لارې شوې د هيلو په مېرو

د ګلو به دې بيا هغه دوران کله راځي
د هجر په سوز تللى به ارمان کله راځي
څه تور مهرونه لګي له خندا په ډکو خولو(٢٥)

د پورتني شعر په لومړي بند کې (چنارو، منارو، ولولو) د قافيې کلمې دي، په دويم بند کې (تقدير او تدبير) د قافيې کلمې دي او (اورو) د لومړي بند له قافيې سره يو شان ده. په درېيم بند کې (حيا، دنيا) په خپل منځ کې د قافيې کلمې او (مېرو) د لومړي بند له قافيې سره يو ډول ده. څلورم بند کې (دوران، ارمان) په خپل منځ کې د قافيې کلمې دي (کله راځي) رديف دى (خولو) د لومړي بند له قافيې سره يوشان ده. هندسي جوړښت يې دادى:


a_________________________
a_________________________
a_________________________

b_________________________
b_________________________
a_________________________

c_________________________
c_________________________
a_________________________

=d_________________________
=d_________________________
a_________________________
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery