مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

٧- مستزاد:
(( د رباعي، غزل يا قصيدې پر هره مسره باندې چې يوه لنډه غوندې مسره ورزياته شي، مستزاد ګڼل کېږي. په دې لحاظ لومړۍ يا لويه مسره وړوکې مسرې ته د مانا له مخې احتياج نه لري، ځکه چې ټوله مانا په لومړۍ مسره کې بشپړه وي. جوړښت يې داسې دى، چې يوه مسره يې لنډه او بله اوږده وي. دلته به د بېلګې په توګه د مفتي عبدالحنان لغماني يو مستزاد شعر ولولئ:
شپه د دوشنبې ده چې نبي صاحب روان شو
تېر تر لا مکان شو
شپه د دوشنبې وه ورته راغى جبرائيل
ويې کړ قال و قيل
زه يم رالېږلى په جلتۍ سره جليل
پاڅېږه خليل
شاه نبي زموږه لکه سروه خرامان شو
تېر تر لا مکان شو

شاه نبي چې سپور شو په براق باندې له واره
ويې نيوله لاره
سل زره ملکې بل په لاس يې شعله داره
تلې به يو هواره
لاړه تر اسمانه حاضر ماه تابان شو
تېر تر لا مکان شو

پاس په اسمانو کې چې به ته نبي عرب
شاه علي نصب
صف په صف ملکو به دده کاوه ادب
امر و د رب
پاتې په خپل ځاى کې جبرائيل ورته حيران شو
تېر تر لا مکان شو

اتلس کاله شپه وه د معراج وکړه يقين
تللى نازنين
تاج يې د لولاک په سرولهت شو د ياسين
راغى ماه جبين
ځکه په کې واړه سربلنده امتيان شو
تېر تر لامکان شو

ته ((عبدالحنانه)) د دنيا کارونه بس که
مينې ته هوس که
ځان دې د نبي اخر زمان په در کې خس که
بند دې دا نفس که
ګوره هر غزل دې مشهور په درست جهان شو
تېر تر لا مکان شو(٢٦)
هندسي شکل يې دادى:


=a_________________________
=a____________
b_________________________
b____________
b_________________________
b____________
=a_________________________
=a________________
د نورو بندونو جوړښت يې هم همداسې دى.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery