مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

١٥- ذوالقافيتين ترکيب بند:
په دې ډول نظم کې څو مقفى مسرې سره يو بند جوړوي بيا وروسته يو بل مقفى بيت ورلوېږي، چې د لومړي بند له قافيو سره يې قافيې يو شان نه وي. وروسته بيا نور بندونه راځي او د هر بند مسرې يې په خپل منځ کې هم قافيه وي او د بل بند له قافيو سره توپير لري او هم د بل هر بند په پاى کې ځانته بېل بېل مقفى بيتونه راځي. د بندونو د مسرو شمېر يې سره مساوي او يو متحد وزن تعقيبوي. د بيتونو او هم د بندو شمېر يې ټاکلى نه دى، خو ټول بندونه د مسرو او څپو د شمېر له مخې سره برابر وي.
رديف په کې اختياري دى، ځينې بندونه کېدى شي رديف ولري او ځينې يې ونه لري. دلته به د حنان بارکزي يو ترکيب بند راوړو، چې د (ترجيع بند) په نوم راغلى دى. خو په نورو ځايونو او دېوانونو لکه د خوشال بابا په ارمغان کې دې ډول نظم ته ذوالقافيتين ترکيب ويل شوى دى. له ترجيع بند څخه يې توپير دادى، چې په ترکيب بند کې بيا دا مقفى بيت تر هر بند څخه وروسته يو شان نه تکرارېږي او بل توپير يې دادى چې د ځينو ترکيب بندونو د هر بند ټولې مسرې يې قافيه لري خو په ترجيع بند کې خبره داسې نه ده. هندسي جوړښت يې دادى:
د حنان بارکزي د ترکيب بند شکل:
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
a_________________________
b_________________________
b_________________________
c_________________________
c_________________________
c_________________________
c_________________________
c_________________________
c_________________________
=d_________________________
=d_________________________
او نور بندونه
د يادونې وړ ده، چې د ترکيب بند بل شکل هم شته. د خوشال په ارمغان کې داسې ترکيب بند هم شته، چې د هر بند ټولې مسرې يې مقفى نه دي، داسې وي لکه يو غزل چې يو بند جوړ کړي يانې له لومړي بيت پرته د هر بيت لومړۍ مسره له قافيې ازاده وي. کله چې بند پوره کېږي بيا يو ځانګړى او بېل مقفى بيت ورلوېږي. د حنان بارکزي ترکيب بند:

يار مې ولاړ شو په سفر له دې وطنه
که ارواح و کوچ يې وکړ له بدنه
که بلبل په اندوه والوت له ګلشنه
که وروستى دم و د مړي له دهنه
چا بى کړې وي د سوي زړه پوښتنه
چا بى ايښي وي ملهم پر زړه دننه
دروغجن يمه په مينه کې هر ګوره
اشنا ولاړ شو زه ونه وتم له کوره

چې خبر يې د تلو وشو ناګمان
لکه تندر پر چا پرېوزي له اسمان
چې يوسف مې شو ملګرى د کاروان
شو يعقوب زما د زړه پسې پرېشان
په ارمان ارمان به ژاړم له هجران
د ژوندون طمع مې وخته له ځان
چې ترې پاتې شوم په دا پېغور ګنده يم
سترګې نه لرم په سر کې شرمنده يم

ورسره به څوک پر لارې وي ملګرې
چې ويسا به يې په نه شي نژدې لرې
له ستړيا به يې زړه نه غواړي خبرې
له ناکامه تر خولې تويې که شکرې
د سرو لبو لعل به پرولي په کودرې
اړوي به باندې تل د غمو سرې
عاشق نه يم اوس رښتيا شوه دا خبره
چې پرهر درباندې ژاړم بې اثره

خوب به نه ورځي مانده به تر حد تېر وي
خوشالي هوا هوس به ځنې هېر وي
سپين رخسار به يې له فکره په بل پېر وي
له ستړيا به نيشکر ورته ګنډهېر وي
په ديدن به يې درې دوه ملګري سېر وي
پر هر ځاى به لکه روي پر چارپېر وي
چې ترې پاتې شوم په کومو سترګو ګورم
پوزه نه لرم په درست جهان کې ښورم

دى روان شو زه پر کور په دا حيران يم
چې نه مړ شوم نه مجنون سر په بيان يم
نه اسيا رنګه له غمه سرګردان يم
ملامت د هر هندو د مسلمان يم
دى پخوا را پوهېده چې دو زبان يم
رحمتونه دې د ده پر زيرکۍ وي
لعنتونه دې زما پر خيره ګۍ وي(1)

که مې مينه واى رښتيا سوى په اور واى
په نغري کې به د هجر لکه سکور واى
پښې مې يبلې کالي څيرې سر سرتور واى
په اندوه سره مې ترک د دنيا کور واى
له دې غمه مې تراوسه سر په ګور واى
ښايي دا چې مخ مې تور او پر خره سور واى
صد رحمت دې وي د ده پر دانايۍ
صد لعنت دې وي زما پر اشنايۍ

يار مې ولاړ شو په سفر پسې زهير يم
له دې غمه تل اخته د ځان په وير يم
ريشخندى د هر صغير د هر کبير يم
چې په غم لا د قليل و د کثير يم
زخمي کړى بېلتانه د غم په تير يم
همېشه د دغې چارې په تدبير يم
چې اجل مې عذر وکه په عالم کې
ګڼه ډېر بې آبه پاتې شوم په غم کې

په خپل فضل خواست قبول زما غريب کړې
د وصال ښادي مې يو وار په نصيب کړې
تللې يار راسره وصل عنقريب کړې
مشرف په دغه ګل دا عندليب کړې
د هجران ناسور مې روغ په دا طبيب کړې
خوا په خوا راسره ګرم خپل حبيب کړې
په کرم سره د خوږو زړو دوا يې
چې لار ورکه کړي هغه پر لارې بيايې

وسيله مې کړې مجاز او حقيقت ته
خاموشي مې کاميابي کړې معرفت ته
مشک مې ورک کړې له خاطره طريقت ته
راپه غاړه کړې زنځير ستا و قربت ته
کړې طامع مې ستا د وصل و شربت ته
بې پوښتنې مې لاهو کړې و جنت ته
غير خيال مې کړه له زړه څخه جارو ته
دغه زهر مې کړه ستوني کې دارو ته

د سکوت په تار مې څيرې زړه رفو کړې
رو برو مې ائينه د خپل زانو کړې
صبر را د نو خطانو له جادو کړې
فسادونه مې له زړه څخه جارو کړې
بې ويلو مې پوره هره ارزو کړې
ما حنان د بيم په اوبو کې لاهو کړې
که مې چېرې يې بللى له اخلاصه
په کرم مې کړه له غشو سينه خلاصه.(٣٤)

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery