مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

درېيم څپرکى

د پښتو ولسي شاعرۍ يا نظم فورمونه

١- لنډۍ:
لنډۍ په پښتو شاعرۍ کې تر ټولو کوچنى شعري فورم دى، خو د مانا د ځواک او لېږد له پلوه نه يوازې په پښتو شاعرۍ، بلکې په نړيواله شاعرۍ کې يې سارى ليدل شوى نه دى.
د لنډۍ کمال په دې کې دى، چې مجموعاً په ٢٢ څپو يا دوو مسرو کې دروند مانيز بار او ښکلا لېږدوي. د لنډۍ لومړۍ مسره ٩ او دويمه ١٣ څپې لري، لنډۍ قافيه نه لري، خو د دويمې مسرې په پاى کې يوه اهنګينه کلمه لري، چې د لنډۍ ټول اهنګ بشپړوي. هره لنډۍ بايد د زور (ه) په واول يا غږن اواز پايته رسېدلې وي. په پاى کې دا زور (ه) رانه شي نو اهنګ يې نيمګړى پاتې کېږي. لنډۍ د پښتو ژبې د فونولوژيکي (غږيز) جوړښت تابع ده او د هغې پر بنسټ جوړېږي. په نورو ژبو کې د دې ډول شعر (البته په همدې وزن او اهنګ) څرک ليدل شوى نه دى او نه نورو ژبو ته د لنډۍ په ژباړه کې ددې اهنګ ساتل شوى دى.
پر ټولو لنډيو باندې يو قانون د تطبيق وړ دى، يانې دا چې د هرې لنډۍ لومړۍ مسره بايد حتمي ٩ او دويمه ١٣ څپې وي. د هرې لنډۍ د لومړۍ مسرې څلورمه او اتمه څپه او د دويمې مسرې څلورمه اتمه او دولسمه څپه، خجنه وي. لکه:
امانتي مې ګور کې کېږدئ
که يار خبر شي ما به خپل وطن ته وړينه
ددې لنډۍ څپيز- خجيز جوړښت په دې ډول دى:
UUU�UUU�U
UUU�UUU-UUU�U
له مانيز پلوه لنډۍ پر بېلابېلو ډولونو وېشل کېدى شي. د پښتني ټولنې د ژوند د ټولو ډګرونو انځورنه په کې کېدى شي او شوې هم ده، خو د شکل او جوړښت له مخې لنډۍ همدا يو ټاکلى شکل او قانون لري.
دلته به يو څو لنډۍ د بېلګې په توګه وړاندې کړو:
يوه وعده راسره وکه
چې د صراط په پله به يوځاى سره ځونه

ستا به واده زما به مرګ وي
ستا به ډولۍ زما به کټ خاورو ته وړينه


ولې دې بد راسره وکړه
زما همدغه هيله وه چې يار لرمه

څرنګه چې په لنډيو کې د وروستۍ مسرې وروستۍ کلمه اهنګينه وي او د وروستۍ څپې اهنګ يې لوړ او تر هغې دمخه څپې اهنګ يې لوېدلى شان وي ( ) نو دلته کېدى شي د لنډۍ هندسي جوړښت داسې ترسيم شي:
_______________
______________________

لنډيو ته (ټيکۍ)، (مسرې) او (ټپې) هم وايي، چې دا هر يو نوم خپل ځانګړى تعبير او لهجه يي استعمال لري، خو ددې ډول شعر عام او منل شوى نوم همدا (لنډۍ) دى.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery