مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

٤- د اتڼ نارې:
د اتڼ نارې، لکه له نامه څخه يې چې معلومېږي، يوازې په اتڼ کې ويل کېږي، پر ناستې نه ويل کېږي، که څوک يې ووايي هم خوند نه کوي. ښځې هم په ښاديو کې اتڼ کوي او نارينه هم. د نارينه وو د اتڼ نارې ښځې هم په خپل اتڼ کې وايي، خو ښځې ځانته بېلې مخصوصې نارې هم لري، چې هغه نارينه په خپل اتڼ کې نه وايي. د نارينه وو د اتڼ نارې پر ډول ډول او بېل بېل وزن د اتڼ چيانو له حرکاتو سره سمې ويل کېږي، لکه ورو اتڼ، يو بغله اتڼ، دوه بغله اتڼ، درست اتڼ، د ايشلي اتڼ، د ناستې اتڼ د پروتې اتڼ، د پروتې دوه بغله اتڼ، چپه و راسته اتڼ، غلى اتڼ او... (٤٩)
ددې هر ډول اتڼ له حرکاتو سره سم ناره له خپل وزن څخه اړوي او په نوي وزن يې وايي.
د اتڼ نارې معمولاً درې او څلور مسرې لري، خو هم په درې مسريزه او هم په څلور مسريزه ناره کې د مسرو د څپو شمېر سره مساوي نه وي. په درې مسريزه ناره کې لومړۍ او درېيمه مسره سره هم قافيه يا هم اهنګه وي، وروستۍ يا درېيمه مسره معمولاً لويه وي او دويمه مسره يې تر ټولو کوچنۍ وي.
چټې چې په پښو دې کړې چوټې
ځوانان دې لېوني کړه
زاړه خواران دې وايستل له ګټې
په پورتنې ناره کې (چوټې، ګټې) د قافيې کلمې دي. لومړۍ مسره ١٠، دويمه مسره ٧ او درېيمه ١١ څپې ده.
واوړئ د هوا مرغانو واوړئ
مساپر مې دورې تللي
مرغانو په وزرو کې يې راوړئ

په دې ناره کې لومړۍ مسره ١٠، دويمه ٨ او درېيمه ١١ څپې ده (واوړئ او راوړئ) يې د قافيې کلمې دي. هندسي جوړښت يې داسې انځورېدلاى شي:

a__________________
______________
a______________________

ددرې مسريزو نارو بل ډول دادى، چې د قافيې ترڅنګ رديف هم لري لکه:
کميس مې تر لمنې ګلاګل دى
د خيال کميس مې دادى
چې اورونه لګوي هغه لا بل دى
په دې ناره کې (ګل او بل) د قافيې کلمې دي. (دى، دى) يې رديف دى. لومړۍ مسره ١١، دويمه ٧ اودرېيمه ١٢ څپې ده. هندسي جوړښت يې داسې دى:
=a__________________
_____________
=a_____________________

کله کله په درې مسريزه ناره کې داسې هم پېښېږي، چې لومړۍ او وروستۍ مسره د څپو شمېر له مخې سره مساوي وي. لکه په دې ناره کې:
هلکه چې سپين موټى دې چاړه ده
ما به خولګۍ درکړه
هلکه خو ريباره دې ميره ده
ددې نارې لومړۍ مسره ١١ دويمه ٦ او درېيمه هم ١١ څپې ده.
هندسي رغښت يې دادى.
=a__________________
___________
=a__________________

د اتڼ نارو بل شکل دادى، چې څلور مسرې ولري، ددې هرې مسرې د څپو شمېر له بلې سره مساوي نه وي. لومړۍ او درېيمه مسره يې نسبتاً کوچنۍ او دويمه او څلورمه يې تر هغو دوو نورو لويې وي. معمولاً لومړۍ، دويمه او څلورمه مسره يې سره هم قافيه وي. لکه:
دله دله دله
کوتره يم راغلې له کابله
يا به کابل خپل کم
يا به راوړم د کابل ژېړه بلبله
لومړۍ مسره ٦ دويمه مسره ١١ درېيمه ٦ او څلورمه ١٢ څپې ده. (دله ، کابله او بلبله) د قافيې کلمې دي. بله بېلګه:
خانه زموږ خانه
دا ستا خاني دې خداى نه کي بېرانه
ملکونه دې رعيت کړه
د دښمن کلا دې وکښه د ميدانه.
په دې ناره کې لومړۍ مسره ٦، دويمه ١١، درېيمه ٧ او څلورمه ١٢ څپې ده. (خانه، بېرانه او ميدانه) يې د قافيې کلمې دي، د لومړۍ نارې هندسي شکل دادى. لومړى شکل:
a___________
a_______________
__________
a__________________
دويم شکل:
a__________
a_______________
____________
a__________________

دويمه بڼه:
د څلور مسريزو نارو بل ډول دادى، چې د قافيې ترڅنګ رديف هم لري. لکه:
څه کم د چا څه کم
پر خپل غولي ولاړه يم کاته کم
يار که مې نادان دى
د بل پر ښايستو به يې ور نه کم
په پورتنۍ ناره کې لومړۍ مسره ٦، دويمه ١٠، درېيمه ٦ او څلورمه يې ١١ څپې ده. (څه، کاته، ورنه) يې د قافيې کلمې دي. (کم، کم) يې رديف دى، هندسي شکل يې دادى:
=a______________
=a____________________
_____________
=a______________________

ولاړه (دوه څپې)
د څلور مسريزې نارې بله بېلګه داده:
پوړنى مې ابي دى
له خياله مې غبرګ کړى پر تندي دى
مابه اتڼ وکړاى
دا ستا د بابا کلى رخشندي دى (٥٠)

په پورتنۍ ناره کې لومړۍ مسره ٧، دويمه ١١، درېيمه ٦ او څلورمه ١١ څپې ده. (ابي، تندي او رخشندي) د قافيې کلمې دي. (دى، دى) رديف دى.
هندسي رغښت يې داسې راځي:
=a__________________
=a______________________
_______________
=a_____________________

پر پورتنيو يادو شکلونو سربېره د اتڼ په ځينو نارو کې د قافيې او څپو د شمېر په حساب لږ شان بدلون ښکاري، خو ډېر عام نه دى. د اتڼ د نارو اساسي شکلونه همدا وو، چې پورته يې يادونه وشوه.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery