مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

٥- ببولاله:
ببولاله د پښتو ادب هغه مخصوص شعري فورم يا سندره ده، چې د واده پر لومړۍ ورځ، کله چې د ناوې سر وغوړوي او د واده پر مخصوص تخت يې کېنوي، د ورا او د ناوې تر خوا ښځې ګډې وډې شاوخوا سره کېني او ناوې په منځ کې ناسته وي، نو دا ښځې دغه سندرې په ګډه وايي.
کله کله د ببولالې له اصلي متن سره يوه بله مسره هم يوځاى کوي او بيا يې په ترنم کې وايي، دا مسرې بېلابېلې دي، چې د خپلې مانا له مخې ببولاله هم د هغې په نامه يادېږي. لکه ( دوه دوه تاره اخلي) (خور ښادي) او (ښه رورا)، بېلګې يې دادي:
دوه دوه تاره اخلي
ګيسو ورو ورويې بېلويه
ناوکۍ موده ناندانه
تر غرمې مې يې ځنډويه

خور ښادي دې مه سه پاته
خور ښادي دې مه سه پاته
خور ښادي مو ده
د کمپلې ژۍ يې تورې
د کمپلې ژۍ يې تورې
خور ښادي مو ده
لالى پر ننګ مين دى
خېښې نه باسي سرتورې
خور ښادي مو ده

ښه رورا ښادي دې وسه
شاه سلامتي دې وسه
شين بادرنګ او بورا وړى
شين بادرنګ اوبو راوړى
چا په خوب نه دى ليدلى(٥٢)

ببولالې عموماً درې مسرې لري. د مسرو د څپو شمېر يې سره مساوي وي، د پښتو اکثره ببولالې د څپو د شمېر له مخې (اته) څپې وي او دا قانون تقريباً پر ټولو ببولالو تطبيقېږي. کېدى شي د لنډيو په شان د ببولالو وزن هم ځانګړى وي، خو پر لنډيو بيا پر مطلق ډول يو قانون تطبيقېږي، خو په ببولالو کې يو څه شکلي بدلون شته.
په ببولالو کې قافيه شته. د ببولالو لومړۍ او درېيمه مسره په خپل منځ کې هم قافيه وي، خو دويمه يې له قافيې ازاده وي. يانې دا چې:
a______________________
______________________
a______________________

دغه راز ځينې ببولالې تر قافيې وروسته رديف هم لري چې دا بڼه غوره کوي:
=a______________________
________________________
=a______________________

په ځينو استثنايي حالاتو کې کېدى شي دويمه مسره هم قافيه اختيار کړي او هم کېدى شي د څپو په شمېر کې کومه څپه زياته او يا کمه شي، خو د ببولالو عمومي شکل او جوړښت همدا دى، چې درې مسرې لري، هره مسره يې اته څپې لري، لومړۍ او درېيمه مسره يې هم قافيه وي، که د څپو په شمېر کې زياتى او کمښت راشي، نو له ورايه يې په وزن کې کمى احساسېږي. د ترنم او موسيقۍ پر وخت د ببولالو له مسرو سره (ها ببولاله لا له واى) يو ځاى کېږي او د شعر کمپوز برابرېږي؛ لکه:
اوښ ولاړ زنګون تړلى (ها) ببولاله
اوښ ولاړ (واى، واى) زنګون تړلى (واى)
تر هغو به يې خلاص نه کم (واى) ببولاله، لاله
څو زما جان (واى واى) نه دى راغلى (واى) (٥٣)

دلته به د ببولالو څو بېلګې وړاندې کړو:
پر کور سور زومبـک ځړېږي
هغه لور دې سترګـې وخوري
چــې د پــلار پــه کـور نازېږي
دمسرو شمېر يې ٣، د څپو شمېر يې ٨، (ځړېږي) او (نازېږي) يې د قافيې کلمې دي. هندسي رغښت يې داسې دى:
a______________________
______________________
a______________________

د همدې شکل بله بېلګه:
پر کور دوه زرغونه شاله
زمـــا جــان ورتــــه ولاړ دى
لاس يې نه ورځي د خياله
د ببولالې بل شکل دا دى، چې تر هماهنګو اهنګينو کلمو يا قافيې وروسته بله کلمه يا رديف هم ولري. دا يې بېلګې دي:
تر بالښت لاندې انار دى
داسې زوم مو دروستلى
چې نامتو د کندهار دى
بله بېلګه:
ناوکى ګوتې د سرو دي
تر دسمال يې را ايستلي
چې سکه لېورونه څو دي(٥٤)
په لومړۍ ببولاله کې (انار، کندهار) او په دويمه کې (سرو او څو) د قافيې کلمې دي. په لومړۍ کې (دى، دى) او په دويمه کې (دي، دي) رديفونه دي، هندسي بڼه يې داده:
=a______________________
______________________
=a______________________
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery