مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

٦- چاربيته:
چاربيته د پښتو ملي شعري فورمونو هغه ډول دى، چې هر بند يې تر څلور مسرو څخه کم نه وي. زياتره چاربيتې په ملي موسيقۍ کې ځانته په زړه پورې اهنګونه او خوږې نغمې لري او د دې لپاره چاربيتې بلل کېږي، چې بندونه يې يا له څلور بيتو او يا تر څلورو مسرو څخه بېخي کم نه دي. په چاربيته کې همېشه يوه اوږده موضوع چې اکثراً عشقي او حماسي وي (لکه د قصيدې او مثنوي په شان) افاده کېږي.
چاربيته د فورم له مخې په عمومي ډول پر دوو لويو برخو وېشل کېږي:
١- ساده چاربيته.
٢- زنځيري چاربيته:
دغه دوه ډوله چاربيتې بيا په خپل وار سره د مسرو د شمېر برابروالي اوږدوالي او لنډوالي له مخې پر ډېرو نورو ډولو وېشل کېږي؛ لکه: د څلورو، پينځو، شپږو، اتو، نهو او لسو مساوي لنډو يا اوږدو مسرو زنځيري چاربيته.
له مانيز پلوه چاربيته پر عشقي، تاريخي، رزمي او نورو برخو وېشل کېږي. د ساده چاربيتې يوه بېلګه، دا چاربيته د نوښار د محمد دين ده.

مطلع: څوک به پيدا نه شي د فرهاد او شيرينۍ په شان
يوځاى به څوک نه شي د ادم او درخانۍ په شان

بند:
يوځاى به څوک نه شي لکه و عــاشق فـرهـاد
تــــل بــــه يــــې کــولــو پــــه اشـنا پسې فرياد
وه يې کړه خواري ځکه حاصل يې شــه مــراد
کړې به يې خبرې د طوطا د ښارونۍ په شان


بند: کــړې بــه يــې خبرې د مجنون دا مشغولا وه نه
بل به يې څه نه وو خو په خوله به يې ليلا وه نه
وچ شه لــکه دړه د خــاونــد پــه دې رضــا وه نه
بيا به ګرځېده پــه دې پسې د لـــېونۍ پــه شان

بند: راغــى قــطب خـان چې راروان له رانيزو نه شو
سر په ټيک ويــده و ځــکه پـاتې لــه مزو نه شو
پروت و لکه مړى سرو کار يې لـه نــيازو نه شو
غوڅ يې په ځيګر که لکه تورې ايرانۍ په شان

بند: غوڅ يې په ځيګر که چې رانجا عاشق په هير شو
تــل يــې سر تــندى واهه همېش د ځان په وير شو
مـــړ مـــلا بـــهادر نـــيمبو لاځکـــه دستــګير شـــو
هلته ظلم نه شته دى شاګرده د خانۍ په شان(٥٥)

ددې ډول چاربيتې هندسي بڼه داسې انځورېدلاى شي:
مطلع:
=a______________________
=a______________________
بند:
b______________________
b______________________
b______________________
=a______________________
تر پايه
په دې ډول ساده چاربيته کې له ځينې استثنايي حالت پرته، د ټولو مسرو د څپو شمېر سره مساوي وي. د هر بند وروستۍ مسره په قافيه کې د مطلعې له مسرو سره يو شان وي.
د پښتو ولسي شاعرۍ په باب ډېر ځله دا څرګندونه کېږي، چې په دې فورمونو کې ويل شوي شعرونه اکثره د نالوستو شاعرانو زېږنده دي. دا خبره مطلقه نه ده، په همدې فورمونو کې د هېواد يو شمېر نومياليو لوستو شاعرانو هم شاعري کړې ده، له هغې جملې نه د همدې چاربيتې په فورم کې په ساده چاربيته کې له پورتني ډول پرته نور ډولونه هم راتلاى شي. دلته به د ساده چاربيتې د يو بل ډول دوه بېلګې راوړو. لومړۍ بېلګه يې د جرار صيب ده:
د ســـترګـــو مــخ مــې وسـو ياره ستا د مخ په نور تک تور لکه مــاغوت
تاو کړى په ماغوت کې خپل اشنا ته وړم ضرور د سرو اوښکو ياقوت

که وايم ستا په مخ مې دا جـوړه کسي وريته دي تـــاثــير بــه د لمبې وي
وېښته د مخ له تاوه تار پـــه تــار ســره پـراته دي دا تاو به د شــغلې وي
حبشو ته حيران يم پــه فــرنګ يــې ورخــاتــه دي دا زور به د حــملې وي
سپــين مـــخ دې مـــعرکه شــو امـتحان به کړي ضرور معلوم به شي مزبوت(٥٦)

په دې ډول فورم کې د سر لومړۍ او درېيمه مسره د څپو د شمېر له مخې په خپل منځ کې سره برابرې دي او يو شان قافيه تعقيبوي. دويمه او څلورمه مسره بيا په خپل منځ کې د يو شان قافيې لرونکې او د څپو د شمېر له مخې سره برابرې وي، د هر بند لويې مسرې په خپل منځ کې دڅپو د شمېر له مخې سره برابرې او په خپل منځ کې يو شان قافيه تعقيبوي او وړې مسرې يې په خپل منځ کې، خو د هر بند د پاى لويه او وړه مسره بيا د مطلعې د لويې او وړې مسرې د قافيې او شکلي جوړښت تابع ده. په ټوليز ډول ټولې لويې مسرې له لويو او وړې مسرې له وړو سره د څپو د شمېر له مخې برابرې وي.

بڼه يې داسې انځورېدلاى شي:

a_________________ b___________
b___________ a_________________


=c_________________ =d___________
=c_________________ =d___________
=c_________________ =d___________
a_________________ b___________
دې ته د ورته چاربيتې يوه بله بېلګه هم راوړو. دا د ملا مقصود چاربيته ده:
مطلع:
شين خال دې په شمال ايښى د وروځو په پيوند ځـــلېږي زرافـــــــشان
اوربـــل دې الـــول لـــکه بــخمــــل دې بــند پــه بند راپورته کړه چشمان
بند:
شين خال دې په مشال ايښى د وروځو په مابين لـــه ورايـــه تــجلى کا
نــــرۍ پـــوزه الـــف خــــواږه دې دواړه شــــفتــــين زړګى مې واويــلا کا
زنخ لرې ګبين خوله دې شيرين ســـره دې عـــنين څوک څه لره ګيلې کا

جـــمال درکـــړى رب، لـــرې نـــسب داسې څرګند رايـــت دې که خاقان
جــــمال راکــــــړى رب لـــــرم نـــسب د پــــاچــايانــــو روغ ځان ساته کمبخته
عـــــاجـــز غريب سړى يې يــاري مــه کړه د خــوبانــو چې رانه شې بې وخته
ته خپل مساوي ګوره ستا دى ځوى د نادارانو لرمه طبعه سخته
ژونـــدى بـــه دې پـــرې نه ږدم زما خداى پـــه نـــوم سوګنــد تـه واوره دا بيان(٥٧)


زنځيري چاربيته: زنځيري چاربيتې ته اته مسريزه چاربيته هم وايي، په دې باب يو ليکوال وايي:
هغه چاربيتې چې اته مسرې لري هغې ته عوامي چاربيته ويلى شو، ځکه چې د عامو شاعرانو په اصطلاح کې چاربيته وايي همدې ته چې څلور بيته او اته مسرې وي، په دې ډول چاربيتو کې د سر دواړه مسرې په خپل منځ کې هم قافيه نه وي، بلکې اوله يې په يوه قافيه وي او دويمه يې په بله. او بيا د هر بند په پاى کې چې کوم بيت راځي د هغه بيت د دواړو مسرو قافيه د مطلعې د دواړو مسرو له قافيې سره يوشان وي. عبدالحکيم اثر هم همدا راز د ٨ مسرو چاربيته پر درې ډولونو باندې وېشي:
١- يو قسم هغه ده، چې د هر بند اول درې بيتونه يانې شپږ مسرې يې په خپل کور کې سره په يوه قافيه وي او وروستى بيت د چاربيتې له مطلعې سره موافق وي. ددې بېلګه داده:
مطلع:
شاګرده اول نص د الهى پروردګار دى
استاده بل حديث د محمد نبي حضرت دى

بند:
شاګرده په جهان کې جبرائيل نومى ملک دى
استاده خاص مقام د ده اووم اسمان فلک دى
شاګرده ټول وجود يې د زنځير حديده کلک دى
استاده سر تر پايه په وزرو باندې چک دى
شاګرده د رحمت په رب کې ډوب لکه سمک دى
استاده ما په دې خبره هم ويستلى شک دى
بې حده ښايسته د نور په شان شعله انګار دى
د باد په شان ته ګرځي په هوا باندې اوچت دى

بند:
شاګرده زه يې نوم ويلى نه شم ويرول کا
استاده هغه دادى چې د روحو قبضول کا
شاګرده قبضول د ګنهکارو په زلزل کا
استاده بختورو ته په پوزه بو د ګل کا
شاګرده غټ عذاب دى چې زورونه په ګوګل کا
استاده په سختۍ د بدو روحو وښکل کا
کمبختو ګنهګارو ته په دغه شان قهار دى
چې سم يې په شرف يې مقرر ورله جنت دى


بند:
شاګرده زه ډوب شوى د غمونو په درياب يم
استاده زه د غره لاندې حصار په پېچ و تاب يم
شاګرده په تهمت باندې تک تور لکه غراب يم
استاده لاس مې مروړم په ارمان لکه ذباب يم
شاګرده زه غريب بنده د پاک غني وهاب يم
استاده شکر وايم چې مسلمو کې حساب يم
مرګى مې رانېژدې شو نن سبا له مې رفتار دى
((مياګل)) د ګټکي ژاړي چې په مخ کې مې قيامت دى(٥٨)

=a___________________
=b___________________

=c___________________
=c___________________
=c___________________
=c___________________
=c___________________
=c___________________
=a___________________
=b___________________
همداسې نور بندونه
په پورتني فورم کې د ټولو مسرو د څپو شمېر سره مساوي دى. دسر لومړى بيت يا مطلع په خپل منځ کې د قافيې اختلاف لري. دواړو مسرو کې قافيه حتمي او رديف اختياري دى. د هر بند شپږ مسرې په خپل منځ کې يوه قافيه تعقيبوي؛ اومه او اتمه مسره يې په قافيه کې د مطلعې د لومړۍ او دويمې مسرې تابع ده.
٢- د اته مسريزې چاربيتې دويم ډول:
په دې ډول چاربيته کې د سر يو بيت، چې د مطلعې په توګه راځي. لومړۍ مسره يې ځانته قافيه لري، د دويمې مسرې په منځ کې يې يوه قافيه راځي، چې د لومړۍ مسرې له قافيې سره سمون خوري، خو د دويمې مسرې وروستۍ قافيه ځانته جلا او د لومړۍ مسرې له قافيې سره سمون نه لري. د هر بند لومړۍ، درېيمه، پينځمه مسره، په خپل منځ کې هم قافيه وي او هم د دويمې، څلورمې او شپږمې مسرې په منځ کې راغلې قافيې هم د نوموړو مسرو د قافيو بڼه تعقيبوي، خو د دويمې، څلورمې او شپږمې مسرې په پاى کې نورې قافيې راځي، چې دا بيا د نوموړو مسرو خپلمنځي قافيې ګڼل کېږي، د بند اوم او اتم بيت د مطلعې د شکلي سکښت تابع وي.
لکه په دې لاندې مثال کې:
د ښايست اواز دې لاړو په عالم کې لور په لور
زه دې سوى يم په اور، ټيک دې کوز کړه له جبينه
د ښايست اواز دې لاړو په کابل په هندوستان
ځکه ناست يمه حيران، رارسېږي يا نصيبه
عاشقي ده ډېره ګرانه ځي د اوښکو مې باران
پرې مې لوند شولو ګرېوان، پوه نه شوم له ترتيبه
په هر چا باندې تېرېږي د فاني دور دوران
څوک راځي څوک ترې روان، کاندي ياروته قريبه
بارې خپل دى که پردى دى راکوي راته پېغور
سترګې نه شمه نيولى ګوره ډوب يم ستا په مينه.


بارې خپل دي که پردي دي راکوي راته تهمت
کتى نه شمه اوچت په يارۍ کې د بې ننګه
چېرې تا کتلى نه دي لکه سپي ته چې کړې ست
تاو چې راغى په صورت، ته له مانه کوې څنګه
جاروتى نه شمه بېرته رب دې نه کا څوک عادت
د سرو شونډو په شربت، کيف يې زيات وينم له بنګه
په رڼې زنې دپاسه دې خالونه درې څلور
ما پرې تل کړى دى زور، خوند يې زيات دى له ګبينه



د نرۍ زنې له پاسه دې خالونه دي قطار
تورې زلفې دې تار، تار دي پرتې لکه ورېځې
په سينه کې دې پخ شوي دي د مينې دوه انار
ورته پروت يمه بيمار، دارو مې د مرض يې
رب دې نه کا څوک په رنځ کې ستا د مينې ګرفتار
نن دې ځان کړلو سينګار، بېګاه مې په اور سوزې
کله زېر شي کله بم شي سره ګنګري دې کوي شور
قدم اخلي په ټکور، ښاپېرۍ راغلې له چينه.(٥٩)

a__________________________________
a____________ b____________

c__________________________________
c____________ d____________
c__________________________________
c____________ d____________
c__________________________________
c____________ d____________
a__________________________________
a____________ b____________
او همداسې نور بندونه
د پورتنۍ چاربيتې د لومړي بند د وروستۍ مسرې په منځ کې (سترګې نه شمه نيولى ګوره ډوب يم ستا په مينه) کې (سترګې نه شم نيولى) برخه کې قافيه خطا شوې، خو په نورو بندونو کې پورتنى شکل په پوره ډول تعقيب شوى دى. د يادونې وړ ده، چې په پورتني ډول چاربيته کې د مسرو د څپو شمېر سره مساوي وي.
٣- د اته مسريزې زنځيري چاربيتې بل ډول دادى، چې ټوله مقفى وي او هر بيت او هره مسره يې په خپل منځ کې قافيې لري. يوه بېلګه يې داده:
د لـــيلا پـــه لـــبو ســور پـــېزوان لــــکه ښــامـار
تـــرېنه ځي شغلې د اور نتکۍ نه يـــې بــــاربــــار

راوځـــــي مـــاسپخـــين ژوندى زمـــا صـورت که
زما زړه يې کړ غمګين سرداره څــه حـــکمت کـه
ګونګري يې کوي شور چـــــې دا شـــي پـــه رفتار

رفــتار مــې کوي خوند ورځـــــمــه مــازيـــګـر
وربل مې بـند پـــه بـــند د ســپين تندي په سر
خراب بــه دې کړم ژوند کاتــه کـــړم پـــه هــــنر
شين خــال مې ادم خور ذقــن مـــې مـــزه دار(٦٠)
په دې ډول چاربيته کې له ځينو مسرو پرته د نورو اکثرو مسرو د څپو شمېر سره مساوي وي. په مطلع کې د لومړي او دويم بيت د لومړيو مسرو قافيې سره يوشان وي او د دويمو مسرو قافيې په خپل منځ کې يو شان وي. د هر بند د درېو بيتونو د درېو لومړيو مسرو قافيه يو شان او درېو نورو مسرو قافيه بل شان وي، خو د څلورم بيت رغښت او بڼه د مطلع د بيت تابع وي. هندسي جوړښت يې په دې ډول دى:
مطلع:
a____________ b____________
a____________ b____________
بند:
c____________ =d____________
c____________ =d____________
c____________ =d____________
a____________ b____________
همداسې نور بندونه...
د ډېرې قافيه لرونکې زنځيري چاربيتې يوه بله بېلګه داده:
مطلع:
کله به راوړې دواړه بس دې دي رنګين شيرين
سپين دې جبين زرين مخ دې ځلېږي

بند:
کله به راکړې دواړه لب شات او ملهم صنم
مه کړه ستم هر دم په غضب ښورې
سرې دې منګولې همېش وړې زړونه قلم قلم
اخلې قدم په چم سترګې دې تورې
په در دې پروت يم همېش غواړم ستاکرم محکم
لرې کړه غم الم که رب ته ګورې
نن دې په غاړه باندې زانګي لونګين رنګين
سپين دې جبين زرين مخ دې ځلېږي.(٦١)

په دې ډول چاربيتې کې د سر لومړى بيت يا مطلع په لومړۍ مسره کې يو شان دوه قافيې موجودې وي. د دويمې مسرې تر نيمايي پورې بيا يو شان دوه قافيې چې د لومړۍ مسرې له قافيې سره يوشان وي، راځي او د مسرې په پاى کې اهنګينه کلمه راځي چې له دې قافيو سره په جوړښت کې توپير لري.
د هر بند لومړۍ مسره ځانته يو شان دوه قافيه لري او د دويمې مسرې په پاى کې يوه ځانګړې قافيه؛ درېيمه مسره له لومړۍ مسرې سره په قافيه کې يو شان وي څلورمه د دويمې په شان وي، پينځمه د لومړۍ او شپږمه د دويمې په شان وي او هم د څلورمې او شپږمې مسرې په منځ کې راغلې قافيې د بند د لومړۍ مسرې د قافيې تابع وي، اوومه مسره د لومړي بيت يا مطلع د لومړۍ مسرې په شان وي او اتمې مسرې د منځ قافيې د مطلعې د لومړۍ مسرې د قافيو تابع وي او پاتې برخه يې د مطلعې د دويمې مسرې پاتې برخه وي؛ د مطلعې د دويمې مسرې تکرار وي. په دې چاربيته کې د سر بيت لومړۍ مسره ١٤ او دويمه ١١ څپې ده. د بند لومړۍ، درېيمه، پينځمه او اومه مسره هم ١٤ څپې او دويمه، څلورمه، شپږمه او اتمه مسره ١١ څپې لري.
هندسي بڼه يې داسې انځورېدلاى شي:
مطلع:
aa_____________________________
_______________________
بند:
bb_____________________________
c_________________________
bb_____________________________
c_________________________
bb_____________________________
c_________________________
aa_____________________________
_________________________
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery