مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

٧- مقام:
ځينې پښتانه يې رباعي هم بولي، پښتانه ولسي مجلسيان يې د مجلسونو په پيل کې وايي، مقامونه نسبتاً ورو، اوږده او په داسې تال او اهنګ ويل کېږي، چې ټول مجلس چوپ شي او پوره غوږ يې نيولى وي، کله چې مقام خلاص شي نو سندرغاړى سمدستي لوبه، چاربيته او يا بګتۍ يا غزله پيلوي، چې اورېدونکي سم له لاسه له هغه ارام او غلي حالت نه راويښ او په شور او زوږ يې راولي.
د مقامونو مضمون معمولاً ټولنيز او اخلاقي وي او د پند او عبرت ښه مطالب لري، عشقي مقامونه هم شته، مقامونه لکه د دېواني غزلو داسې جوړښت لري، د لومړي بيت دواړه مسرې يې په يوه قافيه وي او د نورو بيتونو لومړۍ مسرې يې له قافيې نه ازادې او دويمې مسرې يې له لومړي بيت سره قافيه تړي. له درېو څخه نيولې تر پينځو او شپږو بيتونو پورې وي. د مقام هره مسره دولس يا يوولس څپې وي له دېواني غزلو سره يې توپير دادى:
يو خو يې ژبه ډېره ساده، عام فهمه او ولسي وي او بل د ولسي سندرو د قافيه تړنې پر اساس د سره ورته غږونه قافيه کول په کې عادي خبره ده، ځکه دغه سندرې په شفاهي بڼه منځته راغلي، نه په ليکنۍ بڼه. بل دا چې ويونکى يې ولسي شاعر وي، د سېلابونو شمېر يې يوولس يا دولس وي. دا چې د ولسي سندرو دغه فورم ولې مقام بولي بايد وويل شي چې د مقام نوم ورسره په څو سببه وړ دى:
١- دا چې د مقام لغوي مانا (ځاى) دى او دغه سندرې د پښتو په ادبي مجلسونو کې د چاربيتو، غزلو، بګتيو او بدلو څخه مخکې ويل کېږي، په دې حساب نو مقام د مجلس پيل او د نورو ولسي نظمونو لپاره انتظام برابروي او خلک دې ته متوجه کوي چې خپل ځايونه ونيسي او په کرارۍ سره مجلس واوري.
٢- دا چې په مقام کې پندونه او نصيحتونه بيانېږي، نو کېدى شي چې سړى د مقام پر موضوعاتو عمل وکړي او يو لوړ اخلاقي مقام ونيسي، له دې کبله چې دا وروستۍ خبره سمه او مانا لرونکې ده او نوم له نومول شوي سره برابر دى، دا سندرې په دې نامه يادې شوې دي، که چېرې دا سندرې مقام وبولو، نو يوه بله ګټه به مو هم کړې وي او هغه دا چې د دېواني سندرو له رباعي سره به مو د مغالطې مخنيوى کړى وي. دلته به د ولسي شاعر ګلستان يو مقام چې په دغه مقام کې د (بحث) دکلمې عاميانه تلفظ (باس) له لباس او خلاص سره قافيه شوى دى. د بېلګې په توګه راوړو:
د کم اصلو له يارۍ نه واخله لاس
مه غولېږه د هغو په تش لباس
د کم اصلو يارانه د خره سورلي ده
عاقبت به دې په کنده کړي راخلاص
شامدام به درنه ګرځي کوز او پاس
له کم اصلو نه وفا کله مونده شي
دا متل دى په هر ځاى کې عام و خاص
چې له لرې نه يې ګورې ورنه تښته
ګلستانه ورسره مه کوه باس(٦٢)

هندسي جوړښت يې دادى:
a_____________________
a_____________________

_____________________
a_____________________

_____________________
a_____________________

_____________________
a_____________________

_____________________
a_____________________

يادښت: سره له دې چې زموږ يو زيات شمېر ادبپوهانو او ليکوالو ((مقام)) يو ځانګړى جلا ادبي فورم بللى، خو زه چې دې فورم ته ګورم، له غزل سره يې په هندسي جوړښت کې کوم خاص توپير نه شته، نو ځکه ويلاى شو، چې ((مقام)) يوه محتوا ده نه جلا ځانګړى فورم. تر هغه پورې چې زموږ ادبپوهان په مطلق ډول (مقام) يوه محتوايي مسئله وګڼي نه شکلي، تر هغه پورې زه په دوديز ډول (مقام) د همدې فورمونو په چوکاټ کې محاسبه کوم، خو بيا هم زما نظر او وړانديز دادى، چې مقام فورم نه دى، محتوا ده.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery