مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دپښتو شعر هندسي جوږښت

١٠- داستان:
داستانونه د ولسي ځانګړو سندرو د يوه ځانګړي فورم په توګه د شکل او مضمون دواړو له پلوه ځانته خاص سکښت او بېل جوړښت لري او د ولسي ادب هر څېړونکى پر دې پوهېږي، چې زموږ ولسي ادبيات د مضمون له پلوه، زموږ د ولس د قامي ژوند هنداره او د شکل له پلوه هم زموږ د ژبې خاص ملي اهنګونه دي، چې زوړ اريايي اساس لري او پښتانه مجلسيان يې په ځانګړي وزن او خاصه لهجه وايي. داستانونه هم د ولسي خاصو سندور د نورو فورمونو په څېر اوږده ماضي لري او د لومړي ځل ويلو ځاى او نېټه يې معلومه نه ده، يوازې د داستانو هغه بېلګې چې د پټې خزانې په واسطه لاسته راغلي، څلور سوه کلن عمر لري؛ په پټه خزانه کې دحافظ عبدالطيف اڅکزي د (سوى او اوښ) فولکوريک کوميډي او انتباهي داستان راغلى، چې دلته يې يو کسر او يو بند وړاندې کېږي:
غوږ ونيسۍ يارانو د اوښ او سوى قصه سوه
خورا ډېره خوږه سوه
يو سوى د اوښ اشنا سو
بې حده يې همرا سو
ياري به يې کوله يو له بله يې يارانه سوه
خورا ډېره خوږه سوه
داستان د ډېرو اوږدو مضامينو د بيان لپاره پوره زغم لري. مطالب يې عموماً فولکوري، ديني، رزمي او تاريخي وي، لکه په اخلاقي برخه کې د ولسي شاعر غلام شاه د حاتم طايي د سخاوت روايتي داستان.
په وړاندې زمانه کې يو فقير و مستانه
غوښته يې شهزادګۍ پاچا ته ودرېده
په عشقي برخه کې د سيف الملوک او بدرۍ جمالې داستان:
روان شو شهزاده سيف الملوک باغ ارم ته
سفر د جدايۍ دى رخصت غواړي له پدره
په ديني برخه کې د حضرت ابراهيم خليل الله د صداقت، حق او رښتيا ويلو روايتي فولکوري داستان
د نمرود په زمانه کې
راغلى په کيسه کې
پيدا شو ابراهيم خليل الله دوست د اکبر و
بېشکه پيغمبر و
داستان ويونکى د داستان ويلو پر وخت د تفريح او جلب لپاره لنډۍ هم وايي، چې د داستان خوند نور هم زياتوي. ځينې پوهان او اديبان د ولسي خاصو سندرو دغه فورم عربي مثنوي او قصيدو سره يوشان بولي او وايي چې ولسي داستانونه د عربي مثنوي او قصيدې په پيروۍ ويل شوي دي. بايد ووايو چې دلته داسې ډېر دلايل شته، چې د هغو له مخې موږ ولسي داستانونه له کتابي مثنوي سره يو ډول نه بولو او لومړى اريايي فورم او دويم تقليدي شکل ګڼو، لومړى دا چې د ولسي داستان د زنځير د سرکړۍ له لرغونو اريايي سرودونو سره نښلي او د عربي مثنوي او قصيدو په پيروۍ نه دي ويل شوي. د ولسي داستانونو ويونکي معمولاً ولسي او نالوستي شاعران دي. دغه ولسي سندرې ټولې قافيه يي ازادۍ لري او هغه شرطونه چې په مثنوي او قصيدو کې شته، ولسي داستانونه يې پر منلو مکلف نه دي.
د ولسي مثنوي ډوله داستانونو په څېر نورې سندرې هم په پښتو ادب کې لرو، چې مثنوي ته ورته دي، لکه د بېټ نيکه مناجات، د شکلي جوړښت له مخې دغه مناجات هم د مثنوي په ډول دي، خو د تذکرة الاوليا مولف يې سندره بولي. دغه ډول د کاکړيو فورمي جوړښت هم د مثنوي په ډول دى، مګر هېچا له مثنوي سره يو شى نه دى بللى او نه يې مثنوي ته غاړې ويلې دي. دا هم د ولسي داستان يو څو بيتونه:
خان بابا د چکدرې چې په سفر لاړ
له دنيا نه د حق لور ته برابر لاړ
ظريف خان لعل بېګ ترې پاتې ماشومان شول
موريې مخکې مړه وه دواړه يتيمان شول
چې يې لور بي بي کو پاتې شوه يتيمه
يرېده به له دښمن ظالم غليمه

دا هم د يوه بل داستان يوه برخه:
نن مې وليد عجيبه ښکلى داستان
طلسمات به درته واړه کړم بيان
د يمن يو شهزاده و زما ياره
يوه ورځ ښکار ته وواته له ښاره(٦٤)

دا ډول داستان په پښتو کې په څو ډوله دى. مثلاً د حافظ عبدالطيف خان اڅکزي د (سوى او اوښ) فولکوريک کوميډي او انتباهي داستان داسې دى، د کسر لومړۍ مسره اوږده او دويمه يې لنډه، خو دواړه په خپل منځ کې هم قافيه وي. ورپسې بند راځي. د بند د سر لومړۍ دوه مسرې په خپل منځ کې هم قافيه او لنډې دي. درېيمه مسره يې د کسر له لومړۍ مسرې سره په اوږدوالي او قافيه کې يو شان وي. د بند څلورمه مسره هماغه د کسر د دويمې مسرې تکرار دى. شکل يې داسې دى:
=a__________________________
=a__________

=b__________________
=b__________________
=a_______________________
=a____________

د حضرت ابراهيم خليل الله د صداقت داستان په دې فورم کې دى، چې لومړى دوه لنډې هم قافيه مسرې چې تقريباً په څپو کې برابرې دي، ورپسې يوه اوږده مسره چې د هغو دواړو مسرو د څپو له مجموعي شمېر سره يې څپې برابرې دي او ځانته بېله قافيه لري، ورپسې يوه لنډه مسره راځي، چې په قافيه کې له درېيمې او په څپو کې له دويمې مسرې سره برابره وي. سکښت يې په دې ډول دى:
=a_________________
=a_________________
=b___________________________
=b_________________

بل ډول داستان چې زيات عموميت لري، دا دى، چې هر بيت يې ځانته قافيه لري، خو د ټولو بيتونو دمسرو دڅپو شمېر يې سره برابر وي:
=a_________________
=a_________________
=b_________________
=b_________________
او همدرانګه نور..
يادښت: د داستان په باب به دا خبره معقوله وي، چې ووايو داستان داسې يوه محتوا ده، چې په بېلابېلو شعري فورمونو، لکه غزل، قصيده، مثنوي او د پښتو نظم په نورو ولسي فورمونو کې ځايېدلاى او دا فورمونه ورته کارېدلاى شي، خو ددې ترڅنګ داسې ځانګړي فورمونه هم شته، چې د پښتو له نورو ولسي شعري فورمونو سره ورتوالى لري، خو د داستان لپاره کارول کېږي، خو بياهم دې ډول ولسي فورمونو سره توپير په کې ليدل کېږي، که دې ډول فورم يا فورمونو ته د داستان فورم نوم ورکړل شي، معقوليت به ولري.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery