مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د سباوون په تمه


زه د زوى مړي سباوون په تمه
كرار كرار ټپروم لاسونه
يو څو شېبې په انتظار تېري كړم
بيا په ورو ورو پورته كوم ګامونه
مځكه آسمان راته دېوان ښكارېږي
تپه تياره مي ډاروي خيالونه
له ليري اورم د لېوه انګولا
د مرګي وهم تښتوي خوبونه

تپه تياره ده هولناكه شپه ده
لاس كړومه څه ليدلاى نه سم
د وركو لارو مسافر لاروى
له وهمه ګام پورته كولاى نه سم
بوټي او كاڼي لړمان اغزي دي
يوه شېبه كرارېدلاى نه سم
له كلي كوره له وګړو ليري
له ډاره چيغي هم وهلاى نه سم

په خيال كي ګورم چي سبا راغلى
د شنه آسمان په غېږ كي لمر ختلى
پاس په هوا ګرځي د زاڼو كتار
لاندي د ځمكي مخ ژړ ګل نيولى
د آسماني بلا له وهمه چينجى
د وني بېخ ته خوځي غلى غلى

نور په تياره كي مي له سترګو سره
د توري شپې شيطانان نه تېرېږي
خيالي ماران په لار كي نه دي پراته
سينه كي زړه له وهمه نه رپېږي
نور د دېوانو ښار كي نه اوسېږم
د چا له سترګو لمبې نه خوځېږي
ليري نيژدې له هري وني سره
د ځناورو سترګي نه ځلېږي
وايم خپلوانو ته مي چيغي كړمه
چي شپه سبا سوه نور دي نه وېرېږي

خو يو ناڅاپه له نيژدې اورمه
د يو څو غټو ځناورو غړومبى
په تاريكه كي له يو ځايه راځي
د كوم زخمي غوندي وګړي زګېروى
ساړه بادونه راته كرېږي راوړي
د مار چيچلو په شان سوى وى وى

شپه لا تياره ده نوره هم پاته ده
د دې تيارو لمنه نه ټولېږي
د سباوون اميد مي پاته نه دى
كه شپه تېرېږي پر ما نه تېرېږي
هغه ده راغله د لېوانو ټولۍ
اوس به مي غوښو باندي وپړسېږي

نور بېهوده نارې وهلاى نه سم
په كرږو ستونى څيرولاى نه سم
د مرګي خوله كي د سبا په وعدو
ځان تېر ايستلاى غولولاى نه سم


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery