مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دارالمجانين


ما يو نكل اورېدلى دى يارانو
په مجلس كي د سپين ږيرو هوښيارانو
چي يو وخت يوه وطن كي فالبينانو
جادوګرو د عمرونو كوډګرانو
د وطن خلكو ته و ويل خبر سئ
زموږ وينا ته ټول غوږونه سرا سر سئ
هسي نه چي بيا سبا به پښېماني وي
د مرګونو او د ساندو ارزاني وي
چپاوونه د غليم ناګهاني وي
شنه كښتونه سره تبۍ وي ويراني وي
د قسمت سترګي نن زموږ پر لوري سرې دي
د آسمان په زړه كي بيا ويښي فتنې دي
ژر به وسي پر دې مځكه بارانونه
لوړو څوكو نه به راسي سېلاوونه
د آفت اوبه به ونيسي ښارونه
كه څاهان دي كه ويالې دي كه سيندونه
چي هر څوك د دې اوبو نه سېرابيږي
په هغه ورځ به يې هوښ ورنه كوچېږي
نه په دوست نه په دښمن به څوك پوهيږي
نه ترخه نه به خواږه پر چا بېليږي
د ورور مړي ته به وېړه خوله خنديږي
د عمرونو لېوني به په شرمېږي
د هغو ورځو امان غواړئ د خدايه
موږ خبر كړاست نور نو ستاسي خپله رايه
چا خندل څوك يې خبرو ته حيران سول
فالبينان د ښاره ووتل روان سول
ژر آګاه كړ وزيرانو او قاضيانو
له دې رازه خپل پاچا د پاچاهانو
پاچا وكيندل په قصر كي حوضونه
د لاجوردو يې ور جوړ كړله فرشونه
ذخيرې يې د اوبو كړلې تياري
ورته نه وې د باران د څاڅكو لاري
ويل پرېږدئ كه باران د پاسه راسي
او كيسې د فالبينانو هم ريشتيا سي
په امان به وزيران پوځ او پاچا سي
لېوني به دا نور خلك شا و خوا سي
يوه ورځ پر آسمان راغلې توري لړي
وړانګي پټي سوې د لمر زريني ژړي
تور پلو پر سپينه ورځ باندي راخپور سو
د تيارو په غېږ كي ډوب كلى او كور سو
له آسمانه اورېدله بارانونه
په شېلو كي سول روان ياغي سېلونه
د آفت له اوبو ډك سول ټول كونجونه
كه څاهان وه كه ويالې وې كه رودونه
په سبا چي لمر راپورته پر آسمان سو
بيرته څيري د تاريكي شپې ګرېوان سو
بيا نسيم كړلې خپرې پستې وزري
بيا بورا سينې ته سيخ كړلې نيشتري
بيا آسمان كړلې را توى زريني وړانګي
د بلبل نغمو ته مستي سوې ګلڅانګي
بيا سبا د پرون وكيندل قبرونه
بيا د ژوند سره ملګري سول ګامونه
ناببره سوه غوغا د انسانانو
كلى كور او ښار سو ډك د لېونيانو
څوك سپاره دي يو د بل پر اوږو باندي
څوك په سرو وينو كي لژند دي نور خاندي
څوك د وېري دي پراته تر خاورو لاندي
څوك غوريږي څوك ناحقه وايي ساندي
څوك پيشو غوندي ميو ميو كوي روان دي
څوك لړزېږي خيال كوي چي موږكان دي
د چا لاس كي دي چړې د چا تبرونه
بې پروا څيري د يو او بل نسونه
خبر راغى تر پاچا تر وزيرانو
چي په ښار كي قصابي ده د ښاريانو
له وحشته زړونه رپي د سپاهيانو
امر نه مني هيڅوك د سركاريانو
كه پاچا كه وزيران وه كه قاضيان وه
كه په پوځ كي يې څه لوى منصبداران وه
د تحقيق دپاره ووتل و ښار ته
ټول ايستلي توري ورغلل بازار ته
لېونيو ته يې وكړلې خبري
ښې پستې خوږې خوږې لكه شكري
ويل ګورئ لېونو زه شهريار يم
هم پاچا د دې وطن يم هم مو پلار يم
ولي يو د بل څيرئ سره نسونه
ولي يو په بل مو سره كړله لاسونه
نړۍ وال او ګاونډيان راته حيران دي
وايي دلته ځناور كه انسانان دي
لېونو سرونه غورځول ګفتار ته
په قاه قاه به خندېدل خپل شهريار ته
چا به سترګي چا به خولې ورته كږې كړې
چي پاچا خبري كړې دوى يې پېښې كړې
يو او بل ته يې ويل چي لېونى دى
يا هغه شهريار نه دى دا پردى دى
پاچا پوه سو چي بل هيڅ تدبير نه كيږي
لېونو ته لېونى پاچا ښاييږي
شهريار شهزاده ګانو وزيرانو
د لښكر سپه سالار او افسرانو
هم قاضي هم يې كوټوال هم اردليانو
د حرم ښايستو مېرمنو غلامانو
د رعيتو د څاهانو اوبه نوش كړې
سمدستي يې د هوښ لاري فراموش كړې
دوى هم لوڅ لپړ راووتل كوڅو ته
خندېدل به د يوه او د بل كړو ته
قتلول به يې په تورو خپل وګړي
د چا غاړي يې زيندۍ كړلې په پړي
څوك يې واچول ژوندي ژوندي لمبو ته
مستېدله غورېدله غرغړو ته
له كورونو تر آسمان پورته لمبې سوې
د ماشومو او د ميندو غلبلې سوې
ګاونډي كړل چا خبر د دې كيسو نه
د دوى خوا كي د بېهوښو لېونو نه
چي مو څنګ ته د سړو خالي دېرې دي
ښار او كلي ټوله لوټ تشي مېرې دي
كه پاچا دى كه رعيت دي لېونيان دي
يو د بل وينو ته تږي دي لېوان دي
پاچا مشر دى د پوځ د جلادانو
غوښي خوري د خپل وطن د انسانانو
بې ملياره شنه پټي دي كروندې دي
بې صاحبه نګهبانه خزانې دي
په هر كونج كي د طلاوو خرمنونه
سره ياقوت دي جواهر دي درمندونه
ګاونډيو ژر راټولي كړې لښكري
چا را واخيستې نېزې چا توري زغري
پر وطن د لېونو يې ناتار جوړ كړ
د هستۍ د خزانو يې لوټمار جوړ كړ
دروازې يې د قلا كړې دړي وړي
پر كورونو سوې خپرې د مرګي لړي
چورول يې واړه كلي لوى ښارونه
سوځول يې درمندونه شنه باغونه
قتل عام يې كړ وطن د لېونيانو
ترې رواني يې كړې ډلي د مينځيانو
غرغړه يې كړل پاچا وزيران واړه
د قاضي ككرۍ ورغړېده ولاړه

1994/23/5
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery