مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

حيات آباد


يوه ورځ چېرته مجلس كي د يارانو
چا كيسې كړې د كابل او د ښاريانو
چي راغلي مهاجر دي په زرګونو
تښتېدلي دي له جنګ او له توپونو
په كمپونو په ښارو كي سرګردان دي
ټول خلقيان دي، پرچميان دي كافران دي
دې كفارو را وستلي جينكۍ دي
سپيني سپيني بلوړيني ناوكۍ دي
ښايستې لكه د نكل د پريانو
په سيالۍ ورځي د حورو او غلمانو
پېښور سره نېژدې حيات آباد دى
د دې ښكلو مرغلرو ډك دى ښاد دى
چي هر څوك يې له كوڅو څخه تېريږي
د زړه مراد يې حاصليږي روا كيږي
چټي پېغلي په كړكيو كي ولاړي
خريدار په اشارو ځانته ور غواړي
لكه مستي زركي ګرځي په سېلونو
د بازانو په شان ښكار كوي د زړونو
په سينه كي مي زړګى په غورځېدو سو
بې پروا له دوږخونو له توبو سو
ما وې ځم چي هر څه كيږي دې كوڅې ته
د دې ښكليو سپينو حورو نندارې ته
آيينه كي چي مي وكتل په ځيره
تر نامه مي رسېده ببره ږيره
ما وې ښكلي به مي ونه مني چيري
ژر مي ږيره كړه له مخه څخه ليري
ور روان سومه ليدو ته د خوبانو
يوه چټه مي پيدا كړله يارانو
چټه نه وه يوه ونه وه د ګلو
سر تر پايه د كتلو د ستايلو
په ليدلو مي يو دم د خندا شنه سوه
لكه څانګه د سرو ګلو را كږه سوه
ما ته ګوري په كټ كټ راته خنديږي
پر نازكه نرۍ ملا باندي غبرګيږي
وې يې ماته چي راځي ټوله شېخان دي
طالبان دي، ملايان دي، مولويان دي
د عمرونو مجاهد قوماندان دي
يا امير يا د امير نيژدې خپلوان دي
كه دا نه وي مقامات دي افسران دي
يا عرب دي يا تور مخي پنجابيان دي
كه دا نور وګړي نيت زموږ د ښار كړي
سمدستي يې ملا حكم د سنګسار كړي
دا ته څرنګه را پېښ سوې دې كوټې ته
چي خريلې ږيره راغلې زما دېرې ته
دا كوڅې په اجاره دي د غازيانو
چي ښارونه لوټوي د كافرانو
جوړوي چي د سرونو منارونه
اوروي چي د ګوليو بارانونه
پر ښايستو ځوانانو ميندي سولې بوري
دوى ته وركړې خداى په دې دنيا كي حوري
د اسلام په نوم يې جوړي خزانې كړې
خپل ناموس ته يې تياري هديرې كړې
چي مېرمني په اوو پردو كي نغاړي
د وطن لوڼي پر دغه بازار غواړي
چي اسلام يې دى يوازي په خبرو
تو لعنت سه پر دا هسي ږيرورو
خو په زړه مي دا خبره همېش ګرځي
په دنيا كي چي "بد غورځي بد به پرځي"
د سرونو په بازار كي چي څوك زر خوري
عاقبت به په همدې بازار كي سر خوري

ويرجينيا 1994/31/5
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery