مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ريښتونې مينه


چي د سيالي ځاى دي نه وي او باران وي
شا و خوا خلك دي ټوله غليمان وي
زما غېږ به تا ته هغه ورځ خلاصيږي
تا ته زما سپېڅلې مينه ښودل كيږي
چي ماښام ستوري ښكاره پر شنه آسمان سي
او څوك نه وي چي د شپې دي نګهبان سي
نه دي څوك وي د سرو اوښكو پاكولو
نه د چيغو د سلګيو اورېدلو
زما غېږ به تا ته هغه ورځ خلاصېږي
تا ته زما سپېڅلې مينه ښودل كيږي
تا د ميني فيصله لا كړې نه ده
خو زما سره پاخه دي پېمانونه
زما په زړه كي به هيڅ شك را پيدا نه سي
وابه نه ورم د ناكسو سوګندونه
زه به وږى او بربنډ دلته هستېږم
پر تتۍ به پر اغزيو لارو څكېږم
خو سينه كي به پالم درسره مينه
په دې مينه به ژوندۍ ساتمه وينه
زما دپاره زما د ميني د ښودلو
داسي څه نسته چي نه وي د كولو
چي را الوزي وحشي او توند بادونه
ما به تا ته وي پرانيستي وزرونه
زما يقين دى چي سم تا خوشالولاى
ستا د زړه ټول ارمانونه سمه كښلاى
زما دپاره زما د ميني د ښودلو
داسي څه نسته چي نه وي د كولو
ستا دپاره مي پر سترګو دي منلي
دا نړۍ به پى كوم په ځغلېدلو
زما دپاره زما د ميني د ښودلو
داسي څه نسته چي نه وي د كولو
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery