مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

شينكى آسمانه


ما خو دا نه ويل شينكى آسمانه
چي به د اور دپاسه اور راځي
زما د غيرت شمله به كښته ګوري
زما هديرې ته به پېغور راځي

آسمانه ما خو داسي نه غوښتله
چي د ښارونو جنازې وژاړم
چي مي په كليو كي بلا لنګه سي
چي د ځوانيو هديرې وژاړم

آسمانه ما خو داسي نه ويله
چي د كابل ګرېوان ته اور توى كه
زما په جونګړه كي بلا وكره
زما په لستوڼي كي ښامار لوى كه

آسمانه ما ستا د ځوانۍ په طمع
دلته رنګين رنګين خوبونه ليدل
ما د ازله بېخبره كوچي
د ورك يوسفه تعبيرونه غوښتل

ما ويل زه به ستا ښايستې سينې ته
د خپله نظمه امېلونه جوړ كړم
ستا له نسيم سره به الوزمه
ستا پسرلي ته به شعرونه جوړ كړم

ما ويل زه به ستا د شپې په زړه كي
د سباوون ترانې وپاڅوم
ما ويل زه به ټول نغمه نغمه سم
ستا د هستۍ شهباز به ونڅوم
ما ويل زه به د سپېدو پر اوږو
ستا د زُهرې پلوشې وتخنوم

آسمانه اوس خو اهريمن د قهر
راغځولي دي خيرن لاسونه
يا مرور دى له تعبيره قسمت
يا بېګانه وه لېوني خيالونه
زما له زخمي كابله ويني څاڅي
كوڅو اخيستي دي ماشوم زخمونه
زما له انګړه جنازې درپاڅي
مه نيسه چيغو ته كاڼه غوږونه
آسمانه واخله ككرۍ درغلې
د ځوانيمرګو زړو تاوده رګونه

ما چي ميوند ميوند نارې وهلې
ما يې په غېږه كي ګلونه غوښتل
ما چي هلمند ته ترانې ليكلې
ما يې پر غاړه اتڼونه غوښتل
ما چي خيبر ته حماسې ويلې
ما يې لمن كي اولسونه غوښتل
ما چي پېچومي د پامير ستايله
ما يې كمرونو كي لعلونه غوښتل

ما چي ټانكونه په سوكونو وهل
هغه مي خړ وطن سمسور غوښتى
ما چي سكروټي په غاښو چيچلې
ما مي سړو وينو ته اور غوښتى
ما چي ګوليو ته سينه سپرول
ما د ابا ساتلى كور غوښتى
ما د حيا پرده كي پټي غوښتې
چي مي پېغلوټي د كابل ستايلې
ما يې سرونه تر عزت جارول
چي بې عزتو را سرتوري كړلې

بس كه آسمانه نور يې مه زنګوه
د اهريمن د اولادونو زانګو
په نوراني غېږ كي دي مه لويوه
دا تور بدرنګه دا زامن د تيارو

نور د منبر څوكو ته مه خېژوه
د رياكارو زاهدانو ټولۍ
نور د عصمت كوڅو ته مه وروله
د نامحرمو دلالانو غدۍ
نور پر كمبله راته مه ږغوه
دا د مرګي د چيغو ډكه شپېلۍ

چي په رګونو كي ساه وچلوي
دې سړو وينو ته مي اور وركه
چي د كڼو غوږونه وپاڅوي
آسمانه چيغو ته مي زور وركه

ويرجينيا 1994/ 9/3
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery