مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

اجتماعي نظريات


د مشرانو عشق
 
څوک چې لوى شي او د مشرتوب لوړې درجې ته ورسېږي هغه بيا په دغسې ډيوو، چې په يوه کورکې بلېږي ځان نه سېزي او نه لکه هلکان په کوم سپين مخ يا ملالو سترګو خپل زړه بايلي.
هغه هېڅکله د دنيا په سرو او سپنو داسې نه مين کېږي، لکه په مال مين سوداګر چې شپه او ورځ ددنيا په غم کې ورک وي او بل هېڅ شي ته يې پام نه وي، مال لا څه چې د خپل ځان د خپلو لوڼو او زامنو، د خپل ټبر او کهول مینه او دوستۍ هم پرې دومره غلبه نه کوي، چې نور هر څه هېرکړي او يوازې خپل غم وژاړي.
مشران او لوى خلق دغه ټول محبتونه چې واړه خلق يې لري په عشق  قربانوي، چې هغه د ملت اوهېواد عشق دى.
د همدغه عشق په اثر د ملتو مشران د مشرتوب حق پيداکوي او د باباتوب مقام او منزلت مومي.
څنګه چې يو طفل او کوچنى د ډېرې ناپوهۍ په وخت کې خپل پلار پېژني او په غېږ کې ځان ورغورځوي ملتونه هم که هرڅومره بې تعليمه وي د خپلو خواخوږو مشرانو تميز کولى شي او د دوی په ځولۍ کې ځان اچوي، خپل ټول مقدرات دوى ته سپاري او په دوی اعتماد کوي.
د عشق په جاذبه کې دغه قوت موجود دی، چې احمدشاه غوندې د پنځه ويشت کالو ځلمى دټولو پښتنو بابا کړى او د ډيلي په تخت يې کښېنوي. د پښتونخوا او پښتنو عشق احمدشاه بابا ته لويه شهنشاهي ورکړه او ډېرو سپين ږېرو د ده باباتوب ومانه، ځکه چې دی رښتيانی مشر و او هغه عشق چې په مشرانو کې پيدا کېږي په ده کې موجود و.
ده په دروغو خپل وطن او هېواد ته دانه دي ويلي:
ستا د عشق له وينو ډک شوه ځېګرونه
ستاپه لاره کې بايلي ځلمي سرونه
تاته راشمه زړګى زما فارغ شي
بې له تا مې اندېښنې زړه مارونه
د ډيلې تخت هېرومه چې راياد کړم
زما دښکلي پښتونخوا د غروسرونه
که تمامه دنيا يو خواته بل ځواني
زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه
احمدشاه به دغه ستا قدر هېرنه کا
که ونيسي د تمام جهان ملکونه



څوک چې معنوي رشد او بلوغ ته ورسېږي او د مشرتوب درجه ومومي هغه له وطن او هېواد سره همدغسې عشق پيدا کوي او وطن ته د عشق په نظر ګوري، هغه بيا د غرو په څوکو يې نشي ليداى او هر چاته ځان نه ښيي.
څنګه چې يو ښاپېرک ځلانده لمر نشي ليداى، يو د ځلميتوب احساس نشي کړاى. د دغو ټيټو ډيوو پتنګان د ستورو ډيوو ته نه رسېږي، دغه عالي عشق ته هم هر څوک نه رسېږي او نشي رسېدلى.
دا عشق د مشرانو او لويو خلقو په برخه دی او بېل کيف لري.
د دې  عشق نښې او علامې بل راز دي او ځانته شواهد لري. تاسې دغه عشق او د حسن وجمال عشق سره بېل کړي او هغه چې مجنون او ليلىٰ په عشق کې يې وينئ له سترګو لري کړي.
دا هغه راز مینه ده، چې د پلار او ځوى، د مرشد او مرید، د شاګرد او استاذ ترمېنځ وي او بې له غمخورۍ او خيرخواهۍ نور مظاهر نلري.
پدې عشق کې رازونياز، بې پروايي او تغافل نه ځايېږي او نه پکې رقيب او ريبار شته. له دې عشق سره رحم وعاطفه، ثبات او متانت همدردي او ايثار ملګري وي او له هرراز تهمتونو يې لمن پاکه ده.
دلته ليونتوب او له خپلو پرديو بېلېده نشته او نه پکې د معشوقو له لاسه شکايت او له رقيبانو سره حسد ليدل کېږي.
له دې عشق سره د پيسو مينه او د مادياتو محبت نه يو ځاى کېږي. هغه څوک چې په پيسو مين وي او پيسې ټولوي هغه هېڅکله يو قام په ځان باندې نشي راټولولی هغه کسان چې قومونه پرې غونډېږي هغه پيسې نه غونډوي او دغه مينه له زړه څخه باسي.
 کوم اشخاص چې قصې ګټي هغه پيسې نه ګټي او په بت شکنۍ افتخار کوي.
دا کېداى شي چې قلندران او دروېشان د ملت مشران شي او خلق يې په مشرتوب ومني، مګر د پيسو مينان او سودخواره يا بډې خواره هېڅکله د مشرتوب درجه نه مومي او نه د مشرانو عشق پيدا کولى شي.
اى هغوکسانو، چې د مشرتوب ارزو لرئ او لويوالی غواړئ!
راشئ! چې د خودخواهۍ او ټيټو مينو مراندې اوتنابونه پرې کړو او د لمرو سپوږمۍ په خوا کې خپلې خيمې ودروو.
راشئ! چې يو ملي او وطني شعور پيدا کړو او د وطن غرو او رغو، کاڼو او بوټو ته په مينه او محبت وګورو.
که دغه شعور او دغه احساس ژوندی شو بيا هر يو بل ته محبوب معلومېږي او هېڅوک به هېچا ته په نفرت نه ګوري.
يو بډاى به دخوارانو دلداري کوي، يو عالم به ناپوهانو ته سمه لاره ښيي، يو طبېب به د رنځورانو په علاج پسې ګرزي، يو قوي به د ضعيف پېټی په اوږو اخلي او ټول به يو له بله ځارېږي.
راشئ! چې همدغسې وکړو او د دې ځاى په يتيمانووژاړو، د يتيمانو اوښکې پاکې کړو او د دردمنو له حاله ځان خبرکړو.
 
 

يوازېتوب
 
هغه خواږه ملګري څه شوو، چې ټوله ورځ به مې ورسره لوبې کولې او يو ساعت به هم نه بېلېدو.
هغه کاڼي به اوس چېرته وي چې د شپې به مې هم په جيب کې ساتل اويوه شېبه په مې له ځانه نه بېلول.
هغه ونې به اوس څنګه وي، چې مونږ پکې ټالونه اچول له ملګرو سره به مو یو ځاى ځنګل.
دا شيان اوس يو هم نشته او زه بېخي يوازې يم.
هغه خاورې چې ما به په کوڅو کې ورسره لوبې کولې باد ويوړې او زما خوشحالي هم ورسره لاړه.
هغه د ګاټو او لوبو ميدان به هم وران شوي وي، د ګودر غاړه به هغسې نه وي، د خيزونو ځاى به هم بل راز وي.
داڅه وشوه؟ او څه راپېښ شوه چې زه يې له دې ټولو بېل کړم او بېخي يوازې شوم.
زه خو به يوساعت له خپلو ملګرو نه بېلېدم او بې له هغوى مې ساعت نه تېرېده اوس، ولې يو ملګری نلرم او چاته نه نزدې کېږم.
هغه بله ورځ چې زما يو پخوانی ملګری دلته راغلی و. ما ورسره هغسې د مينې مرکه ونکړه او بل راز راته ښکارېده، هغه به څومره خپه شوی وي او په زړه  کې به يې څه تېرشوي وي، هغه به وايي ده اوس خپله جامه بدله کړه او خپل پخواني اشنايان يې پرېښودل.
ما ته خو دى زښت ډېرګران و او له هرچا نه به مې ښه ګاڼه، ده هېڅکله دا ګمان نه کاوه، چې زه به له ده سره دغسې بې پروايي کوم او د ده مېنه او محبت به هېروم.
ماهم دغه تصور هېڅکله نه کاوه، چې موږ او دى به دومره پردي کېږو او زړه ملګرتيا به پرېږدو.
نه پوهېږم زما او د ده ترمېنځ چا تورې کټوې وګرزولې او زمونږ زړونه يې يو له بله تور کړه.
دى خو زما ډېرخوږ ملګری وو، ما ولې د ده قدر ونکړ، ولې مې ده ته په مينه او محبت ونه کتل؟ کالي يې زاړه و او څه يې نه درلوده که د ناپوهۍ په وجه راته بل راز ښکاره شو؟.
زه اوس د عزت او اعتبار خاوند يم او دى لاچا نه دی پېژندلی که کوم بل علت اوسبب موجود دی، چې زه او دی يې له زړونو نه لرې کړو او پخوانۍ رابطه يې قطع کړه.
ښايي چې دغه خبرې ټولې رښتيا وي، ما ډېره موده څه تور اوسپين ولوستل او دى په هماغه پخواني حال پاته دی. زه اوس له کتابونو او اخبارونو سره اشنا شوم او دى يوه چټۍ نشي لوستلى. زه په يوه ماڼۍ کې د ماموريت په چوکۍ ناست يم او دی پخپل کور کې پوزی نلري. زما خلق قدر کوي او د ده سلام هم نه اخلي، مګر دا نو ولې زما او د ده د بېلتون سبب کېږي، ولې زما او د ده مګرتيا قطع کوي، که يوتن څه نلري او غرېب وي هغه سره به سړی خپله اشنايي قطع کوي او که به مرسته او کومک ورسره کوي.
که د سړي يو ملګرى ناپوه وي او په څه نه پوهېږي هغه به پوه کوي او که به يې له خپل مجلسه شړي.
هغه انسان چې د پوهې او لياقت دعوه کوي او ځان د پوهانو د ډلې ګڼي، څنګه دا قبلولي شي چې د خپل هېواد خواران او غريبان له خپلې مينې او محبته محروم کړي او علم و پوهه د بېلتون او لرې والي موجب وګڼي، دا عادات خو له يو ځلمې انسان سره نه ښايی.
علم او پوهه بايديو سړى له نورو نه بيل او لرې نکړي او نه د دنيا عزت او اعتبار يو انسان له خوار او غريبانو نه وشکوي.
هغه علم چې د کوډو په شان دوه خواږه ملګري او دغرور موجب ګرزي له ناپوهۍ نه يې زيان او ضرر ډېر دی او هغه سواد چې سړي له محيط او اجتماع نه لري کوي او له نورو نه د سړي زړه توروي په حقيقت کې همدغه توره کټو ده او ماتول يې پکار دي.
که څوک غواړي، چې په اجتماع کې ژوند وکړي او له محيط نه استفاده وکړي، د علم او لياقت غرور دې له ځانه لرې خپله هوښياري او د بل ناپوهي دې حايل نه ګڼي.
سړيتوب او انسانيت دی نه هېروي، اجتماعي مېلان دی نه بايلي، خوار و غريب ته دې په خوارو سترګو نه کوري، له ملګرو دې په هېڅ وخت او هېڅ حال کې نه بېلېږي، بلکې رادې شي او له جماعت سره دې خپل غم شرېک کړي او خپله خوشحالي دې هم د نورو په خوشحالۍ کې ولټوي، خپل زړه او فکر دې له نورو نه نه بېلوي، يو ځاى دی ورسره خاندي او يو ځاى دې ورسره ژاړي، د دوى په خوښه دې کار کوي، چې د ده په خوښه کار وشي.
خوشحالي او کاميابي همدلته ده او په يوازې توب کې نشته هر څوک چې له نورو نه پردى او لرې شو، هغه هېڅکله نشي خوشحالېدلی او په يوه پټ اورسوزي.
د (من شذشذفي النار) همدغه معنىٰ ده او د دنيا دوزخ همدغه يوازېتوب دی.
 
 
زه او ته
 
مونږ بايد دلته داسې اورونه بل نکړو، چې کلي او ښارونه وسېزي او په لوګي يې د بصيرت سترګې ړندې شي، ځکه چې دا اور د حسد اور او د شيطان له کوره دي.
مونږ به خپلې ډيوې له هغه اوره لګوو چې په کوه طور کې يې ځان ښکاره کړی او د زړونو او داغونو خونې روښانه کوي.
د حضرت ابراهېم (ع) پېروان باېد پخپل عمل او يقين سور اور ځانته ګلزار کړي او پخپل لاس د عالم د سېزلو دپاره دوزخونه جوړنکړي.
هر چاچې پخپل زړه کې د حسد اور مړکړ د دوزخ اور يې نشي سېزلی او په سرو لمبو کې سلامت پاته کېږي.
هغه څوک چې له يوه جماعت او جمعيت نه په نفرت او عناد وزي هغه هر وخت په سره اور کې سوزي او تل په اورکې وي.
ته پدې پوه شه چې زما اوستا بېلتون لويه ګناه ده.
که دوه مين سره بېل شي پروا نشته، ځکه چې عشق او محبت يې نور هم زياتېږي او د وصال ارزو قوي کېږي، مګر د دوه وروڼو بېلتون او هغه بېلتون چې د بغض وحسد په سبب پيدا شي عالمونه تباه کوي او ملتونه بربادوي.
زما او ستا نزدې کېدل، يوکېدل، پخلاکېدل، ملګري کېدل، ډېر لوى اجر لري.
زه او ته د وصل دپاره يو، ځکه چې فصل او بېلول دشيطان کار دی.
زه او ته به سره نزدې کېږو او ژرژر به قدمونه اخلو چې دغه فاصله د لوی خداى په فضل او مرحمت له مېنځه واخستل شي.
زه او ته که هر څومره نزدې شو هماغومره خداى ته هم نزدې کېږو، ځکه چې ارومرو به په نفس و شيطان پښې ږدو او له نفسي او شخصي اغراضو به تېريېږو. زه او ته به ځانته نه ګورو د ملت مملکت خېر و سعادت ته به ګورو.
مونږ بايد ملي اجتماعي ګټې په نظر کې ونیسو او له لوړ افق څخه نظر وکړو. زه به د يو کېدو او نزدې کېدو دپاره خپل هرڅه له تا قربان کړم، مګر ته هر څه له ځانه مه قربانوه او عمومي مصلحت په نظرکې نيسه.
 
 

سترګې مه پټوئ!
 
ښه وګورئ! سترګې مه پټوئ! خداى ته ورتګ دی د قيامت ورځ راتلونکې ده. سترګې پټول، حق نه ويل، دحق په ځاى کې چوپ کښېناستل ډېره لویه او عظيمه ګناه ده.
وګورئ! او په ځيرځير وګورئ، که ستاسې سترګې خلاصې شوې که تاسې هرڅه ولېداى شوه،که ستاسې بينايي معلومه شوه ډېره لويه او ستره ګټه به وکړئ.
ستاسې ډېرې بدبختۍ په سترګو غړولو، ليدلو او کتلو ورکېږي.
تاسې د سترګو په حکمت ښه نه ياست پوه شوي او پوره کار مو له خپلو سترګو نه دی اخستی.
هغه کسان چې ګوري او ویني غله ورځنې څه نشي پټولى او غدۍ پرې نه لوېږي.
تاسې خپلې سترګې غړوئ او ګورئ،  مګر څه نه وينئ او څه نشي ليداى، تاسې به واياست چې مونږ شپه او ورځ پېژنو، تور او سپين بېلوو، د انسان او حيوان فرق کولى شو،که مونږ څه نه ليدلى هر ګوره د چا د موټرلاندې به شوي وو يا به په کندو او کپرو کې لوېدلي وو، په سم سرک به نه وو روان او بې لارې به تللو.
زه وايم چې اوس هم ډېر خلق بې لارې روان دي اوسمه لار يې پرې ايښې ده، ډېر خلق له ګړنګونو لويدلي دي، مګرځانته نه دي ملتفت. دغه شان ليدل او کتل چې مونږ کولی شو حيوانات يې هم کولى شي او د موټرو له مخې اوښان هم ځانونه په څنګوي، واښه او اوبه ويني، له پاڼو او کمرو ځان نه غورځوي او له حسې خطراتو نه ډډه کوي.
د انسان ليده او کاته بايد له حيوان نه ډېر فرق ولري. د بنيادم نظر بايد دومره سطحي او سرسري نه وي.
راځئ! چې مونږ او تاسې د خپل نظر امتحان ورکړو، چې مونږ څه ليدلی شوکه نه. مقصد مې دانه دى چې دا ولې شپې مياشت په مازديګر ياغرمه کې ګورو، يا به څوکروه لرې يو شى معلوموو، چې انسان دى که حيوان، نردى که ښځه؟ سپور دی که پلى؟زما مطلب بل شان امتحان دی او بل راز سترګې مې په کار دي.
هو! زه هغه سترګې غواړم چې غدر، خيانت، ريا، ټګي، ظلم او تلبيس، بلکې ابليس ورنه ډډه کوي او دغه شيان ليدلی شي.
زه وايم دغه خلق چې تاسې په لارو او کوڅو کې په بازارونو او مساجدو کې يا په دوايرو او وزارتو کې په کراتو او مراتو ليدلي او کتلي دي ايا تاسې دوى په رښتيا ليدلي او که اشتباه مو کړېده.
زه ګمان کوم چې ډېرو خلقو ډېرخلق نه دي ليدلي او ورسره اشنايان شويدي.
دغه سترګې چې له مونږ سره شته له کاره وتلي دي او څه نه وېني، دغه شان سترګې دهوا له مرغانو او دځمکې له ځناورو او حيواناتو سره هم شته.
هغه سترګې چې له رنګونو او اجسامونه پرته نورشيان لیدلی شي هغه زمونږ په کور او کلي کې له چاسره نشته او مونږ په رښتياڅه نه وینو. ما ته دا سودا په ټينګه پيدا شوې او زړه ته مې داخبره لوېدلې ده، چې مونږ څه نشو ليدلی که زه غلط شوی يم زما سودا وباسئ او ماپوه کړې.
ما خو دمخه وويل، چې زه له تاسې نه په رڼا ورځ د ستورو ليدل نه غواړم زه وايم دغه کسان، چې تاسې يې هره ورځ خبرې کوئ او ورسره مخامخ کېږئ يا په موټر او بګيوکې ستاله مخه تېرېږي تاسې يې پېژني چې دا څوک دي او څنګه خلق دي؟
هغه چې په ښوښو ماڼيو کې اوسي، په اعلیٰ موټرونو کې سپرېږي نفيس لباسونه اغوندي او ښه ښه خوراکونه خوري اياپه دوى کې خاينين، غداران ظالمان او منافقان نشته؟
دوی  ټول کاريګر لايق او صحيح اشخاص دي؟ دوى دغه جايدادونه او دا دومره ډېرې پيسې په مشروع ډول، په کار او لياقت پيدا کړېدي؟
دغه نور چې ډوډۍ نه مومي، د ناستې ځاى نلري په تن لغړ او په خېټه وږي دي په دوى کې د وطن صادق خدمتګاران، پاک نفسه زحمت کشه او لايق اشخاص بيخي نشته؟ دوى ټول څرمې بېکاره او غيرمستحق اشخاص دي؟
تاسې ښه وګورئ! او ډېرغور وکړئ که دلته خاينانو، غدارانو او ظالمانو په ظلمونو، رشوتونو اوخيانتونوعالي قصرونو، نفيس موټرونه پاخه جايدادونه او لوړ مقامونه پيدا کړي وي او ډېرخلق او صالح اشخاص چې لس، شل کاله يې د وطن خدمت په صداقت او پاک نفسي کړي وي هغه نن خوار وزار، بې کوره او بې اوره ګرزي او هېڅ نلري، نوتاسې يقين وکړئ چې مونږ ړانده يو او څه نه وينو که چېرې د ړندو بازار نه وای او خلقو ښه او بد لیدلی هېڅکله به دغسې نه کېدلی او نه به شوی.
که زمونږ په سترګو پردې نه واى د رشوت خورو په کور کې به دا ښايسته پردې نه ځړيدلې او د قصور خاوندان به په قصرونو او ماڼيو کې نه اوسېدل.


د زمانې تعبير
 
که تاسې هېر زړي نه ياست او سترګې نه پټوئ، نو په دغو لږو کلونو کې په عالم کې ډېر لوى تغير پېښ شوی او زمانه بېخي بل راز شويده،  مګر دا تغير محسوس نه دی معقول دی او د عقل خاوندان پرې ډېر ښه پوهېدلی شي.
د انسان وجود که څه هم په هماغه پخواني حال دی، هماغه دوه سترګې، دوه غوږونه او دوه پښې لري، مګر هغه څه چې نن ليدلى شي پخوا يې نشو ليدلی، هغه څه چې نن يې اوري پخوا يې نشو اورېدلی، تر هغه ځايه چې نن رسېږي پخوا نشو رسېدلی، په هغه شي چې نن پوهېږي پخوانه پوهېده، هغه څه چې نن ويلی شي پخوا يې نشو ويلي.
څوکاله پخوا زمونږ نوکرانو او مزدورانو زمونږ له جلب لاندې منډې وهلې، مګر نن راسره په موټر کې يو ځاى سپاره دي او هغومره فرق نلرو.
يو وخت و، چې مابه هغه څوک ښه ګاڼه چې چاته به يې زيان او ضرر نه رسېده، مګر څه موده وروسته په دغومره ښه توب نه قانع کېدم او له ښوخلقو نه مې ښه ښه ارزوګانې هم غوښتلي، مابه ويل ښه سړی هماغه دی، چې په زړه کې يې د وطن او ملت دپاره ښي ارزوګانې او ښه نيتونه موجود وي، مګر نن پدې هم نه يم قانع او هغه څوک ښه بولم چې ښه ښه کارونه کوي او د ايثار او فدا کارۍ په ميدان کې داخل وي.
دا يوازې زماحال نه دی نورهم ډېرملګري شته چې بې عمله ايمان کافي نه ګڼي او تشو ارزوګانو ته په څه قيمت نه دي قايل.
که څوک نن له مونږ نه ستاينه او محبوبيت غواړي او ارزو لري، چې مونږ ورته ښه ووايو او ښه يې وګڼو هغه دې پدې باندې پوه شي، چې تش لستوڼي او بې لاسه لستوڼي مونږ نه خوښوو، بلکې کار او عمل ته ګورو او د هر چا جدوجهد، قرباني او فداکاري په نظرکې نيسو. مونږ اوس له پخوانه هوښيارشوي يو او سادګان نه يو. مونږ خلق پېژنو او په زړونو کې ډېرښه پوهېږو.
مونږ رښتيا ويلى شو. زمونږ په زړونو کې بې د خداى له وېرې بله وېره نشته،مونږ حقايق څرګندوو او حق وايو، مګر د دې  کار دپاره په يو ه ترتيب قايل يو او هغومره څه وايو چې خلق پرې پوه کولى شو.
مونږ د ځان او د بل د پوهولو او ويښولو ټېنګه اراده لرو او داکار هېڅکله نه پرېږدو.
مونږ غواړو چې اعمالو او افکارو نه د لوى خداى په توفيق خيري او ناولتيا ګانې ورکې کړو او دضرورت په وخت کې ډېرې ناپاکه جامې په تېږو وټکوو او په څوباړو يې ووهو.
مونږ ځينې لوړ کسان وينو چې اخلاق يې ډېر ټيټ دي، په بدو او ناوړه اعمالو نه شرمېږي، د فسق په شهرت پروانلري، خیانت ورته بد نه معلومېږي، په پردې ناموس ډېر زړور ورځي، په رشوتونو قصرونه او ماڼۍ ابادوي او په ډېرو هسکو ځايونو کې ناست دي.
مونږ غواړو چې دوى خپل ځانونه اصلاح کړي او په رښتيا توبې وباسي، خپل خداى ته رجوع وکړي او په نيکو اعمالو خپل نفسيات ووينځې او پخواني عادتونه پرېږدي.
د دې  زمانې همدغه تقاضا ده او د زمانې تغير له دوى څخه دغه نفسي تغير غواړي.که دوى غواړي چې زمانه يې رسوا نکړي او څوک يې سترګو ته خلي ور نه وړي بايد خپل ځانونه اصلاح کړي او پوه شي چې زمانه بل راز شوه او بل راز خلق غواړي.


برابر نه دي
 
صحرا ته ولاړم هېڅ کاڼی له بل سره برابرنه و، غرونو ته وختلم ځينې جګ او ځينې ټيټ و، په باغونو وګرزېدم دټولو بوټو وده او لوړتيا يوراز نه وه، د درياب کبان مې وليدل يو له بله په تول کې برابر نه ختل، د هوا مرغان هم ځينې غټ او ځينې واړه وو، ښارونه مې وکتل د ځينو کورو ديوالونه و او د ځينو نه و، کورونونه ننوتم، ځينې غولي لوی، ځينې واړه و، په دوايرو کې وګرزېدم ټول مېزونه او ټولې چوکۍ يو شان نه وې، کتابخانې مې وکتلې د درستوکتابو قطع او حجم برابرنه و، هېوادونه مې وليدل ځينې تاوده و، ځينې ساړه، انسانان مې وکتل څوک جوړ و او څوک ناجوړه، څوک ړانده و او څوک بينا.
د لوى خداى کتاب مې بېرته کړ داخبرې مې پکې وليدې.
ايا پوه او ناپوه برابر دي؟ د ړانده او بينا ترمېنځ څه فرق نشته؟  د د وزخ او جنت خاوندان څه توپېر نلري؟ نور او ظلمت يو راز دی؟ پدې پوښتنو راويښ شوم او په عالم کې مې بيا سترګې وغړولي. هغه فرقونه چې په نورو انواعواو اجناسو کې و، په انسانانو کې يو په سله زيات معلومېده.
هغه ښاپېريان او ديوان چې خلقو له کوه قاف نه هغه خوا لټول ماپه دوى کې وليدل د پرښتو او لعينانو په معنىٰ پوه شوم، قصابان او شپانه مې وپېژندل. د عدل او ظلم، علم او جهل، خير اوشر، سعادت او شقاوت فرقونه راته واضح شوه.
پدې ښه وپوهېدم چې:
جو دانې قدر يو لعل پکې مونده شي
نور جهان واړه د تورو کاڼو غر دى
ماته دامعلومه شوه چې د ډېرو لويو ملتو او لويو ټولنو قدر او قيمت په يو څو تنو پورې تړلې وي، چې که هغه ورځني ليرې شي هېڅ ورته نه پاته کېږي او د متمدنو اقوامو فرق له وحشيانو نه په يو څوتنو باندې کېږي، لکه چې د انسان په جسم کې مخ سترګې، پوزه چې په وجود کې ډېره محدوده او لږه حصه ده يو انسان له بل ځنې بېلوي دغسې ملتونه او ټولنې هم ديو څو محدودو اشخاصو په وجود امتياز پيدا کوي او بېلېږي.
په هرمملکت کې يو څوتنه محدود اشخاص وي، چې د هغه مملکت سترګې او پوزه ګڼل کېږي او د يوه هېواد نوم او نشان لوړوي.
لکه چې يو انسان پخپل ټول وجود کې دوه سترګې لري چې د هغو په بينايي او بصيرت يوې خوا او بلې خوا ته حرکت کوي او د ملت سترګې ګڼل کېږي.
د همدې لامله ښه اوبد د دوى په سترګو ليدل کېږي، د فکرکولو او خيرو شرسنجولو اميد دوى ته کېږي، د هېواد ترقي او لوړتيا د دوى د سعې او عمل محصول باله شي او هرڅه په دوى پورې مربوط او موقوف وي. کله چې په توره شپه کې يو ټولګى خلق چېرته روان وي، نو ډيوه يا چراغ له يوه يادوه تنو سره وي او نور ټول د هغوى په رڼا کې روان وي لاره ګوري،که دغه د رڼا خاوندان له دوى نه بېل شي ټول په تورتم کې پاته کېږي او بيا څوک کندې کپرې نشي لېداى. د عقل او فکر رڼا هم له محدودو اشخاصو سره وي، مګر فايده يې عامه وي او هر چاته لاره نښي.
يو ملت بايد د رڼا د خاوندانو قدر وکړي او پدې پوه شي چې بې له دوى نه په ټولو تورتم او تياره راځي او لاره ورکېږي.
هغه مشعل چې مونږ ته دلارې ټيټ وپاس راښي او زمونږ مخه رڼا کوي د دوى په لاس کې دي او دوى پيداکړي،که دوى نه و رڼا نشته او په هر قدم کې د لويدلو او پريوتلو خطرات موجود دی.
 

د اسلام دردمنو!
 
عابده! هغه څه چې ته يې په ډېرو وظاېفو او نوافلو کې لټوئ د خداى  د مخلوق په خدمت کې ډېر ښه موندل کېږي.
زاهده! څه شى چې ته يې د ځان په وږې کولو او نفلي روژو نيولو کې غواړې د مساکينو او فقېرانو په مړولو هم لاس ته درځي.
عارفه! چوپ کښېناستل او دخداى په فکر او ذکرمشغولېدل عبادت دی، مګر زورورو ته حق ويل او حق بيانول ډېر لوی او ستر عبادت دى. مسلمانه! دقران تلاوت ثواب لري، مګر په قران باندې عمل کول فرض دى. اى د تقویٰ او رياضت خاونانو! تاسې له خپلو کوټنيو سرونه را وباسئ له دې سپينو څادرونو مخونه راښکاره کړئ او په علم کې سترګې وغړوئ، چې د خداى د مخلوق څه حال دى؟
تاسې انصاف وکړِِئ، چې تسبيح اړول ډېر ثواب لري که په سرو غرمو کې يوې کول او يومسکين مړول؟ په جاى نماز باندې قرار کښيناستل ښه دي؟ که دخداى په لاره کې ستړي کېدل؟
رښتيا وواياست چې دبل په خيرات روژه ماتول ډېر ثواب لري که خپل مال له مسکين او فقير سره خوړل؟
ماپوه کړئ! چې پاک خداى د خيرات او شکرانو په اخستلو ډېر خوشحالېږي؟ که په ورکولويې؟
راشئ؟ د خداى رضا او د اخرت ثوابونو په ګرانو او سختو کارونو کې او دمخلوق په خدمت کې ولټوئ! يو مظلوم دظالم له منګولو خلاص کړئ، د يوې کونډې په سر پوړنی واچوئ، د يوه يتيم اوښکې پاکې کړئ!
يوه پوروړي ته پور ورکړئ، ديوه رنځور دارو او درمل وکړئ. دغه خواران او غريبان چې دپاک خداى صادق او ساده بندګان دي خپل خدمت ته مه رابولئ او مه يې مريدان کوي، بلکې تاسې د دوى مريدان شئ او خدمت يې وکړئ، د خداى رضا او د خداى جنت په دغه ډول حاصلولى شئ او د دنيا ګټه په هغه بل صورت لاس ته نه درځي او درغلي ده.
 

د سبا فکر
 
هغه څه چې د ريا او تذوير په پردو کې پټ و اوس څرګندېږي. تراوسه پورې شپه وه، تورتم و، تياره وه، هېچاهېڅ نه ليدل هرڅه د تورې شپې له تورې پردې لاندې پټ و.
ما ته نه ليدې، تا زه نشوم ليداى، زما په سترګو او ستاپه مخ پردې برتې وې ما ته نه پېژندلى او تا هم خپل ځان نشو پېژندلى، نن د حقايقو له مخې پوړنی پورته کېږي او ښه و بد ځان ښکاره کوي، ته پدې پوه شه! چې پس له دېنه څوک خپل معايب نشي پتولى. که څوک هر څومره کوښښ وکړي چې خپل نواقص پټ کړي او ښايسته رنګونه ورپورې ومښي کاميابېدلی نشي او خواري يې څه ځاى نه نيسي.
که څوک هوښياروي هغه بايد د ځان اصلاح ته اساساً متوجه شي او ځان ونه غولوي، هغه ودانۍ چې نن سبا نړېږي په اخېړونو نه ټينګېږي او رنګ وروغن يې بيفايدې معلومېږي.
مونږ بايد دخپل راتلو نکي ژوند دپاره پاخه ديوالونه جګ کړو او پوخ تعمير بنا کړو، له هغه کوره بايد ووزو چې نن سبا لوېږي او رنګېږي، سړى بايد داسې کور جوړ کړي چې د زامنو او لمسيانو شپې يې پکې هم تېرې شي او ودانۍ يې پخه وي.
مطلب دانه دى چې ټول به له کاڼو او ګټو جوړ شوی وي او د خټو په ځاى به پکې سمټ لګېدلي وي، ځکه چې دغه راز کورونه خواران او غريبان نشي جوړولى. زما مقصد بل راز کور دى. داسې کور چې يوه خښته به يې هم د ظلم او خيانت په پيسونه وي جوړه شوې او په ودانولو کې يې مظلومان نه وي ازار شوي.
هو! ښه کور هماغه دى چې همسايه ته يې ضررنه وي رسېدلى او هېڅکله يې دبام واورې د بل په بام نه وي لوېدلى، لوى لوى ګناهونه پکې نه وي شوي. د فساد او ضرر فکرونه پکې نه وي موجود.
ښه کور دانه دى چې ښايسته او رنګېنې پردې پکې زوړندې وي او ښه ښه خوراکونه پکې وخوړل شي يا ډېر نفيس سامان او ولوازم ولري.
دا شيان وي او که نه وي، مګر پخپل حق قناعت، رحم او عاطفه، عفت او فضيلت چې په کوم کور کې وي هغه ښه کور دی او هېڅکله نه ورانېږي کوم کور چې اهل او صالح اولاد لري او ماران و لړمان پکې نه وي قصر وي که جونګړه هغه کور ښه کور دی او سعادت په همدغسې کورونو کې دی. دغه راز کور خواران او غريبان هم جوړولی شي، مګر يو غيرصالح انسان هېڅکله نشي پيدا کولی.
هرڅوک چې ځانته په دنيا کې کور جوړوي بايد دحميد دابيت واوري:
که دې نکړ په نېکيو ننګ ونام لوړ
په دوه چومه دې د خټو مشه بام لوړ


پخوانۍ ډيوې
 
کله چې سړى يوازې شي او څوک نه وي نوله خيال او تصور سره يې زيات سرو کارشي او راز راز فکرونه کوي.
څوک چې له دغې فکري مراقبې سره اشناوي هغه پوهېږي چې انسان  په دغسې وخت کې هر څه په بل راز ويني او دجهان هره ذره ورته دسکندر آئينه شي.
په همدغسې مواقعوکې سړى په پچه خېژي او کشمېر ویني او د مرغانو په هګيوکې راز راز نغمې اوري. زه هم په کوټه کې يوازې ناست وم او فکرو يوړم، مخامخ يو منقش رف ښکارېده چې هرهر څه پکې ايښى و او زما دخيالاتو له تلون سره يې ډېره مرسته کوله، دغه راز رفونه سړی د دې وخت په وداني کې نه ويني او د پخوا وخت تعمېري وضعيت سړي ته ښيي. دا کور که څه هم زوړ او د پخواني وخت تعميري وضعيت سړي ته ښيي. دا کور که څه هم زوړ او پخوانی دی، مګر د برق مزي ورته راننوتلي دي او سامان يې هم نوی شويدی. دلته پخواني او اوسني نوي او زاړه شيان يو ځاى شوي او عجيب منظرلري.
د تجدد او نوي عصر اثار او استازي دې کاله ته راغلي دي، مګر د کور ساختمان يې لانه دی بدل کړی.
په کور کې که څه هم برق لګېږي، مګر پاس په رف باندې د تورو تېلو مسينه ډيوه ايښې ده چې مخصوص نقش ونګار لري او دوه درې طبقې يې تشکيل کړي دي.
په څنګ کې يې يو بل ډول چراغ هم شته چې د شمع بلولو دپاره جوړ شوي او اوس په لږو کورونو کې پيدا کېږي. هغه خوار ورځنې د خاورينو تېلو لاټين ايښی او سړى پوهېږي، چې دغو چراغو هر يوه پخپل وخت کې دا کور رڼا کړی او دې خلقو يې  رڼا کې ډېرې شپې تېرې کړي دي، مګر اوس د ټولو دوره تېره شوې ده او د شپې په کوټه کې برق لګېږي.
زمانه وخت په وخت نوي شيان له ځان سره راوړي، مګر زاړه هم څوک هيسته نه غورځوي او په جګو ځايونو کې ځاى ورکوي. دا عادت بد عادت نه دى بايد په هر کور او هر هېواد کې همدغه عادت جاري وي او څوک د چا زاړه خدمتونه هېر نکړي، مګر کارونه بايد وخت په وخت له نورو شيانو نه واخستل شي او په کورونو کې نوې رڼاګانې پيداشي.
زمانه ښايي چې زاړه شيان له کاره وغورځوي او نوي هم زاړه کاندې چې د غورځولو شي، مګر انسانان يې د زمانې په تاخچو او رفونو، د تاريخ په پاڼو کې ساتي او په اوچتو ځايونو کې يې ږدي.
هغه چاچې لومړى ځل د تېلو خاورينه ډيوه بله کړې د برق له مخترع نه يې پوهان په کمه سترګه نه ګوري او قدر يې کوي.
انسان او جهان په هروخت او هر حال کې يوې رڼا ته محتاج دی او دا رڼا وخت په وخت خپل شان او صورت بدلوي او په ظروفو کې يې تغير راځي د همدغه بدلون او تغير په اثر انسان د علم، د معرفت په لوړوالي او دپوهې په زياتولو او تجلي کې زيار کاږي.
هغه چا چې د خاورو ډيوه جوړه کړې او هغه چې د مسو ډيوه سازه کړې ده يا يې دښيښې په فانوس کې کومه شمع لګولې ده د برق او برېښنا تر مخترع پورې هر يوه کوښښ کړې، چې د رڼا دپاره يوه وسيله پيداکړي او بشپړه تياره خونه رڼا کړي، دوى هريو نور او رڼا پالونکي او روزونکي دي چې دبصيرت خاوندان ورته په ډېرقدر او احترام ګوري.
هغه رڼا چې د خاورو له تېلو پيداکېږي، هغه نور چې له لمر او سپوږمۍ څخه راځي هغه برق چې د اوبو له جريانه حاصلېږي بې د ظرف او محل له تبديله څه ډېرفرق نلري.
که څوک په دغو ظاهري صورتونو نه غولېږي دغو نوو احاديثو قالبونو او ظروفو ته نه ګوري، د شړشمو او پنبې په بوټو، د غوزانو او زيتون په ونو کې يوه رڼا او يوراز تېل موجود دي چې په هرراز ډيوه کې بېل کېفيت پيدا کوي.
هغه نور چې کليم په کوه طور کې ليده د زيتون په هره ونه کې شته، مګر محرمانه سترګې غواړي.که دانسان تعقل قوي شي او د حواسو له کړکيو راننوتلې ده او بې له دېنه په ده باندې توره شپه ده په هرشي کې به  يو نور ګوري او د وجود په نړۍ کې به دا تور او سپين نه وي.
اوس مونږ دحواسو له تاثيرلاندې راغلي يو چې په تېلو غوړ لاسونه په پنبه او پندانه وچوو او د سترګو کتل يا لامسه قوه مونږ ته حقيقت بل راز کوي او ظرف راته مختلف انواع او اجناس په مخکې دروي.
که دغه راز راز لوښي او منګي چې په هر کورکې په بېل بېل صورت وينو زمونږ د نظرمانع نشي، نو په هر کور کې د يوې ويالې او چېني اوبه دي او د ټولو مشرب يو دى،که مونږ د سيند او ويالې کوهي او کارېز، واورې او باران په شکلونو، صورتونو او نومونو ونه غولېږو پوهېږو چې همدغه يو شى په څو نومونو يادوو او زمونږ حواسو راته واوره او باران دوه شيه کړيدي. په حقيقت کې همدغه يو حلاوت دی، چې په خټکي، هندوانه، توت،انګور، ناک، مڼه، شفتالو او نورو کې يې حلول کړي او په هر محل کې يې بېل صورت بېل رنګ بېل خوند بېل نوم پيدا کړی دی.
دغه لوى او واړه خمونه چې د بېلوبېلو ميوو او دانو شربتونه او عرقونه پکې پراته دي ټول يو راز کيف لري او دکجوري او اربشو په مېنځکې څه ډېر فرق نشته.
په دغسې کتنه چې سړی له صورتونو هغه خوا وګوري پوهېږي چې کورت او شړومبې له يوې غړکې راوتلي دي او مايعات و جمادات زمونږ احساس او شعور بېل کړی.
هغه وخت چې زمونږ تماس له مادياتو نه قطع شي او مجرد شو ښايي، چې د نن ورځې علم او معرفت بل راز شي او دغه رڼا بل  شانې ووينو، د نن ورځې تنویري وسايل به لکه د دې  کوټې بې کاره ډيوې له کاره ولوېږي او علم و پوهه به په نورو قالبونو کې ځان ښکاره کړي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery