مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ادبي بحثونه

ادب
 
د ادب د کلمې اصل:
اصل يې(هذب) دى د بې عيبه په معنىٰ.
د هذب کلمه په اصل کې د هغې ونې دپاره استعماليدله چې ځينې څانګې او ځينې ښاخونه به يې قطع شوه او صافه به شوه. وروسته دا کلمه له محسوساتو نه معنوياتوته رانقل شوه او هغه چاته هم وويل شوه، چې عيبونه به يې ورک شوه، يعنې مهذب به شو.
اهل لغت ټول په دې باندې متفق دي، چې د مهذب کلمه ديوه کامل انسان دپاره د ونې له تهذيبه رانقل شوې ده، ځکه چې معنوي او عقلي امور له حسي اشياو څخه ماخوذ دي لکه د عقل کلمه چې د اوښ له جلب او عقل څخه ماخوذه ده.
نو د هذب دکلمې (ذ) په (د) بدل شو او دغه ابدال په عربي کې ډېرمثالونه لري لکه: هذم، هدم، جدم، د قطع په معنىٰ (ه) په (همزه) بدله شو ه او دا ابدال هم په عربي کې متعارف دی لکه: اهل، آل، ماده او داسې نور....
نو هذب هدب شو او هدب په ادب بدل شو.
ځینې وايي چې په يوناني ژبه کې اديب هغه چاته ويل کېده، چې د عادت په معنىٰ دى او د حال وشان په معنىٰ هم ذکر شوی دی لکه:(کداب ال فرعون) مګر دغه راز اشتقاق په عربي کې ډېر نظاير نه لري.
 
د ادب د کلمې تاريخ
 
ځينې وايي چې دا کلمه د جاهليت په زمانه او د اسلام په ابتدا کې نه وه، ځکه چې نه دهغه وخت په ادبي اثارو کې راغلې ده او نه په قران کې شته، بلکې لومړى ځل دا کلمه په دې نبوي حديث (ادبني ربي فاحسن تاديبي) کې ذکر شوې ده(داحديث محدثينو په دغو الفاظو نه دی ظبط کړې) ځينې نور وايي: چې دا کلمه د جاهليت په زمانه کې هم وه او دا چې د هغه وخت په اشعارو او قران کريم کې نشته د دې  دليل نشي کېداى، چې دا کلمه په اشعارو او قران کريم کې نشته د دې  دليل نشي کيداى چې دا کلمه په هغه وخت کې هډو موجوده نه وه.
دوى دخپلې مدعا د ثبوت دپاره دا دليل راوړي کوم وخت چې دا کلمه په حديث او د اصحابو يا د تابعينو په اقوالو کې راغله او هېچايې د معنىٰ او مفهوم پوښتنه ونکړه، معلومه ده چې پخواهم وه او ارتجالانه ويل شوې. وايي چې دا کلمه د حضرت علي (رض ) په اقوالوکې هم ډېره راغلې ده او د جاهليت په وخت کې هم (اکثم) بن صيفي د بني تميمو مشهور خطيب ذکر کړې ده.


 
د ادب تعريف
 
لغوي معنىٰ خو يې تهذيب دی او څه شی چې له چا سره ياله کوم شي سره لايق او مناسب وي هم ادب ورته ويل کېږي لکه: د مجلس اداب د معاشرت اداب او داسې نور....
اصطلاحاً ادب هغه پوهه ده چې انسان پخپله وينا او بيان کې له خطا او غلطۍ څخه ساتي، ځکه ادبي علوم هماغه علوم بلل کېږي چې د وینا ښه والی او بدوالی، غلط او صحيح، خوږوالی او پيکه توب ښيي او په تعريف کې ويل شوي دي چې ادب د ښو الفاظو په وسيله د خپلو احساساتو او ادراکاتو يا د زړه د خبرو ښکاره کول او د اوريدونکو په ذهن کې يې کښيښول دي، يعنې ادب يوازې د افکارو او روحي حالاتو اظهار نه دی، بلکې له يوه ذهنه بل ذهن ته انتقال او ابلاغ هم پکې ملحوظ دی. دا انتقال که په ښه ډول او مهارت سره وي چې هم په کې ښه کلمات انتخاب شوي وي او هم د کلماتو د ښه ترکيب او ښه استعمال په لحاظ  د فصاحت او باغت مراعات شوی وي ادب ورته ويل کېږي او که داسې نه وي، نو عادي خبرې دي.
 
 


د ادب تقسيم
 
ادب د خپل جوهري او ذاتي تقسيم په لحاظ دوه ډوله دی.
ادب محض، ادب مخلوط:
ادب محض هغه دی چې بې د بيان له لطف او خوږوالي څخه او بې د بديع احساس له تحريک بل مقصد او بله غايه پکې نه وي، لکه ځينې عشقي غزلې چې د رحمان بابا يا د حميد او خوشحال او نورو شاعرانو په ديوانو کې ګورو يا ځينې منثور اشعار چې د طبيعې مناظرو يا د احساساتو او عواطفو تمثيل پکې وي.
مخلوط ادب دېته وايي چې يو اديب کوم تاريخي، علمي، اجتماعي مطلب په ادبي پيرايه کې راوړي او ادبي رنګ ورکړي، نو دلته ادب واسطه ده او په لومړي صورت کې غايه ده.
د لومړي قسم ادب په لحاظ د ادب موضوع شاعرانه احساسات او عواطف، روحي کيفيتونه، حسن او جمال، د طبيعت ښکلي مظاهر او مناظر، نفسي اغېزې، قلبې تمايلات ګڼل کېږي، مګر دوهم قسم ادب هر څه په غېږ کې نيسې او کېدى شي چې سړى ساينس او تخنيکي يا رياضي مسايلو ته هم ادبي رنګ ورکړي او ادب په هر څه کې ګډکاندي.


شعر
 
څوک وايي هغه موزون کلام دى چې د انسان  په احساساتو او عواطفو کې تحريک پيدا کوي ځينې نور وايي هر کلام چې دغه کار کولى شي وزن او قافيه ولري او که نه هغه شعر دی.
څوک بيا وايي: نه هر څه چې په زړه اثر کوي او په انسان کې تعجب يا جوش او جذبه پيدا کوي هغه شعر دى، نو د دوى په نظرکې جهان ټول شعر دی چې سړی يې د اسمان په ستورو او شفق کې د ډکو او مستو سيندونو په څپو، د ګلونو چمنونو په رنګ او طراوت کې، د غرو په لوړو څوکو، د ابشارونو په مستۍ، د بلبلو په شور د ښکلو په ښايسته سترګو كې ګوري، نه يوازې دا د مهجورو او ارزومندو په اوسيليو، د دردمنوپه اه وفرياد د مظلومانو په ژړا کې هم شعري کيفيت موجود دى.
له دغسې مختلفو تعريفونو څخه معلومېږي چې يو داسې کلام چې په زړه او احساساتو تاثير کوي او په کلاسيکي تعبير (بديعي احساسات په شور راولي) هغه ارومرو شعر دی، نو که ځينې نور شيان هم شعر وي وي به، مګر هغه شعر چې خلق پرې يو شاعر ستايي هغه همدغه شی دی او په الفاظو کې ځاى لري. د دې  شعر د عناصرو او اصلي اجزاو په باب کې ډېرې خبرې شويدي چاپه شعرکې وزن ډېر مهم جز بللی دی او چا ادبي صنعتونو ته په ډېر اعتنا کتلي دي،پخوا به خلکو دغه شعري صنايع چې ځينې لفظي او ځينې معنوي دي د شعر په ماهيت او حقيقت کې داخل ګڼل، مګر اوس يې د شعر لباس او زيور بولي، همدغه سبب دی چې د پخوا وخت ادبي مبصرينو او منقدينو دغو صنعتو ته په اصلي نظر کتل او د شعر قيمت يې په همدغه معيار سنجاوه. د دوى په نظرکې به ښه شعر هماغه ؤ، چې کوم معنوي صنعت پکې ولکه: صنعت طباق صنعت مقابله، مراعات النظير، صنعت مشاکله، صنعت مزاوجه صنعت طباق، صنعت عکس، صنعت جمع او تفريق، جمع او تقسيم، جمع او تفريق وتقسيم، حسن تعليل، استتباع، اطراد، تعجب او داسې نور...
يا به پکې له لفظي صنايعوکار اخستل شوی و، لکه: تجنيس، قلب اشتقاق، ردالعجز علي الصدر، ذوالقافيتين، متلون او داسې نور...
مګر اوس څوک په دغه راز جامو او کالو نه غولېږي او د شعر ناوې پخپله ګوري. په دې کې څه شک نشته چې  يو ښه لباس په هر وخت کې هر چا ته ضرور دي او بې لباسه شيان ښه نه ښکاره کېږي، مګر لباس په هر وخت کې تغير کوي او د زيب وزينت سامان وخت په وخت بل راز کېږي کله خلک اوږدې جامې اغوندې کله لنډې، يو وخت بخۍ او چکنونه رواج وي بل وخت ساده لباس ښه ګڼل کېږي،کله به کالو کې ډېر افراط کېږي او کله بيا هغه پايزيبونه او د سرو نتکۍ له رواجه ولوېږي، شعر هم په دې وخت کې خپل لباس او زيور له پخوانه بل راز کړيدی او هغه ټول پخواني کالي نه اغوندي که څوک يې په ډېر زور او تکلف ور واغوندي، نو خلک يې نه خوښوي بلکې عيب يې ګڼي.
دغه اوسنۍ نظريه چې د شعر به باب کې پيدا شوې او شعر غير له دغو ادبي صنايعو څخه يو بل معنوي شي بولي د پښتو په اشعارو کې يې له پخوانه تطبيق وينو او زمونږ د دې  وخت ځينو ښاغلو ادبيانو چې د دغه صنعتو دپاره په ډېر تکليف يو يو بيت چېرته په دېوانونو کې د مثال او نمونې په ډول پيدا کړی دا هماغه صنعتونه دي چې په غير قصدې او ازادي ډول په پښتو اشعارو کې پيدا شوی او څه ډېر زيات کوښښ ورپسې نه دی شوی، يعنې پښتنو شاعرانو د خپل زړه، خپلو احساساتو او عواطفو ترجماني کوله او خپلې سندرې به يې ويلې، نوکه به ځينې صنعتونه هم په کې راغله راتله به، مګر دوى اصلي شى نه ګاڼه او همدغه شي ته يې شعر نه ويلې، بلکې د زيور او لباس په نظر يې ورته کتل.
د دې  دپاره چې دا خبره په خوشبېنۍ او محض تعبيراتو حمل نشي شعر به دځينو پښتنو شاعرانو په نظرکې وښيو، چې دوى شعرته په کومه سترګه کتلي دي او د شعر ماهيت دوى ته څنګه جلوه کړې ده؟
 
شعر د خوشحال خان په نظر کې:
 
لکه غشي لره بويه تېر انداز
هسې شعر لره بويه سحر ساز
همېشه د زړه په لاس تله د وزن
زيات و کم له وزنه يو تورې غماز
په تور اس د حقيقت ناوې سپره کا
په سپين مخ پلو نيولی د مجاز
سل جلوې سل کرشمې سل مکيزونه
په نظر کې يې ښکاره د سترګو ناز
د صنعت زيور په څو رنګه ورپورې
د تشبيه چندڼ چووه باندې طراز
د مضمون د نزاکت غمزه ورڅخه
سر تر پايه درست صورت سره يو راز
که په نظم کې کارګه او ټپوس راوړي
هم د زړونو په ښکار ګرځي لکه باز
چې يوه وينا يې وکړه هوښيار هغه
عاقلان به ويل کاندي په ايجاز
                                                     ***
 
خوشحال په دې بيتو کې کمال کوي چې خپل اغاز په غشي او تېراندازۍ کوي، ځکه چې د شعر غشی هم په زړونو لګېږي او همدغه يې هدف دى، سحر ويل ورته که څه هم نوی تعبير نه دی، مګر منلې او مسلمه خبره ده، دا چې له وزنه يو زيات ياکم توری غماز بولي ډېره ښه خبره ده او له غمازنه ورته بله ښه کلمه نشو پيدا کولى، که ووايو چې د غماز کلمه به هيچا دغسې په ځاى نه وي استعمال کړې څه غلطه خبره به نه وي، د خوشحال له دغه شعر څخه معلومېږي، چې دى بې وزنه کلام ته شعر نه وايي، په دريم بيت کې، چې د حقيقت ناوې په تور اس سپروي او په سپين مخ بې د مجاز پلو نيسي څومره ښه تعبير دى، ځکه چې حقيقت و مجاز علاوه په دغه مفهوم، چې د بلاغت په فن کې يې لري او د يوې کلمې استعمال په موضوع له معنىٰ کې حقيقت بولي او په نورو ځايو کې يې مجاز ګڼي. د تصوف او عرفان په لحاظ بله معنىٰ لري او نور کوايف پکې لېده شي. په هر صورت مونږ ويلى شو، چې خوشحال بې حقيقته کلام ته شعر نه وايي او بې د حقيقت له سپين مخه د مجاز ښايسته پلو او رنګين پوړنی هم څه اصلي غايه نه بولي.
د خوشحال په نظر کې شعر يوه حقيقي ناوې ده، چې هم سپين مخ لري هم مجازي پلو، چې له سلو جلوو، سلو کرشمو مکيزونو سره يې په سترګو کې هم نازشته او د صنعت څورنګه زيور ورپورې دی.
وګورئ! چې خوشحال صنعت ته د زيور په سترګه ګوري او اصلي معشوقه يې نه ګڼي د مضمون د نزاکت غمزه هم بې له صنعته يو بل شى ګڼي، د مضمون د نزاکت غمزه هم بې له صنعته يو بل شی ګڼي او سر ترپايه د شعر په صورت کې تناسب او يوراز والی غواړي بيا نو وايي، چې په دغسې نظم کې که کارګه او ټپوس راوړل شي هم داسې باز ورځنې جوړشي، چې د زړونو ښکار کوي.
هو! د شعر له زړونو سره کار دى او د همدغه ښکار دپاره پيدا شوى دى. په دې بيت کې علاوه په دې لطف چې له کارغه او ټپوس نه زړه وړونکي باز جوړوي دا لطف هم شته چې د زړه د ښکار په يادولو سړي ته د خپلې اولې مسرۍ تېر اندازي او غشي هم يادوي، په وروستي بيت کې چې ايجاز يوه شاعرانه او ادبي هوښياري بولي ښايي، چې د خپل دغه شعر ايجاز او زياتو دلالتونو ته به هم اشاره کوي، چې څومره ښه مطالب يې پکې ځاى کړي  دي او په يو څوبيتوکې يې دومره څه ويلي دي چې يوه لويه مقاله يا يوه رساله ورځنې جوړيدى شي.
شعر د حميد په نظر کې:
شعر نه دى دا خوناب د زخمي زړه دى
يا دستي وتلی دم له خولې د مړه دى
يا نغمه  د نيم بسمل مرغه د خولې ده
يا مجنون ته معما ښکلې ليلىٰ ده
يا له ښاره د حيرت وتلی فوج دى


 
 
دلته که څه هم حميد په ظاهره کې وايي، چې شعر نه دى، مګر مطلب يې دا دى چې همدغه شى شعر دى او په دې درې بيتو کې دی خپله نظريه د شعر په باب کې پوره ښکاره کوي که څوک دا بيتونه په دقت وګوري هغه پوهېږي، چې حميد شعر ته څه وايي او شعر د ده په نظريه کې څنګه ښکاره شوی دی؟ (د دې  بيتو په مورد به خاص وي، مګر حکم يې عام دى ) دى وايي شعر يا د زخمي زړه خوناب دى يا هغه وروستی دم دی، چې له صورت او کالبوت څخه په ډېر حسرت وتلی وي او ډېرې ارزوګانې پرې ايښي وي يا د عشق د نيم بسمل مرغه يا مجنون د ليلې معماده يا د وينو د جوش موج يا يو عالم حيرت دى، چې دې ورته فوج وايي او حيرت له ښاره يې راوتلی ګڼي.
د حميد زيات مهارت په دې کې دی، چې د شعر په تعريف کې يو عالم تردد ښکاره کوي او سړی پوهوي چې شعر پېژندل څه اسانه کارنه دی. دا اسانه خبره ده چې سړی ووايي: شعر د انسان بديعي احساسات خوځوي، مګر که پوښتنه وشي چې څنګه او په څه راز او شعر دومره اغيزه له کومه کړه؟ نو خبره ډېره ګرانيږي او د حميد غوندې يو موشګاف بويه چې دا ځواب ووايي او د شعر په معرفي کې د شعر د تاثير علت او سبب هم بيان کړي.
د حمېد دغه تعريف چې د شعر دپاره شاعرانه تعريف دی مونږ دې ته ملتفت کوي، چې شعر يو درد او احساس، يو د عشق او جمال پيغام د يوه هېجان او اعجاب او تحبر موج دی، چې په الفاظو او کلماتو کې يې ګورو.
 
شعر د شيدا په نظر کې:
مضمون د شعر لکه پيکر دی
رنګين الفاظ يې رخت و زيور دى
 ورته ضرور دي دا دواړه څېزه
پېکر که هر څو دلربا تر دی
                                                             ***
 
 
شيدا هم په شعر کې پيکر او زيور سره بېل کړی دى او داسې نه کوي، چې يوازې رنګېنو الفاظو ته شعر ووايي او شاعري په الفاظو کې ولټوي، مګر بې رخت و زيوره پېکر هم نه خوښوي او په دې ضرورت اقرار کوي. که رښتيا ووايو له دغه ضرور ته هېڅوک سترګې نشي پټولى او رنګين الفاظ دا حق لري، چې رخت و زيور يې وبولو، ځکه چې د الفاظو تاثير يوه منلې خبره ده او هر څوک پوهېږي، چې ادبي کلمات په هر چا او هر ځاى کې قوي حاکميت لري.
ډېر شعرونه شته چې يو مضمون پکې راغلی دی او د توارد په اثر کې هغه څه چې يوه شاعر ويلي بل هم ويلي دي، مګر د يوه الفاظ شاعرانه دي او د بل نه دي، ځکه د يوه شعر ښه ګڼل کېږي او د بل هغومره نه.
شعر د علي خان په نظر کې:
عذاب نه دی نه ثواب، شعر خو ثوب دى
ګاه يې اغوندي انسان ګاه يې سبوع
عنوانات دي د ابيات معنون حکم
ښه بد ګوره محمول او د موضوع


 

د علي خان له دې دوه بيتو معلومېږي، چې دى منظوم الفاظ شعرګڼي او وايي، چې شعر يو لباس دى چې کله به يې ښه سړی اغوندي او کله بد، يعنې دى لکه خوشحال او شيدا شعر يو پيکر نه بولي چې لباس ته محتاج وي، بلکې لباس يې ګڼي  چې کله يو ښه شي او کله بد شي ته په غاړه کېږي، د علي خان نظريه هم د شعر په نسبت لکه د پخوانيو نظريه داسې ده اوس هم ځينې کسان شته چې وايي شعر يو ښايسته لوښی دی، چې کله پکې دوا او کله پکې زهر لوېږي يا شعر يو زيو ر دی چې کله ښې ښځې او کله بدې ته په غاړه کېږي.(١)
مګر د علي خان په نظر کې يو شى شته، چې دى يې دې خبرې ته اړ کړی دى چې شعرته لباس ووايي، هغه شى دا دى چې علي خان له ځينو داسې ملايانو سره خبرې کوي، چې هغوى شعر ممنوع ګڼي، نو دى مجبور دى چې شعر ته نه ثواب او نه عذاب [1]ووايي، بلکې ثوب يې وبولي او د شعر لمنه د دوی له لاسه خلاصه کړي، د همدې لامله د دغو بيتو اغاز هم په دې ډول کوي:
عالمان شعر په څه ګڼي ممنوع
ډېر ابيات له آنحضرته دي مسموع
عذاب نه دی نه ثواب شعر خو ثوب دى
ګاه يې اغوندي انسان ګاهې سبوع


 

که چېرې علي خان يې ددغسې کوم عامله د شعر حقيقت بيانولی يا چا ترېنه پوښتنه کړی واى چې شعر څه شى دى؟ يقين دى چې شعر به يې تش لستوڼی نه و ګڼلی، ځکه چې علي خان کوم داسې شاعرنه دی، چې د شعر حقيقت او معنويت ته نه وي پريوتلی او محض منظوم الفاظ ورته شعر ښکاره شوي وي،که څوک د ده ديوان وګوري او د ده شعرونه له نظره تېرکړي يقين به وکړي چې د سړي مطلب په يوه شي کې بل شانته وي، نظريه يې هم بل راز شي.
د رحمان بابا چې د شعر او ادب په مقام کې لوړځاى لري او سړى يقين کولى شي، چې د ده له نظره د شعر حقيقت پټ نه دى پاته، خو ما ته يې په ديوان کې کوم شعر مخې ته نه دی راغلی، چې ده د شعر په نسبت خپله نظريه پکې ښکاره کړي وي او مونږ پوه شو چې شعرد ده په نظر کې څه راز و؟ مګر چې د شعر رنګ و صورت ته يې ګورو او داهم په نظر کې نيسو چې دى خپل شعر په ساده انشاء او سوزان شعر ستايي پوهېږو چې دى په شعر کې معنوي حقيقت او سوز خوښوي او ساده جمال ورته ښه ښکاره کېږي.
په ژوند کې د شعر او ادب اغېزه:
که ژوند او حيات ته ښه ځيرشو او د انسانانو کاميابي او ناکامي په نظرکې ونيسو. د بدبختيو او نيکبختيو په پټو پټو سببونو پسې سترګې وغړوو پوهېږو، چې ادب او ادبي رجال په دنيا کې موفق دی او ژوند د ادب په ادابو روان دی. هغه اشخاص چې په جامعه کې مقبول دي او هغه کسان چې په بدنظر کتل کېږي په عقل او فکر عمل او کردار کې به يې لږ فرق وي، مګر په ادبي لحاظ به ډېر تفاوت لري.
داچې له يوه بل نه اورو فلانکی په خبره پوهېږي يا د ښه سلوک خاوند دی، فلاني سړيتوب لري، د دې  ټولو خبرو راجع د هغه ادبي حيثيت او شخصيت ته وي او د هغه له ادبي اوصافو څخه مختلف تعبيرونه دي.
که سړى د اشخاصو شخصيت تحليل کړي او هغه ټول صفتونه چې د اشخاصو شخصيت ترې نه تشکيليږي، تجزيه کاندې هېڅ شک نشته چې ادبي خصايص او مميزات پکې ستره برخه لري او د اجتماعي سعادت او شقاوت سر په همدغه ځاى کې دی، دلته تاسې د ځينو بدبختو شاعرانو حال او حيات په نظر کې مه نيسئ، ځکه چې دوى د هغو ادباو په نسبت چې له مواقعو نه په خوږو، ظرافتونو او لطايفو، ادبي حکاياتو او اشعارو استفادې کوي خورا لږ دي او هېڅ په حساب کې نه راځي.
دلته غرض له ادب او ادباو څخه يواځې شعر او شاعران نه دي، بلکې هغه اشخاص دي، چې د وخت او حال له مقتضا سره سم له خپل ادبي اقتداره له خپلو اوضاعو او حرکاتو له خپلو خبرو او اظهاراتو کار اخيستلى شي او کله کله مناسب بيتونه هم په ځينو مواردو کې ويلی شي، نو دغه راز ادبا تاسې د شعر او په تذکرو او جرايدو يا مجلو کې مه لټوئ، بلکې په مجالسو او محافلو لارو او کوڅو کوروکلي کې يې وګوري، چې څومره ډېر او څومره موفق دی.
که چېرې شعر و ادب يو وبولو او شاعرانو ته د دغې ډيوې سوي پتنګان ووايو ويلی يې شو، مګر کوم اشخاص چې د دغې ډيوې په رڼاکې ناست دي او ادبي محفل يې جوړکړی کله د شمع په نسبت او کله د پتنګ په نسپت ښه ښه بيتونه وايي او په مخکې ورته کتاب و کباب دواړه ايښي وي، دا هماغه ادبا دي چې له شعر او ادبه ګټه او استفاده کوي.
هر چاته به پخپل کوروکلي کې ځینې کسان معلوم وي چې هغوى په خلقو کې نفوذ او تاثير لري او دغه نفوذ د دوى له ادبي اقتداره پيدا شوي وي، څوک چې له خلقو سره په خوږه ژبه خبرې کوي، پخپل مقصد او مطلب هر څوک ښه پوهولى شي.
د خپلې مدعا دپاره ادبي دلايل چې په عامه طبقه، بلکې په خواصو هم ډېر تاثير لري. پيداکولى شي هغه هر ګوره په جامعه کې مقبوليت لري او په ادبي مهارت باندې عزت، ثروت، شخصيت، ښه شعريت، هرڅه ګټلى شي، ځکه چې ادب زمونږ په ژوند او حيات كې حاکميت لري او په دغو خوږو پسې هر څوک هڅه کوي.
کله چې مونږ خپله يو او خپګان راپيښ شوي وي. يا کوم مصيبت او بدبختي راغلې وي، نو په ادبي ويناو خپله تسلي کوو او په شعرونو خپل غم غلطوو، په دغسې احوالو کې که په يوه داسې صحبت او مجلس کې ګډون وکړو چې هلته لطايف او ظرافتونه وي ياڅوک دم او مصيبت صبر و استقامت په نسبت شعرونه وايي او راز راز حکايتونه کوي، ضرور هغه پخوانی حال نه پاته کېږي او په وضعيت کې تغېير راځي. که چېرې کوم د ښادۍ مجلس وي يا د دوه تنو د پخلاکولو او نژدې کولو دپاره کوم مجلس منعقد شوی وي هلته هم ادبي منطق او ادبي استدلال دخوشالۍ شعرونه ډېر کار کوي. که د دوه تنو څه جګړه او دعوه وي، نو هم په ادبي براهينو او شواهدو ښې ښې فيصلې کېږي. دغه راز حياتي جريانات چې په نظرکې ونيسو ويلى شو چې ادب زمونږ هغه ملګری دی، چې په غم او ښادۍ کې راسره دي او يوه خوږه يارانه راسره لري کله چې تياره او تورتم له هرې خوا زمونږ په ژوند احاطه وکړي او د علم، د عقل رڼا زيری راکوي په همدغومره وينا هم د ادب تعريف نه تمامېږي بايد ووايو چې ادب په جګړو او دعوکې شاهد او حکم هم دی، ځکه چې په اکثرو مجالسو کې چې يوه خبره د څو تنو په قضاوت فيصله کېږي هلته ادب او ادبي اقتدار ډېر ډېر کومکونه کوي، که خبره دواېرو ته ولاړه شي هغه ځاى کې هم ادب لار لري او هرڅوک يې له تاثير لاندې راځي، له دغسې محافلو او مجالسو چې تير شو او خرابات ته ننوزو هلته هم دغه د پوهانو او صوفيانو اشنا (شعر و ادب) له رندانوسره ډېرې پټې او ښکاره خبرې لري او پوره محرم معلومېږي، مګر عجيبه لا داده چې دغه بزم او بزميانو همنشين د خطابو په ممبرونو هم درېږي او په مکتبو او مدرسو کې د اخلاقو درس هم ورکوي.کله چې دوطن او مليت د ناموس ساتلو وخت راشي بيا داسې سندرې وايي چې د تورياليو او ننګياليو وينې په جوش راځي او ځانونه اورته غورځوي، داځکه چې شعر و ادب د حيات هره خواکې کار لري او حصرو اختصاص نه قبلوي. هر شاعر چې ګورې په يوه شعر کې به ځان يوراز ښيي او په بل کې به بل شان معلومېږي همدغه سبب دى، چې ځينې کسان د شاعر معنىٰ په (متلون المرزاج) باندې کوي او وايي شاعر هغه څوک دى، چې د خپلو احساساتو تابع وي او هر څه يې چې په زړه وګرځي هغه وايي.
رښتيا وايي شاعران خپل احساسات او عواطف نه شي پټولی او ارومرو يې خلکو ته په شعر کې ښکاره کوي، مګر دا تعريف يوازې د شاعر دپاره نه دی او هر انسان همدغسې شى دى.
 هرڅوک چې تاسې ګورئ د خپلو احساساتو لږ او ډېر تابع دی او له خپل زړه څخه ترجماني کوي، خو د نورو خلکو خبرې باد وړي او د شاعر پاتې کېږي، ځکه د مزاج په تلون يوازې دى يادېږي او بل چاته څوک ګوته نه نيسي. که چېرې همدغه سړى چې شاعرپه دغه صفت پېژني خپل ځانته وګوري او هير زړى نه وي پوه به شي چې انسان په ټوله اوقاتو کې يوازې نه وي او په ډېرو شيانو کې يې فکر يو راز او بل راز کېږي، ډېر ځله په کوم مجلس کې په کومه موضوع بحث کېږي او راز راز مختلف ومخالف نظريات او دليلونه راوړل کېږي، چې د اکثرو اشخاصو فکرونه هم ورسره اوړي را اوړي او خيالونه بل راز کېږي. ډېر اشخاص شته چې يوه ورځ يوه سړي ته ښه وايي بله ورځ يې بد بولي يو وخت د يوې مفکورې طرفدار وي، بل وخت د بلې. کله چې څوک د ده احساسات او جذبات راويښ كړي بل شان شي، چې په طبعي احوالو كې بل ډول، د يوه كتاب او بل كتاب په كتلو ډېر فرق په کې راځي او واقعات وحوادث بيخي بل شی ورځنې جوړوي، نو که څوک خپل نفسي احوال او روحي کيفيات په نظر کې ونيسي ارومرو به اقرار وکړي چې زه پرون بل څوک وم نن بل څوک يم سبا به بل څوک شم، په محراب و ممبر کې يو راز جلوې کوم او په کور وخلوت کې بل شان کارونه لرم! نو دا خوي يوازې د شاعرنه دی د ډېرو دی. هر انسان، چې کله له دنيا نه مرورشي اخرت په خوب كې ويني کله بيا د دنيا يوه شېبه عيش او عشرت له جنتونو سره نه برابروي.
انسان په ډېرو احوالو کې د احساسي او ادبي اغيزو تابع وي او کله له تعقل او تفکرڅخه کار اخلي، ځکه چې ژوندون د اکثريت په اعتبار ادبي دی نه عقلاني، ادب او احساس د زماني او مکاني اغېزو او حوادثو له تاثير لاندې وي او تعقل هم دغو اغيزو او تاثيراتو ته غاړه اېښې ده، نو هر کله چې ژوند د مختلفو احوالو نوم دى او شعر د شاعر رنګ پيدا کوي. يو وخت به پکې د ننګ، د غيرت خبرې وي بل وخت به ننګ وغيرت په ډبرو ولي، نو هېڅ تعجب نشته که خوشحال خان يو وخت وايي:
 
مخ د هغو تور شه چې يې مينې نفساني دي
يوه مينه باقي ده نورې کل مينې فاني دي
مکړه د نفس نغوته د هوا په لوري مه ځه
واړه د نفس چارې شيطاني، نه رحماني دي
کر د بدو مکړه بد کاران د بدو کر کا
هر چې نېکوکار دي د نېکۍ په دهقاني دي
وخورې څملي پاڅۍ نه دی فکر نه دی ذکر
ته څه سړى نه يې دا خويونه حيواني دي
مه اوسه بې ذکره همېشه اوسه په فکر
ذکر فکر واړه د زړه کار دى روحاني دي
ډېر خلق ناپوه دي چې يې ډار نه شي له مرګه
خاندي هوسيږي په څه خوښ په ناداني
                                                              ***
 
 
همدغه واعظ په بل وخت کې د نفساني مينو او خواهشاتو له اثر لاندې راځي او په ښکاره نارې وهي، چې خوله يې راکړه.
يا وايي:
مست يم مې پرست يم همېشه اياغ په دست يم
يو ساعت چې ځي رابا ندې غم دى بې اياغه
تل هوا هوس کړه تراوله يو په لس کړه
ستاله غمه څه دي که زه ولاړم له فراغه


 
 
مګر په دې ويلو يې هم تنده نه ماتېږي او په ډېرو صريحو الفاظو د هغه جهان سفرهم قبلوي، خو د لاس بريوخبره ده، نو هرکله چې انسان همدغسې شی دى چې کله طاعت کوي کله ګناه او هېڅ انسان داسې نه شي کېداى چې دنفس له خواهشاتو چور لاس واخلي يا شپه او روځ په لهوولعب مصروف شي او هېڅکله ورته د مړينې فکر پيدانه شي. شعر هم نه بشپړه اخلاقي کېږي او نه بيخې شهواني کيدى شي، نوکه څوک په دې باب کې شاعرملامتوي بايد مطلق انسان ملامت کړي چې ولې کله داسې او کله هغسې وي يا په بل عبارت هم دا کوي هم هغه، که چېرې شاعرهم دنورو غوندې ټګ يا هوښيار شي چې د زړه خبرې او خپل تمايل پټ کړي ژونديې يوراز او نغمه يې بل راز وي په شعر کې به هرګوره دغه خواند او کيف په تانه شي، ځکه چې شعر خو دهمدې لامله په همدغه وجه د تاثير او اغېزې په لحاظ له علم او فلسفې نه ميدان وړى دى او هغه کسان چې ادبي او خطابي اقتدار لري او د خپل ادبي استدلال او ادبي سحر په اثر د خلقو په احساساتو لوبې کوي په هغوکسانو غلبه مومي، چې د خلکو عقلي اقناع ته توجه لري او له علمي براهينو کار اخلي، د همدې لامله د اجتماعياتو يو لوى عالم (ګوستاولويون) وايي:
که غواړې چې يو جمعيت له خپل تاثيرلاندې راولې، نوهرڅه چې ورته وايي په تاکېدي ډول يې وايه اوپه ډېرحراراتي مکرکوه.! صحيح براهين اومثبت حقايق پرېږده او له علمي او منطقي جدل څخه کارمه اخله، له هغوحرکاتو او تمثيلو نو ډېرکاراخله چې حواس له تاثيرلاندې. مجازي عبارات،جالب نظرتشبيهات ساحرانه کلمات لکه حريت،وطن وروولي،علم حقيقت،مساوات ډېرډېروايه! پخپلوخبرو کې دخلقو خواهشات له نظرلادې نيسه نه عقلونه،
دکوستاولويون له دې څوخبرو به معلومه شوې وي، چې د ادب تاثیر په خلقو باندې له علم او تعقل نه زيات دى او صحيح براهين يا مثبت حقايق دومره اثرنه لري، لکه چې مجازي عبارت او جالب نظرتشبيهات يې لري.
که مونږ پخپله هم په حيات کې دقت وکړو راته معلومېږي چې ادبي تعبيرات او ادبي براهين په رښتيا ډېرقوي دي او دغه راز ادبي دجال چې لکه ګوستالويون دجمعيتونو د متاثرکولو په چل پوه شوی دی او د خپلې وينا په ادبي جاذبه يا دخپلو اوضاعو او حرکاتو په مرسته په خلکو تاثيراچولى شي هغه که ليکونکي وي او که نه وي، پخپله شعر وايي او که د نورو له اشعارو کاراخلي په جامعه کې نفوذ پيداکوي او له علمي او عملي رجالو څخه برکښېني.
دغه راز اشخاص چې مثالونو ښودلو ته يې ضرورت نشته پرېږدي او يوازې هغه شاعران په نظر کې نيسي، چې پخپلو اشعارو يې له پادشاهانو او لويو خلقو څخه ډېرانعامونه اخستي دي او ډېر قدرونه يې ليدلي دي د دوى شمېر هم دومره زيات دی، چې لکه خزانه هومره يو لوى کتاب پرې ډک دى او څوتنه يې دلته يادوو:
اميرخسرو: دې شاعر له ډېرو پادشاهانو او لويو خلکو څخه بخششونه لېدلي، چې د ټولو بيان اوږدېږي يوه صله يې، چې له سلطان قطب الدين څخه اخستې ده هغه د يوه هاتي (فيل ) په تول سره اوسپين وو.
فرخي سيستاني: په يوه قصيده له اميرابوالمظفر ناصرالدين طغاني څخه چې دبلخ حاکم و دوه څلويښت اسونه په جايزه کې واخيستل.
فطرتي کشمېري: په دوه بېتو له اکبر بادشاه څخه دوولس زره روپۍ انعام واخيست.
سيد ذوالفقار شرواني ته په يوه مدحيه قصيده يو ه وزير (٧ ) خرواره ورېښم ورکړه.
دانشي مشهدي ته شهزاده دارالشکوه په دې يوه بيت:
تاکه را سر سبز کن اى ابرنيسان دربهار
قطره تا می ميتو اندشد چرا گوهر شود
                                ***
 
 
يو لک روپۍ وبخښلې:
حياتي کاشي: ده ته جهانګیر پادشاه د تغلق نامې په يوه مبحث باندې د ده په تول سره او سپين ورکړه.
ارزقي وايي: چې طفانشاه سلجوقي کومه ورځ د تخته نرد لوبه کوله، مګر لوبه يې ښه نه وه او ده ته دومره قهر ورغلى و، چې هر ساعت به يې تورې ته لاس کاوه او د مجلس خلق ډېر په ويره کې وو، په دې وخت کې ارزقي يوه رباعي وويله چې د ده له لوبې يې د حسن تعليل په ډول ښه تعبير وکړ او دى پرې دومره خوشحاله شو، چې پنځه سوه طلايې ور وبخښلې او لوبه کونکي هم له خطره خلاص شول، رباعي داده:
ګرشاه سه شش خواست سه يک نقشی فتاد
توظن نبری که کعبتين دا دنداد
شش چون نگريست حشمت حضرت شاه
از حشمت شاه روی برخاک نهاد


 

په دې رباعي کې نه کومه فلسفه شته نه څه علم، فقط همدومره خبره ده چې طغانشاه کعبتين غورځوي چې شپږخاله راووزي، مګر تقدير داسې پېښوي، چې د شپږو خالو مخ د ځمکې لور ته کېږي او درې خاله راوزي، څه چې پادشاه غواړي هغسې نه کېږي، ځکه ده ته قهر ورځي او وضعيت يې بل رازکېږي. ارزقي په دغه وخت کې وايي هغه شپږ خاله چې شاه يې غواړي د شاه له هېبته مخ په خاورو ږدي او د ده دحشمت احترام کوي، پادشاه لکه چې په هېڅ خپه شوی و دغسې په هېڅ او خوشې خبره خوشحالېږي او هغه لاس چې تورې ته يې وړ بخشش ته يې اوږدوي.
دې خبرې ته څه ډېر تعجب مه کوئ انسان په همدغسې خبرو يو راز او بل راز کېږي او ادب دغسې ډېرې اغيزې لري.
سلطان محمود هم کوم وخت په بل حال کې و او د اياز د څڼو لنډولو حکم يې صادرکړ، چې د هغه څڼې لنډې شوې پخپل حکم ورته پښېمانتيا پيدا شوه چې دامې څه وکړه؟ او څه رانه وشوه؟ سلطان که څه هم ډېر ډېر کارونه کولى شو، مګر هغه څڼې يې په هغه ساعت نه شوې او ږدولی او حسن وجمال يې بېرته ژرنه شو راګرځولی.
دا پښېماني ورو ورو زياتيده او دى يې دې حد ته ورساوه، چې په مجلس کې هېچا خبرې نه شوې کولى پوهان او هوښياران حيران وو چې څه وکړي، عقل ومنطق په دې وخت کې څه کارنه شو کولى او دا غم بې له شعره په بل شي نه سړې ده. د ټولو سترګې عنصري ته اوښتې او هغه څه چې په سلطانانو هم اثر او غلبه لري د عنصري په برخه وه، نو هغه راغى او دا رباعي يې وويله:
گرعيب سر زلف بت از کاستن است
چه جاى بغم نشتن و خاستن است
وقت طرب و نشاط و می خواستن است
کاراستن سر و زپيراستن است


 

د دې  رباعي په ويلو غم ورک شو او خوشحالي راغله سلطان د عنصري خوله درې ځله له جواهرو ډکه کړه که څوک دې رباعي ته د کوم حقيقت يا د تعقل په سترګه ګوري هېڅ به په نظر ورشي او وايي به، چې په دې کې نوڅه دي؟ مګر دا هم د شعر لوى قوت دى چې هېڅ پکې نه وي هم يو لوى سلطان له خپل اثر لاندې راولي او په ډېرو جواهرو ځان خرڅوي.
ديوه بل بادشاه نقل کوي، چې خپلې عملې ته يې وويل:
سبابه فلانکي ځاى ته د ښکار دپاره ځو، مګر هر څوک که دمخه تللی و سر يې د وهلو دى، سبا چې پادشاه له خپلې عملې سره روان شو ګورې چې يو سړى دمخه روان دی او ښګار ته ځي پادشاه په ډېر قهر وويل: ته نه يې خبر چې ما پرون څه ويلي وو او ستاسزا څه ده؟ سړى شاعر و او پوه شو چې بې له شعره بل هېڅوک د پادشاهانو د قهر د عتاب ځواب نه شي ويلى، نو يې دا بيت ووايه:
من ان ستاره صبحم که از طريق ادب
همېشه پيشرو افتاب می باشم
                               ***
 
 
دا بيت نه و بيخې اوبه وې چې د قهر و غضب په اورتويې شوې او عتاب په لطف ومرحمت بدل شو.
دغه راز ادبي اغېزې اوس هم شته، مګر په بل رنګ اوس هم که څوک چاته په دغسې خبرو سمدلاسه جواهر او طلا ورکوي، نو په زړه کې خوځاى ورکوي او څو ورځې پس يې په غير مستقيم ډول تاثيرات څرګندېږي. اوس هم مونږ ملتف نه يو کنه هر څوک تر يوه حده د خوږو خبرو او ادبي تعبيراتو له اثر لاندې راځي او د دغسې کسانو قدر کوي. يوه ورځ چا حکايت کاوه، چې زه وروسته له څه مودې مسافرت نه خپل کوروکلي ته راغلم او تقدير په دواړو سترګو په غومبسو وچيچلم، نو څوک به چې ليدو ته راته ورته به ويل کيده، چې صحت يې ښه نه دى او د راوتلو يا کښيناستلو توان يې نشته  بله ورځ يو اشنا يې راغى چې د خواږه صحبت خاوند و او د هغه د خوږو خبرو خاطرات مانه وو هيرکړي.
نو هر څه مې چې وکړه د هغه له صحبته مې زړه صبر نه شو کړاى او په پټو سترګو يې مجلس ته ورغلم هغه، چې زه به دې حال وليدم راته يې وويل: ډېره موده نه وې راغلی د دې  ځاى غومبسې هم درپسې خپه شوې وې او په سترګو يې ښکل کړې! که سړی فکر وکړي دا خبره، چې مونږ ولې چيچې او دڅه دباره دا کارکوي؟ مګر ادبي تعبيرات که څه هم واقعيت پکې نه وي، خو اثر پکې وي او ويلى شو، چې د دغه سړي ليده به هم په دغسې حال کې د همدغه راز خبرو په اثرکې وو او په حقيقت کې همدغه خبره د ليدو واسطه شوه.
دې راز خبروته بايد سړى په بې اعتنايئ ونه ګوري، ځکه چې مونږ هر يو په مجلسونوکې په همدغسې خبرو هم خوشحالېږو او هم قانع کېږو، چې که څوک ورته د علم او علمي استدلال په عينکو ګوري. د قناعت وړبه نه وي، مګر څوک پکې له قضاوت او حکمت نه کار نه اخلي او په پټو سترګو يې مني.
مشهوره ده، چې کوم وخت شېخ بوعلي سينا د بو سعيد ابوالخير په مجلس کې ناست و او څوک راغى چې سرمې خوږېږي، هغه يې په دمولو شروع وکړه بوعلي سينا په خندا شو، بوسعيد ابوالخير ترې پوښتنه وکړه چې ولې خاندې؟ده وويل چې د سر درد ښايي، چې د صفرا په اثر وي، نو دم يې څه چاره کولى شي؟ سعيد ابوالخير ورته يوه سخته خبره له خولې وايسته چې شيخ ډېرخپه او متاثر شو او بيا يې ورته وويل په تاغوندې  لوى حکيم باندې يوه عادي کلمه دومره تاثيرکوي، نو په دې سړي به ولې اسماالله اثر نه کوي شېخ چوپ شه او د دې  خبرې په جواب کې يې هېڅ ونه شو ويلى. سړی چې د ابوسعيد ابوالخير په خبره کې غور کوي پوهېږې چې ده له ادبي استدلال څخه کار اخستی، مګر ابوعلي غوندې يو لوى سړى پرې قانع شوى او د سعيد ابوالخير په نسبت يې ويلي دي: هغه څه چې زه پرې پوهېږم دى يې ويني.
په دې کې څه شک نشته چې دمونه ډېر تاثير لري او ډېرخلق پرې سمدلاسه جوړېږي، مګر دغه دليل دعلم ومنطق په لحاظ دبحث ډېر مجال لري، خو ادبي دلايل بې بحثه منل کېږي او هغه جدل چې په علمي براهينو کې کېږي دلته نه کېږي.
خطابې مقام دا امتياز پيدا کړی، چې څوک به يې د خبرو ترديد نه کوي او هرڅه به يې اوري، په شعراو ادب کې ډېرې خبرې شته چې څوک يې د عمل ومنطق له مخې اثبات نه شي کولى، مګر د دې  لامله چې منکر او معترض نه لري، نو سړى ورته مسلمان ويلى شي.
د رحمان بابا دا بيت:
باد چې ستا په زلفو باندې نېت د پرېشانۍ کړ
ځکه يې ګردونه د جهان واړه په سر دي


 
 
د واقعيت او حقيقت په لحاظ هماغسې خبره ده لکه د غومبسو چيچلو په نسبت چې دمخه تېره شوه، ځکه چې دلته هم د باد په سر د جهان ګردونه کېدل د دې  دپاره چې زلفې پرېشانوي د شاعر يوتصور دى، چې دى به يې هم په زړه کې نه مني، مګر د رحمابابا ديوان به په زرهاو تنو لوستی وي او هېڅ فکر به ورته د دې  خبرې په ترديد کې نه وي پيدا شوى، ځکه چې ادبي لذت يې سړى دغسې سوداګانو ته نه پرېږدي. په يوه بيت کې خوشحال خان خټک هم خپلې معشوقې ته وايي:
په ملال ملال کاته عاشقان وژنې
ستا په سترګو کې چړې دي د قصاب
                               ***
 
 
مګر هېڅوک نه وايي چې په سترګو کې خو چړې نه ځايېږي او که په سترګو کې چړې وي، نو چې عاشقان وژني خو سترګې به مړې کړي، دا بيت سره له دغه اعتراضه چې هېڅوک يې نه شي کولى او نه يې کوي په اورېدونکو تاثيرکوي او د انتخاب وړ ورته ښګاري، د دې  سبب همدا دى چې شعر و ادب بېل ځاى لري او څوک ورته په هغه سترګه نه ګوري چې نورو خبرو ته ګوري.
په شعر کې لکه چې خوشحال ويلي:
که په نظم کې کارګه او ټپوس راوړي
هم د زړونو په ښکار ګرځي لکه باز


 

ټپوسان او کارغان د بازانو کار کوي، بلکې باز زړونه نه شي وړلى او دوى زړونه وړي.
په کومو خبرو کې چې د ادب مالګه ګډه شي هغه په هر چا اثر کوي او هر څوک يې خوښوي. وايي چې د(هارون الرشيد) دوه زامن وو، چې يو پرې ډېرګران و او بل لږ، چا ورځنې د سبب علت پوښتنه وکړه، پادشاه د هغه په مخکې خپل ناګران زوى رواغوښت، هلته څو دانې مسواکونه هم پراته وو، نو خپل دغه زوى ته يې وويل چې داڅه دي؟ هغه وويل:
(مساويک) يعنې مسواکونه، دى يې رخصت کړ او خپل ګران زوى يې راوباله له هغه نه يې چې تپوس وکړ، هغه داجمله استعمال نه کړه، ځکه چې دې جملې سره يې التباس درلود چې سړى چاته په عربي ووايي، چې ستا مساوي، يعنې کاف پکې خطابي شي او اضافي ترکيب شي.
نو خپل مقصد يې په بل راز ادا کړ او ويې ويل چې مفرد يې (مسواک) دي، پادشاه هغه سړي ته وويل چې اوس خوبه د دواړو په فرق پوه شوی يې. له دې واقعې او دې جواب څخه معلومېږي چې د پادشاه يو زوى اديب و او په ادبي دقايقو له هغه بل نه ښه پوهيده، ځکه ورته ګران و.
وګورئ! ادب او ادبي خبرې په زامنو کې هم فرق راولي او دپلار په نظرکې هم يو زوى له بل څخه ښه کوي.
له کوم با ادبه سړي نه چاپوښتنه وکړه چې ته لوى يې که فلانکی؟ ده په ځواب کې وويل چې زما کلونه له هغه نه زيات دي او داسې يې ونه ويل چې زه ترهغه لوی يم، ځکه چې ځانته لوى ويل ورته مناسب نه ښکارېده.
دا خبره البته څه علمي او فلسفي قيمت نه لري، مګر خپل ادبي قيمت په کتابونو کې ژوندی پاته شوه او د زمانې يادونه وی نه وړله.
په يوه ښه سړي چا څو اعتراضه وکړه او ورته يې وويل چې انګور خو پاک او حلال دي او د انګورو اوبه هم پاکې دي، نو شراب ولې ناپاک او نجس دي؟ بل داچې سړى که څه په سترګو نه ويني نو څه پوهېږي چې هغه شته (غرض يې له خداى څخه انکار و) دريم اعتراض يې دا و، چې کارونه خو ټول تقدير کوي او هر څه چې چا ته مقرر وي هغه رسيږي، نو يو سړی ولې د چا په وژلو قصاص کېږي او ملامتېږي؟ د ښه سړي په مخکې يوه خښته پرته وه هغه يې را واخيسته او دى يې پرې وويشت، سړى ولاړه عرض يې وکړ او د هغه وخت حاکم دى راوغوښت، چې که تا د ده جواب نه شو ويلى، نو په خښته دې ولې ويشته او ولې دې ژوبلاوه؟
ښه سړي  ورته وويل: ما خو نورڅه نه دي کړي او د ده درې واړو سوالونو ځواب مې ورکړی دی.
دی وايي انګور او د انګورو اوبه پاکې دي، نو شراب ولې مردار دي، ما دې پوه کړ چې دغه خښته خو له خاورو او اوبو جوړه شوه که دې څوک په خاورو يا په اوبو وولي نه ژوبلېږي که خاورې او اوبه يو ځا ى کړي او خټه شي، نو په خټه هم څوک نه دي ژوبل شوي، مګر چې لمر ته يې کېږدي او وچې شي، نو بيا سړی ژوبلوي. بل دی وايي چې کارونه، خو ټول تقدير کوي نو يو سړى ولې په بل ملامتېږي؟ د ده ژوبليده خو هم د تقدير کار و دى ولې زما دلاسه عرض او شکايت کوي. داچې وايي څه چې سړى په سترګو نه ويني هغه نشته، نو دغه درد چې دى ورځنې فرياد کوي دا خوهم څوک په سترګه نه ويني.
په دې خبرو حاکم هم قانع شو او عارض هم نور څه ونه شوه ويلی، مګر چې سړى ګوري دا ځوابونه ادبي دي او دغه ښه سړي که دعلم و فسلفې په اساس ورسره بحث کړی واى ښايي چې هغه يې دومره ژرنه واى قانع کړی او نه يې ځان دغسې په اسانه خلاص کړی واى.
يوه بل چا قصه کوله چې زه يوه ورځ ديوه حاکم په حضور کې ناست وم، چې يو سړى راغى او د چاله لاسه يې په سر خاورې باد کړې، حاکم ته د ده عرض بې اساسه معلوم شو چې دی دروغ وايي او په ناحقه عرضونه کوي، نوحکم يې وکړ چې ويې وهئ! سړي چې په مخ څپېړې وخوړې بيا را وړاندې شو او ويې ويل: حاکم صاحب!
تا چې په مخ څپېړه راکړه
له اوښکو ډکې سترګې چاته واړومه


 
 
د دې  لنډۍ په اورېدو د حاکم وضعيت او فکر بدل شو او امر يې وکړ، چې د ده په عرض کې دې غور او تحقيق وشي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery