د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې د زده کړو د فعال وزیر خان د نیولو په اړه اندیښنه ښودلې او د هغه د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ ویلی چي یوه اونۍ کیږي چې د طالبانو استخباراتو دغه فعال نیولی، خو زیاته کړې ده چې کورنۍ یې د هغوی د ځای ځایږي په اړه معلومات نه لري.
وزیرخان په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره کمپاینونه کول او د خپلو فعالیتونو انځورونه یې پر خپلو ټولنیزو پاڼو خپرول.
سازمان د طالبانو له حکومته غوښتي چې دغه فعال سملاسي او له کوم شرط پرته خوشې کړي.