مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2025-03-07   مخپرونکئ : 131 - دبېنواخبریال -کابل

ټرمپ ايران ته د اټومي وسلو ليک ليږلی دی

ميوند افغان/ کابل

فاکس بيزنس شبکه د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله وايي، چې ټرمپ له ايران سره د اټومي وسلو پر سر د مذاکراتو لپاره ايت الله علي خامنه اي ته ليک استولی دی.

 د دغه ليک نور جزئيات نه دي رسنيز شوي، خو دا مهال د ايران او امريکا ترمنځ اوضاع د اټومي وسلو او سياسي مسايلو پر سر کړکېچنه ده.

 ټرمپ د ليک د استولو په اړه ويلي، غوره به وي چې د دغو ستونزو په اړه مذاکرات وشي، خو که نتيجه ور نه کړي، نو بل انتخاب به همدا وي، چې ايران بايد اټومي وسلو ته لاسرسی ونه مومي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery