مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لوړ خيالونه او ژور فكرونه


پوه او ناپوه
 
دا چې پوه او ناپوه يو دبل په ژبه نه پوهېږي سبب يې دا دى چې پوه په هغه شي بدلېږي چې دى پرې پوه شوى دى.
دى هغه څه ناپوه ته نشې ويلي چې د ده به زړه كې ځاى لري.
كه تاسې يوه ورځ د جهان په اسرارو پوه شئ پخپله به هماغه اسرار شي او ماته به دخپل زړه خبرې نشي كولى!
ليونى ما ته وايي ته هم ليونى شوې يې لكه ځينې فيلسوفان چې په اخر د عمركې ليونيان كېږي او چټيات وايي.
ښايي چې زه ليونتوب قبول كړم، ځكه چې تر اوسه پورې لا د ليونتوب او هوښيارۍ ترمېنځ عقلاً يې تفاوت نه دى موجود، مګر تاسو چې هوښياران ياست فكر وكړئ چې څه وايئ؟
                                     (مترلينګ)
 
مرګ
كه مرګ په دنيا كې نه واى هېچا به د ژوندانه بارته غاړه نه واى ايښې همدغه د مرګ ويره ده چې مونږ ژوند كوو او د دغه ډار په وجه تر زړښته پورې د ژوندانه پيټي په اوږو وړو.
                                         (مترلينګ )


 
 
روح
 
كه له مانه پوښتنه وكړئ چې روح څه شى دى؟
زه تاسو ته څه ځواب نشم ويلى، مګر له تاسونه به پوښتنه وكړم چې جسم څه شى دى؟ هر كله كه مونږ جسم يا (ماده ) وپېږنو د روح په پېږندلو به هم بريالي شو، مګر اوس چې يوهم نه پيژنو بايد په دې باندې ځان خوشحاله كړو، چې روح د جسم حركت دى او جسم د روح (شكل اوصورت) دى.  
             (مترلينګ)
 


افلاطون
كه د يونان افلاطون څه دپاسه دوه زره كاله پس مونږ ته راشي مونږ به كومه موضوع ده ته وړاندې كړو، چې د ده توجه واړوي او دى څه قدرته حيران كړي.
په اخلاقي، اجتماعي اوسياسي لحاظ كه مونږ مريتوب لغوه كړيدى خو څو ډوله بل راز غلامي پيدا شوې ده، چې هغه ځاى يې ډك كړيدى. مونږ كوم نوى شى نه لرو چې هغه ته يې وړاندې كړو.
زمونږسياسي، اجتماعي او اخلاقي دروغ د هغه دپاره كوم نوى مضمون نه دى او اوسني سلوك هغه ته څه نويتوب لري.
په فزيك، شيمي، ژوند پيژندانه طبابت او جراحۍ كې چې څه كشفيات شوي دي په اول كې به په تعجب كې واچوي، مګر د دې  لامله چې هغه ډېر موشګاف او ځير كېدونكي دي ډېر ژر به پوه شي، چې زمونږ كشفياتو د روح دپاره كومه نوې غذانه ده پيداكړې او د اسرارو له مخې پرده نه ده پورته شوې.
څه شى چې د هغه پوره توجه ځانته راګرځولى شي هغه يې سيمه موجونه دي، چې په يوه شيبه كې هرځاى ته غږ رسوي. ممكنه ده چې دغه شى د ده ارتباط له هغو اسرارو سره پيدا كړي چې په مبهم ډول يې پخپلو كتابونو كې ورته اشاره كړې ده.
په هرحال كوم د توجه وړ شى چې په دوه زره كالوكې مونږ كشف كړى دى همدغه دى، چې د علت په ادراك يې لانه يو موفق شوي او دانه ده معلومه، چې دوه زركاله وروسته به د توجه وړ څه شى كشف كړو.
(مترلينګ)
زمونږ پوهه
 
 مونږ د فولادو په يوه تړلي خونه كې ژوند كوو، چې دوه وړوكي سوري لري او بس، له يوه سوري نه لږ غوندې رڼا راځي او له بل نه لږ غوندې اواز راننوزي، مونږ له همدغو دوو سوريو څخه د جهان اوضاع معلومو او همدغه وجه ده، چې بې له رڼا او بې له غږه په نور څه نه پوهيزو.               
          (مترلينګ)
 
بدې خبرې
بدې او ناوړه خبرې چې زيان او ضرر لري ډېرې ژرخپريږي، ښې او حسابي خبرې چې فايده پكې وي ژرنه خپرېږي.
هو! بدې او ناكاره خبرې لكه تلونكي او خپريدونكي ناروغي له يوه نه بل ته او له بل نه بل ته ځي.
ښې خبرې لكه صحت او روغتيا له يوه نه بل ته نه درومي.
                                             (مترلينګ)


انساني سلوك
 
انسان بايد هغه مينه چې له نورو سره يې كوي له ډېر لوړ ځايه واخلي او په ډېر لوړ همت له نوروسره وچليږي.
ترڅوچې ممكنه ده چې خلكو ته دې د عشق په نظر وګوري، نه ښايي چې د خپل ترحم او شفقت سيورې په چا باندې وغورځوي.
ترڅو چې د عدالت له مخې چاته څه وركولى شي نه ښايې، چې د احسان له مخې چاته څه وبخښي.
ترڅو چې د چا احترام كولى شي نه ښايي چې د احسان له مخې چاته څه وبخښي.
ترڅو چې د چا احترام كولى شي نه ښايې چې د هغه د لجويي او دلداري وكړي.        
 (مترلينګ)
 
انساني كمال
هغه لوى كمال چې د تحول او تكامل په لاره كې د ژونديو شيانو په برخه رسېدلي دي قبلي عواطف دي، چې په انسان كې ليده شي. كه څوك غواړي چې له حيواناتو نه لرې وي بايد دغه عواطف چې رحم، مروت، كرم، شجاعت او نوعه پرستي ده په ځان كې وروزي.   (ډاروين )


د فكر روزنه
 
څه شى دى چې په بشر كې ژور فكرونه روزي؟
علم او پوهه نه ده، كار نه دى، د عواطفو او احساساتو هېجان هم نه دى، يوازې رنځ او مشقت دى، چې د انسان په فكر كې ژوروالى پيدا كوي او ښايي، چې د همدې لامله په دنيا كې غمونه او رنځونه ډېر شوي دي..
             (هينر)
 
ښكليتوب
كله چې ښكليتوب د دعوې دپاره را ولاړ شي د هر ناطق ژبه كلي كېږي.                  
(شكسپير)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery