مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لوړ خيالونه او ژور فكرونه


 
ښايست
ښايست هغه مېمله دى چې په هر كور كې قدر او عزت لري.
                                         (ګوېته )
 


سياست مدار
كه يوسياستمدار جنايت وكړي ښايي، چې عفوه شي، مګر كه د خبط مرتكب شي، نو د عفوې وړ نه دى.
                                    (بيسمارك)
غولول
ټول تر يوه وخته غولېږي، ځينې د همېشه دپاره هم غولولى شي، مګر ټول د همېشه دپاره نه غولېږي.
             (ابراهام لينكلن)
 
فكر په شعر كې
فكر بايد په شعر كې داسې پټ وي لكه غذايي خاصيت، چې په ميوه كې پټ دى. ميوه هم غذا ده، مګر لذيذه چې د خوړلو په وخت كې له لذته ويلې شي، خو بدن ترينه غذايي ماده اخلي او دغه محسوس غذا په لذت كې پټه ده.
               (پل والري )
بدبختي او شعر
د بدې ورځې خاوندان د مصيبت او ناكامۍ په وخت كې شعر ته مخه كوي او څه چې دوى له رنځ او غم نه زده كړي وي په اشعارو كې يې نورو ته وړاندې كوي.    
                                    (شيلي )
عشق او سعادت
 
هغه څوك ډېر نيكبخت دى، چې خداى ورته داسې زړه وركړى دى، چې د عشق او سوزو ګداز لايق دى.
چا چې د عالم اوضاع او د انسان زړه د عشق په دوه مخيزه هنداره كې نه دى ليدلى هغه هېڅ حقيقت نه دى ليدلى او په هېڅ نه دى پوه شوى.
           (هوګو)
 
پوهه او عشق
پوهه د عقل په غېږكې پرورش نه مومي، بلكې د عشق په لمن كې وده كوي، د پوهې نيالګى بايد د عشق په ګلدان كې وكرل شي او د احساساتو په اوبو ابياري شي.             
                 (مترلينګ)
 
ښوونځى
د علم او پوهې هر ښوونځى چې پرانيستل كېږي، د زندان دروازه تړل كېږي.
                (هوګو)
د فكر پانګه
د فكر او پوهې ټوله پانګه بايد روحي او اخلاقي عظمت ته تسليمه شي.
 (مترلينګ)
 
معرفت
 معرفت هغه شى دى، چې وروسته د هرڅه له لوستلو او د هرڅه له هېرولو نه په دماغ كې پاته كېږي.
            (ادوارد هريو)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery