مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

لوړ خيالونه او ژور فكرونه


 
عالم او علما
علم له خطا څخه خلاص دى، مګر علماتل په خطاكې وي.
                                      (اناتول فرانس )
 
ځان ښودل
 
يا ځان هغسې وښيه، چې يې يا هغه شان اوسه چې ځان ښيې.
                                                       (بايزيد بسطامي)
د ښه كار علت
كه زمونږ د ښو كارونو علت او سبب څرګند شي ډېركسان پخپلو ښو كارونو خړ او خجل شي.             
             (ريواردل )
تاج او قلم
ترڅو چې د ادب قلم زما په لاس كې دى هېڅكله به ونه وايم، چې ولې مې شاهي تاج په سرباندې نشته.                
                       (ولتر)
 
مطبوعات او تاريخ
مطبوعات د اوسني تاريخ اساس او بنياد دى. مونږ بايد خپل تاريخ مشوش نكړو، څوك چې مطبوعاتو ازادي محدودوي د وطن او ملت تاريخ ته زيان رسوي.                           
              (پوانكاره )
 
حكومت او روزنامه
كه له مانه پوښتنه وكړي، چې په وطن كې بې روزنامې حكومت وي كه بې حكومت روزنامه؟ زه به هرګوره دوهمه خبره غوره كړم.
                               (جفرسن )
 
د ځان سعادت
كه يوازې خپل سعادت وغواړو څه ګرانه خبره نه ده، مګر مونږ غواړو چې له نورو نه زيات مسعود شو او دا كار ډېر مشكل دى، ځكه چې نور هغومره مسعود نه دي، لكه چې مونږ يې تصور كوو.         (مو نتيسكو )
ځان مسعود ګڼل
يوازې دا كافي نه ده، چې د سعادت خاوندان شو، بلكې په دې پوهيدل په كار دي چې مونږ دسعادت خاوندان يو.     
                      (مترلينګ)
 
اجبار او اختيار
څومره چې د وجود مرتبه او درجه لوړېږي هغومره اجبار كمېږي او اختيار زياتېږي. همدغه سبب دى چې د كاڼي مجبوريت له بوټي او نيالګي نه زيات دى او حيوانات له نباتاتو نه هم زيات اختيار لري، انسان بيا له حيوان څخه هم پورته دى او ډېر اختيار لري.  
 (بوترو )
 
عقل او زړه
عقل د زړه په خوښه كاركوي او زړه ته ګوري، هغه څه چې زړه يې نه غواړي عقل پكې لاره نشي پيداكولاى، يعنې زړه په سر باندې حكومت كوي او سر په زړه حاكميت نه لري.
                       (شوپنهاور )
 
كينه او مينه
كينه او مينه د نفسي احوالو او كيفياتو له اختلافه پيداكېږي او په عقل پورې څه اړه نه لري.   
           (شوپنهاور )
 
احتمالي مصيبت
 
هرڅه پخواله وخته په نظر كې نيول او لرې كتل ښه كار دى، مګر د سبا ورځې په احتمالي مصيبت نن غمجن  كېدل ښه كار نه دى.
له دېنه چې په هوا كې ځانته زندان جوړوو ولې يو ښه قصر نه جوړوو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery