مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د پېژند ګلوي

د پېژند ګلوي

سيد فخرالدين هاشمي د سيد شېر آغا هاشمي زوى دى. د۱۳۵۲ هـ ل كال د لړم د مياشتي په ۲۰ نېټه د پكتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ دلنډي شاه نومي كلي كي د سيدانو په يوه درنه كورنۍ كښي دې نړۍ ته سترګي پرانستلې.
هاشمي په ۱۳۵۷ لمريز كال كښي د زرمل ولسوالي دشهري څانګي په لومړني ښوونځي كښي شامل شو او په ۱۳۶۸ كښي د سويې له يوې ازمويني نه وروسته د ګردېز ښار د عبدلحي ګرديزي له ليسه نه اول نمره فارغ شو.
په كابل كښي د سختو جګړو له امله د ۱۳۷۲ كالد غبرګولي په مياست كښي د پاكستان كراچۍ ښار ته كډه شو او تر اوسه پوري په همدغه ښار كښي استوګنه كوي.
سيد فخرالدين هاشمي له ۱۳۶۷ كال راپدېخوا شعرونه او لنډي كيسې ليكي. د ده شعرونه، لنډي كيسې او ادبي مقالې د افغانستان او پاكستان په پښتو مطبوعاتو كښي خپرې شوې دي. هاشمي په ۱۹۹۷م كال كښي په كراچۍ كښي د سيد جماالدين افغاني په نامه يوه ادبي او فرهنګي ټولنه جوړه كړه او تر ډېره وخته پوري د دې ټولني منشي و. (ډېوې په باد سپارمه) د سيد فخرالدين هاشمي لومړنۍ شعري ټولګه ده. هاشمي د شعرونو او لنډو كيسو دوه نور ناچاپه اثار هم لري .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery