مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

اهداء

اهداء

د افغانستان نوميالي ملي مشر الحاج محمدالله خان افغان د ژوند پېښو او تاريخي يادښتونو د علمي او تاريخي كتاب �� د خېر چينه �� ته په درانه او خواږه نوم يې سوغات او هديه كوم.


د الحاج محمدالله خان افغان په ياد

غمه يو غر دي مات كړ
داسي يو نر دي يووړ
كاروان په ټپه ولاړ
يو لوى رهبر دي يووړ
د رڼا ګانو مينار
يو منور دي يووړ
د لوى پښتون له كاله
يو زورور دي يووړ
كاشكي ته نه واى مرګه
د پكتيا لمر دي يووړ
د ازادۍ د مور چل
تكړه عسكر دي يووړ
په ملا دي مات كړو موږه
يو ناز پرور دي يووړ
محمدالله افغان دي
د سلو سر دي يووړ
غمه يو غر دي مات كړ
يو هسك نښتر دي يووړ

سيد فخرالدين هاشمي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery