مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د خيالونو معمار

Henry Wadsworth Londfellow

د ابا غېږ كي ماشوم هلك لګيا دى
پر تندي يې راخپاره ورېښمين وېښته دي
دوې ښايستې نصواري سترګي يې مشغولي
چي په سر كي څه ور ګرځي زړه كي څه دي
جوړوي هسكه قلا د خيال په خښتو
او په منځ كي د لرګيو دېوالونه
هم قلا هم يې خيالي دي اسمانونه
تر اسمانه يې رسېږي لوړ برجونه
د خپل پلار پر زنګانه باندي زنګېږي
پهلوان پر نيلي سپور په زړه غښتلى
د جهان له حوادثو بېخبره
پر اوږدو خوږو كيسو يې غوږ نيولى
له نېزو له تورو سرې ويني را اوري
پر دښتونو دي خپاره د لښكر سيوري
سر پر سر قهرمانان دي چي يادېږي
د ابا له خولې را وزي كسې نوري
ته به نوري هم كړې جوړي قلاګاني
لا به نور هم پكښي جوړ كړې جګ برجونه
لا به نور هم پر جنګي آسونو سپور سې
در خالي به وي د تاختي ميدانونه
لا په ژوند كي درته پاته افسانې دي
لا پخوا د ميدانونو دي كيسې دي
لا تر دې به هم زړه ور نكلونه اورې
لا پخوا دي د خيالونو اوږدې شپې دي
جوړوه هسكي قلاوي لوړ برجونه
چي رسېږي پاس تر هسكو اسمانونو
چي تر هسكه پوري ورسېږې ولاړ سې
هلته واوره آوازونه په غوږونو
خطا نه كې قافله دي د افكارو
عقيده چي سسته نه كې پر اسراو

Henry Wadsworth Londfellow
The Castle-Builder
A gentle boy, with soft and silken locks
A dream boy, with brown and tender eyes,
A castle-builder, with his wooden blocks,
And towers that touch imaginary skies.

A fearless rider on his father's knee
An eager listener unto stories told
At the round Table of the nursery
Of heroes and adventures manifold.

There will be other towers for thee to build;
Where will be other steeds for thee to ride;
There will be other legends, and all filled,
With greater marvels and more glorified.

Build on, and make thy castles high and fair,
Rising and reaching upwards to the skies;
Listen to voices in the upper air,
Nor lose thy simple faith in mysteries.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery