مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

خوب

John Fletcher 1579 � 1625

خوبه راسه غولوه مي په خوږو خوږو خيالونو
ما يوه شېبه ايسار كړه د خوښيو په جالونو
چي يو څه خواږه خيالونه مي پر سترګو مېلمانه سي
او اوږده لړۍ مي پيل سي د رنګينو ارمانونو
پر بند بند به مي خپرېږي ستا منګولي جادوګري
او زګېروى به پورته كېږي له واكمنو اندامونو
كه هر څه په چم د سيوري او يوه شېبه مېلمه سې
دا يوه لحظه مي پرېږده په بهير كي د خوندونو
په يوه شېبه هم خوښ يم په دا لږ ګړي راضي يو
چي ټول ژوند مو چلولي دي بارونه د غمونو
پرېږده موږ هم مېلمانه سو د خيالي ګلونو باغ كي
يو ګړى دى تېروو يې د خوښيو پر ټالونو

John Fletcher 1579 � 1625
Sleep
COME, Sleep, and with the sweet deceiving
Lock me in delight awhile
Let some pleasing dreams beguile
All my fancies; than from thence
I may feel an influence
All my powers of care bereaving!

Though but a shadow, but a sliding
Let me know some little joy!
We that suffer long annoy
Are contented with thought
Through an idle fancy wrought:
O let my joys have some abiding!

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery