مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

يوه ورځ مي د هغې نوم وليكى

Edmond Spenser

يوه ورځ مي و د ګراني نوم ليكلى
د ساحل پر لندو شګو پر رېګونو
ناببره سوې څپې باندي راپورته
راته ورانه يې نړۍ كړه د خيالونو
بيا مي وليكى په لاس پر هغو رېګو
نوم د خپلي ناوكۍ د خپلي ښكلي
بيرته ښكار سوله خواري مي د موجونو
سمندر مي يووړ نوم د نازولي
په خندا يې راته وويله ګرانه
ځان دي ولي ستړى كړى سرګردانه
ټول رنګونه ټول نومونه خاوري كېږي
هيڅ فاني لره بقا نسته جانانه
يوه ورځ به زه هم خاوري يم د خاورو
لكه نوم هسي وجود مي خاوري كېږي
د نېستۍ څپه به ما هم درنه يوسي
چي ژوندي پر مځكه ګرځي نه پاتېږي
ما وې ګراني ته د نورو په څېر نه يې
چي راغلي دي هغوى به روانېږي
دا منم چي ته به خاوري سې د خاورو
خو ستا نوم به تر قيامت پوري پايېږي
له خپل نظمه به هستي ابدي دركړم
چي څه ښكلي دي په نوم به دي نازېږي
د اسمان تر كنګرو به دي نوم يوسم
جنتونو كي به ستا تصوير ځلېږي
د مرګي څپې چي ټوله نړۍ يوسي
چي نور نه وي پر دنيا آواز د ژوي
زما او ستا مينه به پايي په جهان كي
او ژوندون به ورته راسي سر له نوي

Edmond Spenser
One Day I Wrote Her Name
One day I wrote her name upon the strand
But came the waves and washed it away
Again I wrote it with a second hand,
But came the tide and made my pains his prey.
�Vain man,� said she: �that dost in vain essay
A mortal thing so to immortalize
For I myself shall like to this decay,
And eke my name be wiped out likewise�
�not so,� quoth I, �let baser things devise
To lie in dust, but you shall live by fame
My verse your virtues rare shall eternize
And in the heaven write you glorious name,
Where whenas Death shall all the world subdue
Our love shall live, and later life renew.�

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery