مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

خوبولي سترګي

William Allingham

يو ګړى د ماشومتوب يووړم فكرونو
خپل وړوكى بستر راغى تر خيالونو
پر هغه بستر چي پروت وم په كلونو
خاطرې چي يې لرمه د خوبونو
چي له سر سره پرده يې ځړېدله
په رنګ سپينه ښايسته چي ښكارېدله
پر بالښت مي ځړېدلي دوې قبې وې
ويښي سترګي مي له خوب څخه درنې وې
په نغري كي مو نرۍ لمبه بلېږي
مور مي ناسته ده او هيڅ نه ستړې كېږي
تنها ناسته په كراره لولي توري
په ورو ورو د كتاب كرښي پاڼي ګوري
چي زه اوړم په بستر كي پر اړخونو
ګواكي ويښ يم وړى نه يمه خوبونو
مور مي زما پر خوا په ورو پورته قدم كي
په ارامه مي بړستن راباندي سم كي
ووړ بالښت مي راته سم كي په كراره
او پر مخ باندي مي مچ كي په څو واره
تر هغو سندري بولي په للو كي
چي ډوبېږم د خوبونو په ټالو كي
مګر نه هغه بستر سته نه خوبونه
نه هغه د ماشومتوب لرم خيالونه
هغه وخت راڅخه ليري په عمرو دى
د اوو غرونو و شاته په مزلو دى
اوس په منځ د بېګانه وو كي اوسېږم
زړه مي تنګ دى هره ورځ سوځم ويلېږي

William Allingham (1824 � 1889)
Half-waking
I thought it was the little bed
I slept in long ago
A straight white curtain at the head
And two smooth knobs below.
I thought I saw the nursery fire
And in a chair well-known
My mother sat and did not tire
With reading all alone.
If I should make the slightest sound
To show that I am awake,
She'd ries, and lap the blankets round
My pillow softly shake;
Kiss me, and turn my face to see
The shadow on the wall,
And then sing Rousseau's Dream to me
Till fast asleep I fall
But this is not my little bed,
That time is far away
With strangers now I live instead,
From dreary day to day.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery