مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

ټول هغه دى

Alfred Lord Tennyson

لمر ، سپوږمۍ، ستوري، غونډۍ او دا دښتونه
دا د مځكي د مخ لوى سمندرونه
دا د هغه چا تصوير نه درته ښكاري
چلوي چي پر جهان باندي حكمونه؟
دا تصوير د هغه نه در معلومېږي؟
كه څه دي داسي به نه وي چي ښكارېږي
چي خوبونه سي اوږده حقيقت ښكاري
دا نړۍ ټوله په خوب كي نه اوسېږي؟
دغه مځكه دغه ستوري اسمانونه
دا بې شمېره انسانان او بېل رنګونه
ټولي نښي هسي نه درته ښكارېږي
چي له ده يې ته بېل سوى نور بېلېږي
چي نړۍ ټوله تياره په مخ كي ستا ده
ته علت يې او دا ټوله ستا خطا ده
دا هم ته يې د هغه اراده نه ده
ځانته ځان وايې او وايې چي دا زما ده
دا په خپله لويي څومره ډېر خوښېږې
موجود نه يې او په خپل وجود نازېږې
د همدې لويي له لاسه تباه كېږې
بې خبره به تياره كندي ته لوېږې
په بل رنګ دي د هغه نور دى ليدلى
د هغه رنګين جمال دي تور ښودلى
خفه كړى دي جلال د هغه ذات دى
د ده نور دي تاريكيو ته بېولى
ورته وايه هغه ږغ سي اورېدلاى
روح له روح سره خبري سي كولاى
در نيژدې دي ستا تر خپلو نفسونو
درته څرمه دي تر پښو او تر لاسونو
خداى قانون دى دا وينا د هوښيارانو
دا خبر په خوښي ارزي انسانانو
كه نازل درباندي تندر په قانون كي
تندر هم د ده آواز دى په مضمون كي
خداى قانون بولي هغوى چي هوښياران دي
خداى له سره نه مني چي احمقان دي
ځكه څه چي زموږ قدرت دى د ليدلو
په جهان كي چي هر څه دي د كتلو
تصويرونه دي چي ښكاري په اوبو كي
مخامخ عكس راځي په آيينو كي
نه غوږونه د انسان سي اورېدلاى
نه يې سترګي پر نړۍ سي څه ليدلاى
څه چي اورو څه چي وينو ټول له ده دي
ټوله دى دى كه ليده كه اورېده دي

Alfred Lord Tennyson (1809 - 1892)
The Higher Pantheism
The sun, the moon, the stars, the seas, the hills, and the plains,
Are not these, O Soul, the vision of Him who reigns?

Is not the vision He? Tho He be not that which He seems?
Dreams are true while they last, and do we not live in dreams?

Earth, these solid stars, this weight of body and limb,
Are they not sign and symbol of thy division from Him?

Dark is the world to thee: thyself art the reason why�
For is he not all but thou, that hast power to feel �I am I�?

Glory about thee, without thee, and thou fulfillest thy doom,
Making Him broken gleams, and a stifled splendour and gloom.

Speak to Him thou for He hears, and Spirit with Spirit can meet-
Closer is He than breathing, and nearer than hands and feet.

God is law, say the wise, O Soul, and let us rejoice
For if He thunder by law the thunder is yet His voice.

Law is God, say some: no God at all, say the fool,
For all we have power to see is a straight staff bent in a pool,

And the ear of man cannot hear, and the eye of man cannot see;
But if we could see and hear, this Vision � were it not he?

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery