مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

دوه داړه ماران

Wilfred Scawen

زه له وخت سره په جنګ يم له عمرونو
دا جګړه مو ده روانه له كلونو
زما له ژونده يې غلا كړي ورځي شپې دي
رانه وړي يې شېبي دي په جنګونو
لمر لوېدل مي پر افق نه دي ليدلي
چي پر زړه باندي مي بار نه وي غمونه
نه مي مخ ته رژېدلي ژړي پاڼي
چي د اوښكو مي روان نه وي سېلونه
ما له وخته سره سوله نه ده كړې
نه د وخت ملګري، مرګ سره پر لار يم
جنايت يې دى د نوم سره تړلى
زه يې هره شېبه مرګ لره په كار يم
د فاني دنيا پر مخ چي ژوندي پايي
خوار نفس او ژوندون هر چا ته شېرين دى
مرګ او وخت دي غليمان له ټولو ژوو
د هر چا زړه يې له نومه څخه خوړين دى
لاروي ورنه بېرېږي په لړزه سي
د دې دواړو داړه مارو له ږغونو
چي يې هره شېبه ږغ د چا تر غوږ سي
د ژوندون لمبه يې تښتي له رګونو
وايه اې ظالمه وخته راته وايه
زما له ژوند سره دي ولي مدعا ده
مرګه ولي خامخا غېږي ته درسم
څه تاوان دي زما ليدلى څه خطا ده

Wilfrid Scawen blunt. b. 1840
The Tow highwaymen
I long have had a quarrel set with Time
Because he robb'd me. Every day of life
Was wrested from me after bitter strife;
I never yet could see the sun go down
But I was angry in my heart, nor hear
The leaves fall in the wind without a tear
Over the dying summer. H have known
No truce with time not Time�s accomplice, Death.
The fair world is the witness of a crime
Repeated every hour. For life and breath
Are sweet to all who live; and bitterly
The voice of these robbers of the heath
Sound in each ear and chill the passer-by
What have we done to thee, thou monstrous Time?
What have we done to Death that we must die?

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery