مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

وخت د كار دى

Jhon Askhan (1825 � 1894)

چي لا ورځ وي وخت د كار او د زحمت وي
چي دي مټو كي لا پاته څه قوت وي
چي رګونو كي دي ځوانه وينه ګرځي
شپه لا نه وي رسېدلې لمر اوچت وي
وخت د كار دى چي لا لمر لوړ پر آسمان دى
او خندان شينكى آسمان هنوز روښان دى
د ژوندون شېبې دي الوزي له لاسه
د تاريكي شپې استازى را روان دى
د زړه زور دي د ژوندون شېبو ته وركه
ځان د ليري هدف لور ته برابر كه
د ساعت پر عرابه ده را روانه
تياره شپه دا ده راځغلي ځان خبر كه
ژوند موسم دى چا په پور درته سپارلى
وخت يو كان دى چا سوغات درته لېږلى
كه هوښيار يې په ورځ كار ورڅخه واخله
د تاريكي شپې پلو را رسېدلى
چي په وس دي رسېدلي وي كوه يې
چي هدف مخته درځي تعقيبوه يې
هم ريښتونى هم زړه ور ورپسي ووزه
شپه راځي چي څه دوستان دي خبروه يې
چي ګټو يې په زحمت او په دردونو
دا بېځايه خوارۍ نه دي د لاسونو
چي لا ورځ ده له دې زياره ګټه واخله
توره شپه ده را روانه په ګامونو
چي سينه دي يو وخت چاك سي له غمونو؟
وخت به نه وي د آرام او د خوبونو؟
چي لا ورځ ده راځه وس پكښي تمام كړو
چي شپه راغله رارسېږي په ټوپونو

Jhon Askham (1825 � 1894)
Work While it is Day
Work while the day is long
While the right arm is strong,
While the life-blood is young,
Night cometh on

Work while the sun is high
In the bright smiling sky
Swiftly life�s minutes fly
Night cometh on

Strive with my heart and soul
Press to the distant goal,
Waste not the hours that roll,
Night cometh on

Life is a season lent
Moments are treasure sent
See that they�re wisely spent
Night cometh on

What thy hands find to do
That with my might pursue
With a brave heart and true
Night cometh on

What though we toil in pain
Twill not be all in vain
Haste then the good to gain:
Night cometh on

What though grief rack the breast?
Doth there not come a rest?
Lets us then do our best:
Night cometh on

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery