مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

زه او زما زړه

Elizabeth Barrett Browning (1806 � 1861)

زه او زړه ستړي له ژونده نور مو هر څه دي بايللي
دواړه ناست د قبر سر ته كتيبې ته يو راغلي
كشكي موږ دلته پراته واى د هستۍ له نړۍ ليري
زموږ نومونه پر ډبره په تېشه واى چا ليكلي
په جنت كي به خوږ ژوند وي ځواني بيرته نوې كېږي
د دنيا له ترخه ژونده زه او زړه دواړه نتلي
زه او زړه يو دواړه ستړي د ژوندون له سفرونو
موږ باور په خلكو وكړ زموږ تكيه پر كتابونو
موږ پخپلو وينو وكښې د زمان پر پاڼو كرښي
چي يې پاك نه كړي له سره چپاوونه د وختونو
نه دوستانو غېږه راكړه نه ملګري مو پيدا كړل
موږ سپېڅلي اوسېدلو زمان ډك له فرېبونو
موږ پر لار دومره سم تللو چي قسمت نه سواى منلاى
مستقيم كله څوك تلاى سي د نړۍ پر كږلېچونو
له كږو لارو بېزاره ناځوانۍ دواړه ويشتلي
زه او زړه ستړي له ژوندنه نور مو هر څه دي بايللي
څومره ستړي يو له ژونده زه او زړه دواړه زخميان يو
نه دوستان نه مو ياران سته بېګانه له ټول جهان يو
ايرې سوي مو خيالونه آرزوګاني اوبو وړي
خواته نه راګوري خلك اوس په ځان پوري حيران يو
زموږ آواز چي ته يې ويښ كړې له درنو خوږو خوبونو
نور يې نه سې اورېدلاى اوس په اوښكو لوند ګرېوان يو
زه او زړه مي دواړه څنګه دې نړۍ كي هستېدلي
دواړه ستړي يو له ژونده نور مو هر څه دي بايللي
زه او زړه مي دواړه ستړي را يادېږي تېر عمرونه
زما په ياد دي را يادېږي تر دې ښه وه تېر وختونه
چي تر وني لاندي ناست وو زه او ګران مي لاس تر غاړه
لمر شيندله په لوېدو كي په اسمان كي سره اورونه
ده به زما كول پوښتنه ما د سر په ښورولو
ورښودل چي هر څه سم دي، پټول به مي دردونه
اوس په زړه كي مي بلېږي د دردونو لمبې غلي
زه او زړه ستړي له ژونده نور مو هر څه دي بايللي
زه او زړه يو دواړه ستړي حساب نسته د دردونو
نه مي څوك په غېږ كي نيسي نه لرم څوك د نازونو
نه لرم څوك چي مي مچ كي په آرام پر سوركو شونډو
رانه هېره مي لړۍ كي د زګېرويو د آهونو
له زړو خوږو وختونو راته پاته خاطرې دي
زه يادونو يم راوړې هديرې ته تر قبرونو
نه له مخ څخه مي زلفي چا په ناز دي اړولي
نه مي زړه او زړه هوسا يو نور مو هر څه دي بايللي
زه او زړه مي داسي ستړي له دردونو له زخمونو
كه جهان رالره راوړي غېږي ډكي له تاجونو
مرغلري راته راوړي جواهر په خرمنونو
هم قدرت هم خوښۍ راوړي د زلميو جهانونو
زه بې ونه ګورم خواته زه به سترګي كږې نه كړم
نه پر مځكه نعمتو ته نه پر لور د اسمانونو
له جهانه تر اسمانه له هر څه مو لاس پرېولى
زه او زړه ستړي له ژونده نور مو هر څه دي بايللي
خو نه ځان او نه مي زړه ته ور پرېږدم شكايتونه
كله ځاى دى چا ته پاته چي ور ياد كي تېر وختونه
څه چي تېر سول هغه هېر كه نن د سختو ورځو وار دى
موږ هم روڼي زلمۍ شپې كړې موږ هم ستړي كړل نازونه
كه هوس و نو هم بس و چي راځي پرېږده چي راسي
د وختونو له ګېډيو مو ډېر وشكول ګلونه
ما او زړه مي په سينه كي ډېر رازونه دي ساتلي
دواړه ناست د قبر سر ته
كتيبې ته يو راغلي

Elizabeth Barrett Browning (1806 � 1861)
My Heart and I
I
ENOUGH! We�re tired, my heart and I.
We sit beside the headstone thus
And wish that name were carved for us,
The moss reprints more tenderly
The hard types of the mason�s knife,
As heaven�s sweet life renews earth�s life
With which we�re tired, my heart and I.

II.
You see we�re tired my heart and I.
We dealt with books we trusted men
And in our own blood drenched the pen
As if such colours could not fly.
We walked too straight for fortune�s end,
We loved too true to keep a friend;
At last we�re tired, my heart and I.

III.
How tired we feel, my heart and I !
We seem of no use in the world;
Our fancies hang grey and uncurled
About men�s eyes indifferently;
Our voice which thrilled you so, will let
You sleep our tears are only wet:
What do we here, my heart and I.

IV.
So tired so tired, my heart and I.
It was not thus in the old time;
When Ralph sat with me 'neath the lime
To watch the sunset from the sky.
Dear love, you�re looking tired; he said;
I, smiling at him, shook my head:
'Tis now we�re tired, my heart and I.

V.
So tired, so tired, my heart and I.
Though now none takes me on his arm
To fold me close and kiss me warm
Till each quick breath end in a sigh
Of happy languor. Now, alone.
We lean upon this graveyard stone
Uncheered, unkissed, my heart and I.

VI.
Tired out we are, my heart and I.
Suppose the world brought diadems
To tempt us, crusted with loose gems
Of powers and pleasures? Let it try.
We scarcely care to look an even
A pretty child, or God�s blue heaven
We feel so tired, my heart an I.

VII.
Yet who complains? My heart and I ?
In this abundant earth no doubt
Is little room for things worn out:
Disdain them, break them, throw them by
And if before the days grew rough
We once were loved, used � well enough,
I think, we�re fared, my heart and I.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery