مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

انسان

George Herbert (1593 � 1633)

خدايه ما دي نن له خلكو اورېدلي
چي پر مځكه بنګلې چا درولي
هغه ټولي وې د دوى د اوسېدلو
سرپناه وې د هغوى د هستېدلو
زه يو سوال لرم خالق د دې جهانه
چي بهتر به پيدا څوك وي له انسانه
چي خلقت ته يې جهان ټوله حيران دى
تر هر چا ښكلى پر مځكه او اسمان دى
يوه ونه ده پر ښاخ يې مېوه نسته
يو ساه كښ دى چي بهتر له ټوله هسته
ښايسته كړى دي په عقل په بيان دى
طوطي هم د ده كمال دى چي ګويان دى
په هوا كي چي يې ګرځي درزنونه
د انسان پكښي څرګند دي كمالونه
د انسان ثنا صفت به يې ويلاى
كه يې عقل كه يې ژبه درلودلاى
څومره ښكلى دي جوړ كړى په هنر دى
هر اندام له بل اندامه برابر دى
ټول كمال د دې جهان پكښي څرګند دى
يو له بله دي وركړى څه پيوند دى
سر تر نوكه اندامونه سره خپل دي
ټوله عمر په خدمت كي يو د بل دي
چي پيدا پر مخ د مځكي او اسمان دي
د انسان د زور او عقل غلامان دي
د ده سترګي راولي مځكي ته ستوري
كاينات يې د هنر كمال ته ګوري
له نباته چي جوړېږي درملونه
رغوي چي زموږ زخمونه او دردونه
دا خو ځكه په دردونو زموږ لګېږي
د انسان وجود اشنا ورته ښكارېږي
دا خو زموږ دپاره الوزي بادونه
دا خو زموږ دپاره ګرځي اسمانونه
مځكه كور دى د انسان چي نه خوځېږي
په چوپړ كي يې سيندونه دي بهېږي
چي هر څه په كايناتو كي تېرېږي
زموږ د ښې او د خوښۍ دپاره كېږي
ټوله زموږ دي په جهان كي نعمتونه
يا يې خورو يا مو مېلې دي او خوندونه
په اسمان كي راڼه ستوري چي ځلېږي
زموږ د خوب او د آرام وخت را رسېږي
شپه راكش توره پرده زموږ پر نړۍ كي
لمر يې ليري په شغلو زموږ له كړكۍ كي
زموږ دپاره سور او تال دى د سازونو
زموږ په برخه دى خرمن د نعمتونو
كه عروج دى كه زوال د دې جهان دى
هر قدم ورسره عقل د انسان دى
په خدمت كي مو دي مځكي اسمانونه
زموږ كښتيو ته پيدا دي لوى سيندونه
ښايستې مو قلاګاني بنګلې دي
پكښي پاكي مو اوبه خواړه مېوې دي
څه ښايست دى، څه ښكلا ده، څه پاكي ده
له كماله د انسان جوړه ښادي ده
د انسان كار او كمال كړ جهان ښكلى
چي پر ټولو كايناتو دى ښاغلى
په چوپړ كي يې لا نور هم نوكران دي
له نظره څخه پټ چي د انسان دي
لا يې لاندي سي په لار كي تر ګامونو
چي يو وخت به يې درمل واى د دردونو
بېله شكه چي انسان ځان ته جهان دى
بل جهان يې لا نوكر او نګهبان دى
نو خالقه داسي قصر دي پيدا كړ
مالامال دي له كمال او له ښكلا كړ
پكښي وهستېږه تا لره ښايېږي
بيا به دى هم ستا له څنګ سره هستېږي
موږ ته دونه عقل راكړه او فكرونه
چي تر مرګه درته وكړو خدمتونه
چي نړۍ زموږ په خدمت كي وي ولاړه
او موږ ستا خدمت ته ودرېږو دواړه

George Herbert (1593 � 1633)
Man
MY GOD, I heard this day
That none doth build a stately habitation
But he that means to dwell therein
What house more stately hath there been,
Or can be, then is Man? to whose creation
All things are in decay.

For man is ev�ry thing
And more: he is a tree, yet bears no fruit;
A beast, yet is, or should be, more:
Reason and speech we onely bring;
Parrats may thank us, if they are not mute,
They go upon the score.

Man is all symmetrie
Full of proportions, one limbe to another
And all to all the world besides
Each part may call the farthest brother
For head with foot hath private amitie,
And both with moons and tides.

Nothing hath got so farre
But Man hath caught and kept it as his prey;
His eyes dismount the highest starre;
He is in little all the sphere;
Herbs gladly cure our flesh, because that they
Find their acquaintance there.

For us the windes do blow,
The earth doth rest heav�n move, and fountains flow;
Nothing we see but means our good,
As our delight or as our treasure
The whole is either our cupboard of food
Or cabinet of pleasure

The starres have us to bed
Night draws the curtain, which the sunne withdraws;
Musick and light attend our head,
All things unto our flesh are kinde
In their descent and being to our minde
In their ascent and cause.

Each thing is full of dutie:
Waters united are our navigation;
Distinguished our habitation;
below, our drink, above our meat
both are our cleanliness. Hath one such beauties?
Then how are all things neat!

More servants wait on Man
Than he�l take notice of; in ev�ry path
He treads down that which doth befriend him
When sickness makes him pale and wan.
Oh mightie love! Man is one world, and hath
Another to attend him.

Since then, my God, thou hast
So brave a palace built, O dwell in it,
That it may dwell with Thee at last!
Till then afford us so much wit,
That, as the world serves us, we may serve Thee
And both thy servants be.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery