مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د جنګ ميدان

Sydney Oswald

ستړي عسكر پراته په واوره كي دي
نن ورته غوړي لمبې نه بلېږي
زامي يې رېږدي له يخنيه څخه
نن شپه د اور سكروټي نه رسېږي
بالاپوښونو كي پېچلي پراته
پرې را الوتي دي ساړه بادونه
سړو سېليو كي شېبې تېروي
له ليري اوري د دښمن ږغونه
چي رڼايي د سپين سهار ښكاره سي
بيا به عسكر د جنګ ميدان ته وزي
بيا به ګولۍ اورېږي ډزي به وي
زړه ور زلمي به امتحان ته وزي
د دوى په منځ كي پيره دار دى ولاړ
له ساړه باده يې ورنونه رېږدي
كله پر ونه باندي واچوي ځان
كله تندى پر هغه ونه كښېږدي
باندي ظالم سي د ځوانۍ خوبونه
وني ته ځان تكيه كولاى نه سي
سترګي يې وار په وار درنېږي ورته
د خوب حملو ته ټينګېدلاى نه سي
واوري او خوب دى ورته لاس يو كړى
پر دوه ميدانه جنګېدلاى نه سي

د دې ويدو عسكرو منځ كي پروت دى
تنكى هلك سترګي يې نه پټېږي
غواړي دا شپه كي تر سهاره روڼه
د خوب له فوجه سره وجنګېږي
سترګي يې روڼي دي نيولي غواړي
چي د مړاني سرحدونه مات كي
چي قهرمان سي چي كيسې وګټي
چي د زړه ورو داستانونه مات كي
پر ويښو سترګو يې خوبونه راځي
ستړو مغزو ته يې خيالونه راځي
بس دا يوه آرزو په زړه كي لري
بس دغه يو ذكر په خوله كي لري
چي د مړاني سرحدونه مات كي
چي د زړه ورو داستانونه مات كي
چي سالم وساتي ويده ملګري
هغه زلمي هغه د زړه ملګري

Sydney Oswald
The Battlefield
Around the fire the soldiers sleep to-night
But lie a-wearied on the ice-bound field
With cloaks wrapt round their sleeping forms, to shield
Them from the northern winds. Ere comes the light
Of morn brave men must arm, stern foes to light
The sentry stands, his limbs with cold congealed;
His head a-nod with sleep; he cannot yield
Though sleep and snow in deadly force unite.

Amongst the sleeps lies the Boy awake
And wide-eyed plans brave glories that transcend
The deeds of heroes dead; then dreams o'ertake
His tired-out brain and lofty fancies blend
To one grand theme, and through all barriers break
To guard from hurt his faithful sleeping friends.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery