مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د ځوانو شاعرانو دا ((هيلې))

د دويم چاپ سريزه:



د شعرونو دا جونګ چې ستاسو په لاس کې دى، دا د کوزې پښتونخوا يا لر افغانستان او بر افغانستان د ځوانو شاعرانو د شعرونو د بېلګو يوه ټولګه ده. دا ټولګه ما له نن څخه نږدې (٢١) کاله دمخه (پر ١٣٦٦ ل کال) راټوله کړې وه او پر ١٣٦٧ل کال، د هغه وخت د ځوانانو سازمان له خوا د زرګونو ټوکو په شمېر چاپ شوې ده. هغه مهال زه د خوشال خان لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکى وم او تخلص مې لا هم نه و غوره کړى. د تعليم او تحصيل په بهير کې چې د چا د شعرونو، ليکنو او يا بل کوم ځانګړى اثر چاپ شي، نو دومره کيف لري، چې سړى يې بل مثال نه شي وړاندې کولاى، په تېره بيا په هغسې حالاتو کې چې د چاپ وسايل هم په نشت حساب و او اقتصادي تنګسيا هم تر حده زياته وه. زه لا د خوشال خان لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکى وم، چې ددې لېسې د ادبي انجمن د مشر په توګه وټاکل شوم، د دوو کلونو په بهير کې مو په لسګونو غونډې او مشاعرې جوړې کړې او په نورو ناشمېره ادبي غونډو، مشاعرو او سيمينارونو کې مو ګډون وکړ، دا مهال په خوشال خان لېسه کې د ځوانو شاعرانو داسې يوه څپه راوټوکېدله، چې د دې ښوونځي تر شمېره وتو زده کوونکو شاعرۍ او ليکوالۍ ته مخه کړه. هغه وخت د اوس په شان د شعرونو او ليکنو چاپ، عادي خبره نه وه، کتاب خو د ډېرو مطرحو او خال خال شاعرانو چاپېده، شخصي چاپخونې نه وې او په خپلو پيسو د کتابونو چاپ هم ډېر دود نه و، يوازې دولت د ليکوالو اثار چاپول او يوازې دولت ددې وس درلود، نو دا مهال د ځوانو شاعرانو د شعرونو او ليکنو چاپ، د هغوى په ادبي ژوندانه کې ډېر مثبت تاثير درلود. د همدې دولسم ټولـــــــــګي په بهير کې ما يوه هڅه پيل کړه، د هغو ځوانو شاعرانو، چې دا مهــــــــــال ما سره په لېسه او ادبي انجمن کې و، د هغو د کــــــــلام بېلګې مې غـــــــــونډې کړې، تر لېسې بهر د ځينو نورو ځـــــــــوانو شاعرانو؛ ښځينــــــــه وو او نارينه وو، د کلام بېلګې مې انتخاب او همدارنګه په کوزه پښتونخوا کې د يو شمېر ځوانو شاعرانو له چاپي او ناچاپه شعري ټولګو څخه مې هم ځينې بېلګې غوره کړې او په دې ډول مې د هغه وخت د ځوانو شاعرانو د شعرونو يو غورچاڼ يا منتخب ورڅخه جوړ کړ. په دې مجموعه کې په ټوليز ډول د هغه مهال د (٤٠) تنو ځوانو شاعرانو د کلام (٧٤) بېلګې خوندي شوي، دا هغه شاعران دي، چې تر دې مهاله د يوه هم په مستقل ډول د شعرونو ټولګه نه وه چاپ شوې، خو په ځينو اخبارونو او ګډو شعري مجموعو کې يې يو يا څو شعرونه خپاره شوي وو، ځينې په کې داسې شاعران هم شته چې د لومړي ځل لپاره يې په همدې شعري جونګ کې شعرونه خوندي شوي دي. په يوه لښتليک کې د شاعرانو د زېږېدو ځاى او نېټه هم کښل شوي، چې له يو درې څلورو تنو پرته د نورو اکثره، د زېږېدو پر کال مطمين يم، خو ځينو يې چې وروسته بيا په نورو ټولګو کې خپل ځانونه معرفي کړي، د زېږېدو کال يې همغه نه دى ښودلى، چې هغه مهال يې ماته راکړى و. ددې شعري جونګ تر چاپ وروسته د شلو کلونو په بهير کې په دې مجموعه کې ځينې راغلي شاعران اوس د ګڼو چاپي او ناچاپي اثارو خاوندان او په ټولنه کې مطـــــــــــــرح ليکوال دي، خو ځينو يې له دې فاني نړۍ نه کـــــــــډه کړې او ځينې نور هم له خپل هېواده مهــــــــاجرت ته اړ شوي دي. کله چې مې پر ١٣٦٦ل کال کې دا شعري جونګ ترتيب کړ، نو بيا يې د چاپ په لټه کې شوم، هغه وخت په خوشال خان لېسه کې د زده کړې ترڅنګ د ((درفش جوانان)) اوونيزې قلمي همکار هم وم، له هغې لارې مې د هغه وخت ځوانانو سازمان ته مراجعه او د دې کتاب د چاپ هيله مې ترې وکړه، هغوى تر دې دمخه ځينې ادبي کتابونه چاپ کړي وو، خو اکثره يې په دري ژبه وو، دې کار ماته ښه پلمه په لاس راکړه، نو په ټينګار سره مې د خپلې ژبې د استحقاق له مخې ددې مجموعې چاپ پرې ومانه، هغه وخت د چاپ دا ډول عصري وسايل نه وو، هغوى دا جونګ په لاسي ټايپ، ټايپ کړ او بيا يې په افيسټ ډول، په سپين کاغذ کې چاپ کړ، د کتاب کاغذ ښه و، خو څرنګه چې متن ټايپ شوى و، نو چندان ښه نه برېښېده، خو بيا هم د هغه وخت د امکاناتو په حدودو کې يې چاپ ښه او مناسب و.
کتـــــــــــاب مې د ١٣٦٦ل کال په وروستيو کې هغوى ته ورکړى و او د ١٣٦٧ل کال په لومړيو کې، چې زه د کابل پوهنتون محصل وم، چاپ شو او په زرګونو ټوکه مې بيا ځوانو ليکوالو ته په وړيا ډول ووېشه. دا دى ددې اثر تر لومړي چاپ پوره شل کاله تېرېږي، هغه وخت زه د دولسم ټولګي زده کوونکى وم او دا دى اوس چې د ١٣٨٧ل کال وروستۍ مياشتې دي، زه د کابل پوهنتون استاد او د پوهندوى علمي پوړۍ ته رسېدلى يم، دا کتاب يو ځل بيا چاپوم او د هغه وخت خاطرې او ارزښتونه بيا راتازه کوم. د تېرو شلو کلونو فرهنګي زيار او کار مې داسې په ياد دى لکه دا تېره ورځ چې تېر شوي وي. فرهنګي کار په ډېره مينه، صداقت او احساس ترسره کېږي، کومه مينه چې شل کاله دمخه له ماسره د خپل فرهنګ د غوړېدلو لپاره وه، هغه اوس هم راسره ملګرې ده او هر ځاى ته راسره بدرګه روانه ده. که له فرهنګ ، خپلې ژبې او خپل ملت سره د مينې زور نه واى، نو دا شلکلن فرهنګي مزل مې نه شو وهلاى.
اوس چې زه د خپل تېرو فرهنګي کارونو پر بيا سمون او راټولېدنګ بوخت يم، نو د ځوانو شاعرانو دا اثر د خپل دې پيل کړي کار د لومړي اثر او هيلې په توګه يو ځل بيا خپروم، ما خپل فرهنګي کار پر ((هيلې)) پيل کړى او له هيلو سره به پايم، له نورو درنو ليکوالو څخه هم هيله لرم، چې تل هيله من اوسي او خپل زړه ته د نهيلۍ بلا پرېنږدي، په همدې هيله دا ((هيلې)) ستاسو په مخکې ږدم او د لوستلو بلنه يې درکوم.
په درناوي
پوهندوى محمد اسمعيل يون
د ١٣٨٧ل کال د سلواغې ٣مه
کابل- افغانستان
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery