مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزل

د درد په هر يو ټال کې مې ښکاره شه ته اشنا
ستي ستي زړګي ته مې نغمه شه ته اشنا

د تا د يارانې غمونه ډېر لرم په زړه
ليدو ته يې لږ شان په تماشه شه ته اشنا

نشه د ميو شرم کړي نشو نه ستا د عشق
د زړه د عشق دېره کې مې مېلمه شه ته اشنا

د مينې په انګار زه مينه اوړم ستا په عشق
اميد او ارمانو ته مې اسره شه ته اشنا.

ناديه مينه
١٣٦٦/٨/١٨
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery