مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

غزل

وخته تا له ورځو شپو سره اشنا کړم
تا د ژوند له تقاضو سره اشنا کړم

ما يوازې مسافر ګڼلو ځان خپل
مسافت له قافلو سره اشنا کړم
هسې ما به بې مقصده قدم واخيست
خو تاريخ له فيصلو سره اشنا کړم
په خپل خيال به مې هدف ځان ته نږدې کړو
اوس منزل له فاصلو سره اشنا کړم
که هر چا مې لار جدا کړه جدا نه شوه
اخير وينې له نسلو سره اشنا کړم
چې کېدې په کې خبرې ستا د حسن
عشق له هغو محفلو سره اشنا کړم

زما بهار په قابو خپل نه دى خپل زړه هم
وايه څنګه سلسلو سره اشنا کړم.

تېمورشاه بهار
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery